ملکه ثريا؛ د غازي مېرمن او د ژورناليزم د پلار لور

0 2,059

جمشيد غزنيوال

ملکه ثريا طرزي د ۱۲۷۸هجري لمريز کال د قوس پر ۳يمه د سوريې په دمشق کې وزېږېده، زده‌کړې يې له خپل پلار سردار محمود طرزي څخه کړې وې. ثريا په قوم پښتنه وه، د محمدزيانو له ټبر سره يې تړاو درلود، د دې پلار محمود طرزي د افغانستان د ژورناليزم پلار هم يادېږي.
ملکه د هماغه مهال په ښځو کې د ښځو د حقوقو بې‌سارې مخکښه مېرمن وه، دې غوښتل چې ښځې له منفعل حالته فعال حالت ته راولي.

ملکې ثريا د «زن اسلام» په نامه رساله ليکلې وه، همداسې يې د «ارشاد النسوان» په تاسيس او د مختلفو ښځينه بنسټونو په جوړولو کې يې نېغ په نېغه رول درلود.
د افغانستان دغې لومړۍ مېرمنې له خپل مېړه سره د هېواد په چارو کې څنګ په څنګ کار کاوه، دغه کار يوازې د شعار تر حده محدود نه و، غازي امان الله خان د ملکه ثريا په مشوره د ښځو د حقونو په اړه يو فرمان صادر کړ، په دې فرمان کې غيرشرعي او د ولور په نامه د زوم له کورنۍ د نجلۍ د خرڅلاو قيمت منع کړای شوی و او د واده کولو له‌پاره ځينې شرايط وضع شوي وو چې په هغه کې د زوم پر کورنۍ لازم بوج يو څه کمېده.

د ملکې او شاه امان الله په اړه زموږ د تاريخي قضاوتونو په لړ کې ويل کېږي چې دوی په احساساتي او بېړني شکل اصطلاحات پيل کړل، مګر د هماغې زمانې پر شرایطو او د يوه هېوادني ضمير د خاوندانو له‌پاره پر ښو د تامل قاعده نه‌شي تطبيقېدای.

په پاريس کې د يوې مجلې استازي ملکه ثريا تر ډېری شاهي مېرمنو ځيرکه، لايقه او وړ ښځه بللې وه. هغه ته دغسې ښځه په افغانستان کې د افغانستان د ويده بخت سر ته د جرس سندره ښکارېده.

د شلمې پېړۍ د افغانستان په لوړو ژورو کې ملکه ثريا او غازي امان الله خان د ښځو د تعليم او حقوقو لومړني مدافعان وو، ملکې په لومړي ځل د ښځو يو ښوونځی پرانيست چې د کابل ځينو لوستو ښځو د ښوونځي په سمبالښت کې مرسته ورسره کوله.

غازي امان الله خان او مېرمن ثريا ته چادري د اسلامي مخينې لرونکی حجاب نه ښکارېده، ځکه خو يې د مخنيوي فرمان صادر کړ او همدا و چې د دوی پر وړاندې د انګليس د توطيو دلايل پاخه ښکاره شول، د افغانستان په ملت کې د دوی له دغه اقدامه ځينو د نظام مخالفو کړيو د دوی د عقيدو په هکله شکونه وپارول.

ځينې د نظر خاوندان د اماني دورې د سقوط لاملونه همدا چټک بدلون او پرمختيا ګڼي. د اوسنيو مېرمنو له‌پاره په فمينسټي هڅو او د ښځو د حقوقو د دفاع په برخه کې د غازي امان د مېرمنې رول ايډيال حالت لرلای شي، که افغانې مېرمنې د هېواد د دې مخکښې لور ارمانونه عملي کړي، ممکن د ښځو زندۍ مرۍ د خپل ژوند نغمه توده وړاندې کړي او د تيارو له ناپايه سمندره د ژوند روښانه ساحل ته را وخېژي.

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply