دا څه کوي نور بس دې راپخلا شه ګني مرم
زارى درته کـــــــومه په خــندا شه ګني مرم
راځه چې روغه وکړو ليونۍ سپيلنۍ ګرځم
بس نور مـــې پرهرونو ته دوا شه ګني مرم
دا چايې لمسـولى ته خو داسې نه وي ګله
قــــــربان له تا زما دزړه دنيا شه ګني مرم
تــوبه تــوبه زما ده بـــــيا دې نــه خپه کومه
توبه توبه کافــــره بـــــس زما شه ګني مرم
خمار خمار ځواني به زه له تانه سپيلنۍ کړم
نور بس دې کنه بس لږ په وفا شه ګني مرم
دا يو سوال مې دخداى په خاطر ومنه کنه
سپوږمۍ ته دسپوږمۍ غوندې رڼا شه ګني مرم
سپوږمۍ
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320