د مسلمانانو مظلومیت او د برمايي بودایانو وحشت!! / محمد هاشم شاهین

0 1,204

یو قدرمن ورور مو وايي:( اصلي،مهمه او د سوچ خبره داده چې :دا خلک ( دبرما مسلمانان) فقط په نوم مسلمانان ساتل شوي، او پر اسلام، مسلمان، غیرت کول خو پریږده چې له خپل ځان او خپل حق نه د دفاع خبره هم ورته چا کړې نه ده! او که کړې یې هم وي نو څنګه؟)

زه د خپل مجاهد ورور پر نیک نیتۍ هیڅ شک نلرم او نه هم زما هدف دا دی چي الله مکړه سپکاوی ئې وکړم، البته هڅه به وکړم چي پوښتني ئې ځواب شي، د ځانونو سره به یو لنډ احتساب وکړو…

عجیبه نده! چي تر پرونده موږ پر روهنګیايي مسلمانانو د برمايي بودیایانو له وحشته خبر هم نه وو، تېر څلوېښت کلونه چي ددوی دریمه برخه پکي شهیدان شوي څه ډول ورباندي تېر شويدي؟ آیا دوی په تیر وخت کي هيڅ عکس العمل ندی ښودلی؟ ددې پوښتنو ځواب به مخته راشي، په دې هکله یو الله جل جلاله خبر دی او یو هم دا مظلوم قوم، خو نن چي ټوله دنیا له دې وحشته خبره شوې ده، پر سوشل میډیا د مظالمو عکسونه دومره ډیر وائرل شول چي د بي بي سي په څېر اسلام دښمن کانال هم مجبور شو غږ اوچت کړي.

دا چي د دفاع خبره هم چا ورته کړې نده، او که ئې کړې یې نو څنګه؟) په دې هکله دا وایم چي؛ د نړیوالي میډیا او انساني حقوقو د دفاع تنظیمونه وايي چي د روهنګیا مسلمانان د نړۍ تر ټولو زیات مظلوم او محکوم شوي خلک دي، هغوئ بالکل داسي ژوند تیروي لکه د هټلر په وخت کي چي یهودانو تیراوه. د میانمار حکومت وايي د روهنګیا په مسلمانانو کي تروریستان هم شامل شوي دي، ځکه نو موږ ځان تري خلاصوو، حال دا چي دا ښکرور دروغ دي، که مسلسل پر یو قوم پنځوس یا څلوېښت کلونه ظلم وشي ممکن ځوانه طبقه ئې هري قربانۍ ته چمتو شي، داسي کسان تروریستان نه بلکي د آزادئ غوښتونکي اتلان بلل کیږي، چي د وحشت، ظلم او ناانصافۍ په خلاف غږ اوچتوي، نړۍ د داسي کسانو له رویه د ښه والي پړاونه تیروي. همدا خبره ددې ځواب دی چي روهنګیايي مسلمانانو د ظلم په خلاف عکس العمل ښودلی خو دا چي تر کومه حده بریال شوی، دا د همغه سیمي په جغرافیايي موقعیت پوري تړاو لري، هلته یو اسلامي هیواد بنګال پروت دی چي حسینه واجد حکومت ورباندي کوي، دا هغه میرمن ده چي د خپل هیواد ډیر اسلامپال مشران ئې اعدام کړل، د دې مثال د حسني مبارک او سیسي غوندي دی، دوی دواړو پر فلسطیني مسلمانانو د رفحي بندر وتړۍ، چي د اسرائیلو په محاصره کي په زرګونو فلسطینیان په شهادت ورسېدل، حسینه واجد بیا د برما سره د مسلمانانو پر مخ سرحد تړلی دی چي په زرګونو مسمانان شهیدان کیږي خو دا ئې پرواه هم نکوي…

که موږ او تاسي په افغان جهاد غرور کوو، او دا ګمان کوو چي دوی ولي همهغسي نه کوي؟ نو هغه د الله ج فضل او کرم وو چي زموږ خوا و شا اسلامي هیوادونه پراته ول، درې نیم میلیونه مهاجرین پاکستان ته راغلل، ایران ته ولاړل، نورو هیوادونو ته مهاجر شول، هملته مو کورنۍ په امن شوې، مسلح شولو، نړیوال مجاهدین راسره مل شول، اسلامي نړۍ مو تر شا ودرېده، د مرحوم ضیاء الحق غوندي چارواکي وو چي د روسيې په خلاف ئې زموږ بشپړ ملاتړ وکړ، زموږ جهادي رهبران ول چي د بې ساري همت نه ئې کار واخیست، دا چي وروسته څه وشول بېل بحث دی…

را به شم د یو راپور په لور؛ د ملګرو ملتونو یو لوړ پوړی کارکوونکی(جان مک) وايي: د میانمار دولت پر خپله ځمکه د اقلیتي روهنګیایي مسلمانانو نسل له منځه وړل غواړي، ده د بنګله دېش د سرحدي علاقې د کاکس له بازار نه پر میډیا بیان ورکړ چي ددې مسئلې د حل لپاره باید په میانمار کي بنیادي اسبابو ته پاملرنه وشي، د میانمار پوځ او سرحدي پولیس د رخائن ولایت پر سرحدي سیمه د سرحدي سرتیرو د وژنو وروسته د روهنګیایي مسلمانانو په ډله ييزو وژنو او سزا ورکولو کي لاس لري، پوځیان نارینه په ګولۍ ولي، ماشومان حلالوي، میرمنی بې عفته کوي، کورونه ئې سوځي او لوټوي ئې او خلک په دې محبوروي چي د سیند نه پوري د بنګال په لور ولاړ شي، تېره جمعه موږ ته راپور راغئ چي فوځ پر مظلومانو وحشیانه ډزي کولې او هغوی ئې د بنګال سرحد ته په استولو محبورول.

د فوځیانو د وژلو نه ښکاري چي دوی هم د فوځ د بې پایانه ظلم په خلاف عکس عمل ښودلی دی، مخکي هم پر سوشل میډیا ځیني تصویرونه نشر شوي ول چي ویل کېده چي مسلح مسلمان روهنګیایان دي، خو دا چي ددوی موقعیت له اسلامی هیوادونو نه لري دی، دا مسلحانه خوځښتونه قوت نشي موندلای، فلهذا د جهاد پیغور به ورته معقول نه وي…

ایمنسټی انټرنیشنل وايي: د میانمار فپوځ لس لکه روهنګیایی مسلمانانو ته یوځای سزا ورکوي، له حد نه زیات دردوونکۍ حقیقت لا دادئ چي پر میانمار د (انګ سان سوچي) حکومت دئ، هغه سوچي چي د انساني حقوقو علمبرداره یادېدله، خو د روهنګیا د مسلمانانو نه دومره نفرت کوي چي له هر لوري انتقادونه ورباندي کیږي خو دا ئې پرواه نکوي. پر بی بی سی تلویزیوني کانال چي کله مشعل حسین د مصاحبې په دوران کي ترې د روهنګیایي مسلمانانو د زبون حالت په اړه وپوښتل، دې سمدستي په سپین سترګۍ ورته وویل: په میانمار کي چي د مسلمانانو خلاف نسلي امتیاز ته نه کتل کیږي دلیل ئې دا دئ چي د مسلمانانو د زیات طاقتور کېدلو یا تروریزم په خاطر داسي ورسره کیږي، کوم وخت چي مصاحبه ختمه شوه او دا خبره شوه چي (مشعل حسین) مسلمانه ده ډیر شدید اعتراض ئې وکړ چي یوې مسلمانې ولي د دې سره مصاحبه وکړه؟ هلته د مسلمانانو په خلاف عکس العمل او نفرت یوه ملي بڼه خپلوي، ځکه شپه او ورځ ئې په خلاف شدید تبلیغات ترسره کیږي، د ظالم فوځ قربانۍ ستایل کیږي، نړیوال له هر راز نه بېخبره ساتل کیږي، دا چي تصویرونه ئې خپریږي، ډیری تصاویر ئې د فوځ په لاسونو ویستل کیږي چي په خپل ذلیل او وحشي انتقام افتخار کوي… د میانمار پخواني فوځي آمر(جنرال نی ون) د برما په قومیت پوري مربوط یو قانون نافذ کړ چي د هغه له مخي د روهنګیا مسلمانانو ته د ملیت(نشنلټي) حق ورنکړل شو.

ډیر د حیرت ځای لا دا دی چي د میانمار فوځ د روهنګیا په خلاف نوی عملیاتي پلان چمتو کوي، چي د دغو عملیاتو په واسطه به د هغوئ مصیبتونه څو چنده زیات شي، خو ددغو ټولو ظالمانه کړنو د ترسره کېدلو باوجود موږ څه کړي؟ په دې به ځانونه نه خلاصوو چي څه کولای شو؟ چي پر هغوی انتقاد کولای شو پر خپلو حاکمانو د سرتاسري مظاهرو او پراخو غونډو په نتیجه کي فشار هم واردولای شو، که دوی د برما په خلاف څه نشي کولای، بنګال خو د مهاجرینو منلو او پناه ورکولو ته اړباسلای شي، حقیقت خو دادی چي هيڅ ځای د انسانیت د ژغورلو غږ نه اوچتیږي، لکه زما لیکنه هر څوک خپل مسئولیت له اوږو اوښتی بولي…

د میانمار ځمکه یو ځل بیا د روهنګیايي مسلمانانو په وینه رنګ شوې ده، او دا ظالمانه کړني له کلونو راهیسي جاري دي، خو اوس وخت رارسیدلئ دی، چي انسانانو غوندي طرزِعمل اختیار کړو کنه د انسانیت ټولي دعوې مو هسي لافي دي.

و ما علینا الا البلاغ

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply