دوه ماشومان – د جبران خلیل غوره لیکنې او ویناوې /ژباړه او راټولونه: میوند محمد جمال

0 1,229

د شاهي قصر په مخ كې په زرګونو خلك را ټول شوي وو او د هغوى ټولو د محل پاسنۍ كړكۍ ته كتل.

د نغارو اواز پورته شو او د كړكیو څخه پردې كش شوې او دا چغې شروع شوې:

« باچاه سلامت تشريف راوړي ! ».

هر انسان آرام ولاړ و او سترګې يې نغې كړكۍ ته نيولې وې

خلكو شور جوړ كړ او د باچاه زنده باد نارې يې وهلې.

باچا په مسكا دكړكۍ مخی  ته راغى او په خندان  مخ يې ټولو خلكو ته وكتل او د لاس د اشارې په ذريعه يې ټولو ته د جوپتيا امر وكړ او داسې يې وويل:

«زما ګرانو وطنوالو! د ولي عهد (زما ځوى) پيدا كېدل دي تاسو او د دې خوشحاله، آرامه او هوسا ملك  وګړو ته مبارك وي. زه يقين لرم او دا دعا كوم چې زما دا ځوى به زما د كورنۍ نوم همداسې روښانه وساتي

څنګه چې زما په كورنۍ كې ډېر زورور او امشهور حكمرانان پيدا شوي او زما د كورنۍ لوى والى ټولو ته معلوم دى، نو زما ځوى به هم د تېرو مشرانو په نقش قدم همداسې روان وي او د پيړيو دغه روايات به په ښه توګه سره ترسره كړي ، زما ځوى ستاسو را روان باچا او د دې ملك حكمران دى.

اى وطنوالو! د شهزاده د راتګ په خاطر تاسو رخصت ياست او د خوشحالى سندرې ووايئ»

د دې خبرو سره سم باچا خپلې ماڼۍ ته ننوت او خلكو د خوشحالۍ چغې پورته كړې او روان شول.

تر ډېره وخته په محل كې دننه خلكو د بيرون څخه د سندرو او خوشحاليو غږ اورېده ،  كومو چې د نوي پيدا شوي شهزاده په خوشحالى كې كولې هغه شهزاده چې په را روانو ورځو كې به د دوى حكمران وي او دوى به يې همداسې غلامي كوي لكه د دوى د نيكونو چې يې غلامي كوله، دغه نوی پیدا شوی خکمران به  د دوى د كمزورتيا نه ډير نوره ګټه واخلي.

خلكو د شهزاده د راتلو په خوشحالي كې سندرې ويلې او نڅاګاني  بې كولی.

په همدې حال كې د ښار په يوه لری او زاړه  كلي او كنډر كور كې  په وجود یوی  كمزورې او ناجوړې ښځې د مايوسۍ نه په ډكو سترګو د خپل ماشوم مخ ته كتلي كوم چې څو ثاينې مخكې پيدا شوى و.

دغه ښځه د څو ورځو وږې او ترحده ډېره مريضه وه خو دې خلكو او پاچا بيخي هيره كړې وه.

هغه يوازې وه او هېڅوك يې نه درلودل. باچا څه موده مخكې په يوه بل وطن  حمله كړې وه چې د دغه ښځې مېړه هم ورسره په جنګ كې شريك و او د هغه وطن  ديوه فوځي په توره د دغې ښځې مېړه سر له تنه بېل شوى و. (سر يې ورته غوڅ كړى و)

 

كله چې د بدلو غږ  بند شو دغه بد نصيبه او كمزورې مور خپل ماشوم په خپله  اوږه باندې واچوه ،  د خپل ماشوم مخ ته يې په ډېره مايوسۍ وكتل او بيا په ژړا سر شوه د هغې اوښكې داسې روانې وې تا به ويل چې هغه خپل ماشوم په اوښكو لمبوي.

ښځې په داسې غږ چې د هغې نه لوږه څرګندېدله خپل ماشوم ته داسی وويل:

«ای زما د زړه ټوټي تا خپل ځان ولې زما په غمونو کي شريك كړ، تا ولې هغه سپيڅلى ، پاک او ارام  ځاى پرېښود او  د مصيبتونو ، خود غرضي او د غمونو نه  ډكې دنيا ته راغلې، ته ولی هغې دنيا ته چې هغه د دردونو، تكليفونو او ظلمونو څخه ډكه ده ته ولې راغلې چېرته چې ټول خلک خود غرضه ، بی رحمه ، مکار او بی انصافه دی »

زما ګرانه !  زه تاته د اوښكو نه بغير بل څه نشم دركولى، آيا ته د  شيدو پر ځاى په  اوښكو لويدلى شې، زما سره ستا لپاره نه داسې جامې شته  او نه هم داسی څه چې د هغي له امله  ستا وجود ګرم وساتي ،آيا ته زما په غېږ كې په دې يخ كې ګرم پاتې كېدلى شې؟

ای زما د زړه ټوټي ! ځناور ټوله ورځ په ميدان كې څريږي او كله چې تياره خوره شي بيا خپلو ځايونو ته او په آرام اوده كېږي.

مرغان ټوله ورځ غلې او  دانې پسې ګرځي او د شپې د ونو په شاخونو كې په ارامه شپه تېروي.

اى زما د زړه ټوټې! ستا لپاره زه د   يخ نه د رپيدلې غېږې او ناجوړه بدن نه  بغیر بل څه نه لرم  چې تا په كې راونغاړم.

ناڅاپه ښځې خپل ځوى غېږې سره داسې كلك ونيوه ته به وايې چې هغه غواړي داد  خپل بدن سره يوځاى كړي.

بيا هغې د اوښكو ډكې سترګې خلاصې كړې او د اسمان په لور يې وکتل  او ويې ويل:

«اى خدايه! زما په دې بد نصيبه وطن رحم وكړې»

هغېلا  دا دعا نه وه خلاصه كړې چې د لمر سترګه د تورو وريځو څخه راښكاره شوه او د لمر وړانګې په هغه وران كور هم ولګيدلې په كوم كور كې چې دغه ښځه او د هغي ماشوم دواړه  غاړه په غاړه مړه پراته وو.

 

 د دمعة والبسامة كتاب ۵۹ مخ

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply