په هند کې افغان متعصبین روزل کیږي! /اکمل صافی

0 1,037

د هند په مختلفو ایالاتو کې ډیری افغانان د لیسانس او ماسترۍ په کچه روزل کیږي او د لګښت چاری یې د اي، سي، سي، آر ICCR)  (لخوا ورکول کیږي او د ځينې محدود بورسونو لګښت نړیوال بانک او د افغان دولت هم په غاړه لري.

د هند دولت خارجي زده کړیالانو ته دا حق ورکړی چې د خپل هېواد د خپلواکۍ ورځې لمانځنه وکړي، افغانان پدې ورځ د خپلو نومیالو ، اتلانو او په ځانګړي ډول د غازي امان الله خان څخه یادونه کوي او افغاني فرهنګ په نمایشي او لیکنې ډول نندارچیانو ته وړاندې کوي.خو د ځينې مغرض  او متعصب اشخاصو لخوا د خوښۍ مراسم په خپګان بدلیږي.

افغانان چې په کلتور مین خلک دي او د هر بل هېواد څخه خپل فرهنګ سره ډېره مینه لري، خو بدبختانه باید ووایم چې افغان محصلینو په هند کې خپل اتحاد و اتفاق ونشو ساتلی او د دسترخوان د سر خبرو ته یی د عمل جامه ورخپله کړه او سمتي، ژبني او قومي تعصباتو ته یې په پراخه پېمانه لمن وهل پېل کړل.

ځينی افغان زده کړیالان د خپلواکۍ او د نړیوال زده کړیالانو په ورځ د محلي  قوماندانانو انځورونه ځړوي چې دا کار د محصلینو د ناخوښۍ سبب کیږي او غونډه په ترخو الفاظو پای ته رسیږي. د افغان زده کړیالانو  زیاتره  جنجال د ملي اتڼ او قرسک پنجشیری په سر رامنځته کیږي ، ځينې محصلین د اتڼ پلویان وي او ځينې نور د قرسک . حتی د غونډې په ورځ د ملي بېرغ په نیولو هم چپه خوله نه پاتې کیږي او د هر قوم ځوان دا کوښښ کوي چې د بېرغ نیولو ویاړ خپل کړي که څه هم دا خبره د هند په ټولو پوهنتونونو او کالجونو کې یو شانتې نه ده، په ځينو پوهنتونو کې د  ټاکلي وخت څخه ډېره خه استفاده کیږي او په جوړ جاړي سره مخې ته ځي.

قومي، ژبني او سمتي تعصبات ځینو  ته د  پلرونو څخه په میراث ورته پاتی دی. د بېلګی په ډول د بنګلور پوهنتون د ګارډن سیټي کالج پېښه په ګوته کولی شو چې د افغان زده کړیالانو ترمنځ د (Afghan Day) یا د افغانانو په ورځ رامنځته شوه .

Afghan Day؛ افغانانو ته ځانګړی شوی ورځ ده چې په دې ورځ افغانان خپل کلتور څخه یادونه کوي. د یادې پېښې اصلي لامل د سیمه ییز قومندانانو او مشرانو انځورونو ځړول وو ، د افغانانو د خپلواکۍ او د افغان ډی په ورځ ګډونوال نه یوازی افغانان وي بلکی ؛ د پوهنتون استادان ، اداري کارمندان او د نورو هېوادونو محصلین پکی هم برخه اخلي چې افغاني  دود  و دستور سره ځانونه اشنا کړي.

افغانان په پردیو هېوادونو کې د خپل قومونو نماینده ګان ندي بلکې د یو ملت څخه نماینده ګي کوي، پرځای د دې چې د تیت او پاشل شوي ملت د یوځای کېدو لپاره لارې چارې ولټوي لا هم د نفاق لمن د غزولو کوښښ کوي. په هند کې د افغانستان درانه سفارت څخه هیله مند یو چې د زده کړیالانو ستونزو څخه ځان اګاه کړي او د قومي، سمتي او ژبني تعصباتو د لمنځه وړلو لپاره لاس په کار شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply