پښتانه د چین د دوو لویو پروژو په منځ کې / محمد داود نيازی

0 1,060

افغانستان په تاریخي لحاظ  د اقتصاد په برخه کې ډیرې ستونزې نه لرلې خلکو یې سوداګري او مالداري کوله، خپل ژوند یې مخ ته وړو، په تاریخي لحاظ  افغانستان د ختیز او لویدیز ترمنځ د وریښمو په لاره پروت هیواد و، چې تر ډيره بریده په نړۍ کې د يو ښه هيواد په سترګه ورته کتل کیدل.

خو تیرو لسیزو جګړو د دې هيواد هر څه له خاورو سره خاورې کړل او دا هيواد یې د نړۍ د غریبو هيوادونو په قطار کې راوست د دې هيواد له څلویښت سلنې ډیر خلک د بې وزلې د کرښې لاندې شول تر پينځوس سلنې ډیر خلک یې د زده کړو څخه بې برخې ، زرګونه خلک بیکار، پاکو اوبو،روغتیا او نورو ستونزو سره  لاس او ګریوان دي.

اوس چې چین د نړۍ دویم لوی اقتصاد دی او غواړي په سیمه کې دوه لویې پروژې د یو سړک یو کمر بند په نوم او دویمه لویه پروژه د چین پاکستان اقتصادي دهلیز په نامه  جوړې کړي.

د یو کمربند، پروژه د نړۍ له 65 هیوادونو څخه تیره، 4.4 انسانان به ترګټه اخلي چې د دې پروژې د پلي کیدو وخت 30څخه 35 کالو دی.د يو سړک، یو کمربند په رغوولو سره به اسیا له اروپا،منځني ختیز،افریقا سره د ځمکې او بهر له لارې ونښول شي چې په میلونونه انسانان به په کې کار کوي دا لار به میلیاردونو انسانانو ته دتګ راتګ زمینه برابره کړي.

خو له بده مرغه دا سړک د افغانستان له خاورې څخه نه تیريږي یوازې په یو کونج کې افغانستان وروسره نښلول شوی دی چې د ترکمنستان له لارې په ایران روانیزي ،ترکیه ته په همدې ډول خپل مسیر نیسي.

دویمه لویه پروژه چې د چین هیواد له خوا په سیمه کې پلي کيږي، د اسیا تر ټولو لویه پروژه ده چې مقبوظه افغانستان کې پلي کيږي، سلګونو زرو خلکو ته به کاري فرصتونه پیدا کوي ورسره نل لیکې،هوايی ډګرونه،پارکونه ،صنعتي زونونه او لسګونه سړکونه جوړ شي.

دا خو هغه لوی پروژې دي چې په سیمه کې پلي کيږي له بده مرغه د هغې لويې پروژې موږ برخه نه یو خو ولې کولای شو چې ځان وروسره ونښلوو. هغه ستونزې چې موږ په سلګونو کالو د ټرانزیټ په برخه کې لرلې کميږي .او دا پروژه تر ډیره بریده ستونزه هم نه لري خو اصلي ستونزه د دویمې لوې پروژې ده چې دلته یو ډول د قدرتونو تضاد دی ځکه امریکا نه غواړي  دا پروژه چین عملي کړي چې هندوستان او ایران د همدې پرورژې  په وړاندې د چاه بهار په بندر کې پانګونه کوي .

په همدې ډول افغانستان بیا یو بل فرصت لري چې ځان د داوړو پروژو ترمنځ د اتصال نقطه کړي، کويتې قندهار له لارې او بله لار د پيښور او ننګرهار له لارې کولای شي چې دا پروژې سره وصل کړي او بله اړخه په همدې لارو افغانستان د مرکزي اسیا او سویلي اسیا ترمنځ د اتصال نقطه هم ده  .

موږ د پاکستان له جوړښت سره مخالف یو او پاکستان په نړۍ کې د یو غاصب هیواد په توګه پيژنو ځکه زموږ یې زرګونه کیلو متره خاوره تر خپلې ولکې لاندې راوستې ده .خو دا په دې مانا نه ده چې موږ هغه ولس له پامه وغورځوو موږ باید د دې پروژې په عملي کېدو کې پوره پوره مرسته وکړو او هغه فرصتونه چې نن سبا د پښتنو په خاوره کې رامینځته شوي په پوره توګه تر ګټه واخلو او که دا کار ونه شي نو موږ به یو ځل بیا د نړۍ د پرمختګ له کاروان څخه بې برخې شو او دا چانس چې زموږ د اقتصادي پرمختګ لپاره تر ټولو مناسب دی له لاسه ورکړو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply