انسانیت زده کړه/ صبورګل صابر

0 1,500

ژوند کول پۀ دی نړۍ کې دهر ژوندې  سا لرونکې حق دی او ټول ژوند کوي، خو پۀ ژوند کې انسانیت جوړېدنه یوازي د انسان په برخه ده،  او پۀ هر انسان دا لازمه ده چې   انسانیت  زده کړي.
انسانیت جوړېدنه ډېری لاري لري، چې انسانیت پکشې زده کیږي او یو څوک دانسانیت خوږ مقام  ته رسیږي،  خو دوه اساسي   او آسانه لاري یې زۀ دلته لیکم چې کولي شي مونږ تر انسانیته ورسوي، او انسانیت رازده کړي.
لومړۍ اساسی لار،چې مونږ تر انسانیته رسوی،  د تعلیم اوتربیې زده کول دی.

که څوک غواړي ځان دانسانیت پر خوشبو لوند کړي،  باید چې تعلیم اوتربیي ته لومړې تو ب ورکړي، په تعلیم اوتربیه کې دانسانیت درسونه  ولولي، او  هر درس ته دعمل بڼه ورکړي، یواځي پر انساني درسونو څوک نشي کولې انسان جوړ شي،بلکې دانسانیت درس لومړې لوستل او وروسته یې دژوند په ډګر کې دعمل په بڼه څرګندول، دانسانیت جوړونې په معنا ده ·

انسانیت زده کول  زمونږ  واجبي  اړتیا ده ،که وګورو زمونږ نني ډېر مشکل پۀ دی کې دی، چې دانسانیت  له درسونو  ډېر لري تللی  یوو، که هری ستونزي  ته وکتل شي تر شایې دانسانیت نه شتون عمده لاملونه معلومیږي·
نو که مونږ د ټولنې ښادې او آرامې غواړو ؛باید دانسانیت درسونه زده او عملي کړو، او نور دتل لپاره هغه عادتونه پریږدو چې دانسانیت له چوکاټه سره سم نه وی،او یا هم دانسانیت پر چوکاټ کې  شتون ونه لري.
مخکې مو وویل: چې  انسانیت ته رسیدل لومړي او اساسی ګام  په تعلیم او تربیې باندی کولې شو، دتعلیم پر نعمت کولې شو،  چې دانسانیت  کرښې ته ځان ورسوو.

د تعلیم او تربیي کوم خنډونه چې مونږ اوس په خپل ګران  وطن کې لرو، که دهغو خنډونو د لري کولو پر  لار کې هڅې او کوششونه ونه کړو، دغه شته غنډونه به مو د ډېر وخت لپاره دانسانیت له کړې څخه معطل کړي، او د تل پۀ شان به بې انسانتوبه پاته شوي وه اوسو.

دوهمه لار دانسانیت جوړني،مطالعه کول دی،  دمطالعي پر مټ کولې شو، دانسانیت معیار ته ورسیږو، مطالعه یا کتاب لوستنه کولې شي چې دموفقو اشخاصو ژوند ته پکشې ورسیږو، دهغوی ژوند مطالعه کول دا رازده کولې شي، چې انسان کوم څه ته باید لومړیتوب ورکړي، او کوم څه باید له ځانه لري کړئ.
که نن مونږ په ځان کې وګورو، ددی دواړو “تعلیم، مطالعی” ته بېلکول  متوجي نه یوو،  نو ښه پر ډاډ سره ویلي شو، چې مونږ انسانیت ته رسيدل  نه غواړو.

که پۀ رښتیا انسانیت ته  ځانه رسوئ!  نو دالله لپاره اوس هم ناوخته نه ده، راځئ! همدا دوو کارونو ته ځانونه وقف کړو چې انسانیت زده کړو، کله چې مو انسانیت ته ځانونه ورسول،  بیا کولې شو چې ځان وپيژنو، کله چې مو ځان وپيژندلو، بیا کولې شو الله او دالله لار وپيژنو، کله چې مو الله وپيژانده، بیا کولې شو چې هم دا دنیا او هم  هغه بله  دنیا دځان لپاره جنت جوړ کړو!

د انسانیت زده کړه، یو له مهمو او اړینو موضاعاتو څخه ده، که زۀ ووایم چې بې انسانیته ژوند څخه نه ژوند ډېر بهتره ده، مبالغه به مي ځکه نه وی کړي، چې یو انسان چې بې انسانیته شي،  ټولنه پر رنځونو او دردونو کې  تل دهمدغه بې انسانیته کس له لاسه وی، نوداسي ژوندي انسان ته چې ټولنه یې په دردونو کې ښکیل کړي وی، مرګ ورته ښه او بهتر ده.
راځئ! انسانیت زده کړو، چې انسانیت بیا مونږ تر هر برې او کامیابې رسولي شي!؟

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply