مقاومت او ترهګري؛ دوه ناسمې جګړې / اسحاق سادات

0 849

دا بايد روښانه وي چې واک ته د رسيدو يا په واک کې د شريکيدو لپاره د وسلې راپورته کول يوه ناسمه، له تاوتريخوالي ډکه او مرګونې لار ده. دا له ورانۍ، مرګ ژوبلې او تباهۍ پرته نور هيڅ په ميراث نه پريږدي.

خو غواړو چې د شلمې پيړۍ په وروستۍ لسيزه کې د شمالي ټلوالۍ د مقاومت او د  طالبانو اوسنۍ جګړې تر منځ يوه لنډه پرتلنه او شننه وکړو.

شمال ټلواله چې په راس کې يې احمد شاه مسعود و، د طالبانو د واکمنۍ پر ضد يې په شمال کې مبارزه کوله چې دوی ورته مقاومت او د جهاد نوم ورکوي.  شمالي ټلوالې د طالبانو د واکمنۍ راپرځولو هڅې کولې چې تر منځ به يې د جګړو او اخ و ډب پر مهال وخت نا وخت ولسي خلکو ته هم مرګ ژوبله اوښته.

دا معلومه ده چې طالبان د پاکستان په مرسته واک ته ورسيدل او د همدوی له خوا يې ملاتړ هم کيده، خو ورسره جوخت دا هم بايده هيره نه کړو چې شمال ايتلاف ته هم وسلې، مهمات او پيسې د امريکا له خوا په پټه او ښکاره توګه ورکول کېدې.

د جګړې بڼه که هر ډول وه، خو ښکيلې په کې دوه افغان او مسلمانې ډلې وې، چې شمال ټلوالې خپله جګړه د مقاومت او جهاد په نوم يادوله.

اوس له يوې نيمې لسيزې زياته موده تيره شوه، جګړه لا هم روانه ده، خو يوازې بڼه يې تر دې کچې بدله شوې چې يوه خوا يې واک ته رسيدلې او بلې خوا يې وسله راپورته کړې.

کيسه کټ مټ هماغه ده، د شمال ټلوالې غړي واک ته رسيدلي او طالبانو ځانونه سنګر ته رسولي.

شمال ټلوالې په دې خاطر جګړه کوله چې طالبان د پاکستان له خوا پر افغانانو حاکمه شوې ډله ده، د افغانانو د وژنې، له زده کړو څخه يې د محرومولو او د ملت تر منځ د کرکې اچولو په موخه راغلي. اوس طالبان هم ادعا کوي چې اوسنی حکومت چې تر ډيره په کې د شمال ټلوالې مهم غړي حاکمان دي، د امريکا له خوا پر خلکو حاکم شوی نامشروع حکومت دی، خلکو سره په کې ظلم کيږي، فساد او فحشاه اوج ته رسيدلي.

خو جګړه بيا هم د دوو افغان او مسلمانو ډلو تر منځ ده، چې قرباني يې لا هم تر ډيره ولسي خلک ورکوي.

که څه هم دواړه ډلې د خپلو جګړو لپاره بېلابېل دلايل لري، نو اوس پوښته دا ده چې ولې يوې ته مشروع او بلې ته نامشروع وويل شي، يوې خوا ته ترهګر او بلې ته د مقاومت غازيان وويل شي؟

که نن طالب ترهګر دی، نو هغه مهال بايد شمال ټلواله هم ترهګره ډله وبلل شي، که د شمال ټلوالې غړي مجاهدين بلل کيږي، نو نن بايد طالبان هم مجاهدين وبلل شي.  دا ناانصافي ده چې ملاعمر ته ترهګر او احمد شاه مسعود ته ملي قهرمان ويل کيږي.

خو نه؛ قضاوت دا دی چې دې جګړې ته بايد داسې تعريف ورکړل شي، چې هغه وخت که شمال ايتلاف هم وسله د طالب پر ضد راپورته کړې وه، نامشروع وه او که اوس طالبانو هم وسله راپورته کړې نامشروع ده.

يوې خوا هم د خدای د رضا په خاطر جګړه نه ده کړې، د جګړې موخه يې يوازې او يوازې واک ته رسيدل وو، چې په ترڅ کې يې ميليونونه بې ګناه خلک ووژل شول،وزورول شول، بنديان شول او له هېواده تېښتې ته اړ کړای شول.  خو جګړه لا هم روانه ده …

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply