ځان وژنه/ محمدالله تبسم

0 1,261

ځان وژنه/ خود کشي

تا که له ښکلا راکې پو کړی ژوند ما دژوند په بیه دی ساتلی ژوند تبسم د زمکې په دې کره کې له انسانه نه واخله او بیا تر هر ژوندي ساه کښ یا په اصطلاح ذی روح شي یو ځل ژوند کړی. او چې ژوند یې ختم شوی دی بیا دلته نه دی راغلی. زما دا خبر دی دا معنی ونه لري چې ختمیدل د مطللق ختمیدلو او له منځه تللو په معنی ده. به مختلقو ادیانوکې د بیا ژوند خبره شوې ده او مونږ مسلمان له دې ژونده وروسته د برزخ او بیا د اخرت په ژوند عقیده لرو. خو زما دغه خبر صرف د فزیکي دنیا تر حده محدوده ده. او ددې ځای په اړه خبره کوم. انسان له اول نه تر اوسه ژوند سره مینه کړی د ژوند د ښکلي کیدو په اړه یې همیشه فکر کړی او که په ټوله کې ووایو د انسان د هرې هڅې تر شا همدا انګیزه وي چې ژوند یې ارام او دوام پیدا کړي. او مونږ او له مونږ نه مخکینی انسان د ژوند دبې کچې مینې شاهدان یو. خو کله داسې وشي چې بعضې انسانان په خپل لاس ژوند ته دپای ټکی کیښودل او د ژوند سفر په خپل لاس ختمول غواړي او یایې ختم کړي او د خپل ځان د وژنې فکر کوي او یا غواړي ځان ووژني. لا تر اوسه هیڅ کوم مذهب او عقیدې او د هیڅ تولنیزو اخلاقیاتو دې کاته جواز نه دی ورکړی او ټولو په یوه خوله ښه کار نه دی ګڼلی. او ځان وژونکی انسان یې یو ناکام او ګنهګار او …… بللی. له فکر کوونکو انسانانو سره دا سوال پیدا شوی چې ولې؟ څنګه ؟ او ددې مخنیوی څنګه ؟
د Suicide ټکی مو ډیر اوریدلی. دا ټکی په لومړي ځل په عیسوي۱۷۳۷ کې د غربي دنیا په فرانسه هیواد کې د دفونتن په نوم د یوه کس له خوا وکارول شو. او بیا دا اصطلاح ۲۵ کاله وروسته د فرانسې د علومو اکاډمۍ له لوري ومنل شوه او وکارول شوه. او د همدې هیواد د لغات نامۍ یو لفظ شو. دا ټکی د لاتیني ژبې له دوو ټکو نه چې sui یعنی زه او یا ځان او cide يې هم د وژلو په معنی دی. د خودکشی په هکله چې تر اوسه د روانشناسانو له خوا کوم څه وویل شوي دي تقریبا ټول منلۍ خبره یې داده چې (خودکشي ځان ته د زیان رسولو او وژلو اګاهانه عمل دی او د ضرورت مندو انسانانو له خوا د هغه ضرورت د لاسته راوړلو او یا د نا امیدی لپاره یې دا یوه حل لاري ګڼي. )
ورکیم چې په ځان وژنه یې یو اثر هم لیکلی او فرانسوي پوه دی. د ځان وژنې په تعریف کې د مستقیمي او غیر مستقیمي ځان وژنې اصطلاح ګانې اضافه کړي دی. دی وایي چې یو کس دی چې یو هغه انسانان چې وژونکي توکو سره مستقیم تماس پیدا کوي د مثال په ډول ځان په مرمۍ ولي او ځان وژنه کوي مستقیمه خودکشي ده او بل هغه انسانان دي چې ځان ته چې د وژلو نه بلکې د ځان زورولو په وجه ځان وژنه کوي. مثالونه یې لکه یو انسان د یوه خفګان له وجې په هفتو هفتو خوراک نه کوي او وجود یې بې تغذیې پاتې کیږي او بیا ژوند له لاسه ورکوي. یا هم هغه مذهبي ډلی لکه اهل تشیع چې په محرم کې ځان په زنځیرونو وهي او له ځانه وینه تویوي. د هغوئ منظور ځان وژل نه وي خو کله بیا داسې وشي چې د ډیرې وینې د ضایع کیدو له امله ځان له لاسه ورکړي. ورکیم په دې دواړو خودکشیو مستقیمه ځان وژنه له غیر مستقیمي قبیح تره ګڼي. همدارنګه ورکیم دا یادونه هم کوي چې د ټولو ځان ووژنکو تر هغې د مخه چې ځان ووژني د هغوئ ذهنيت او کړنې سره مشابه او ورته والی لري. او دا د دوی له لوری هاغه ضرورت ته چې دوی ترې مایوسه دي اخري او لوی اختار وي. او تقریبا په سلو کې ۷۰ انسان له نورو سره دا خبره شریکوي چې دی غواړي ځان ووژني. د ځان وژنې د عواملو په اړه چې اوسه کومې څیړنې شوي زیاتره یې د فرانسې او امریکا هیواد د ملي زده کړو د انستیوت له خوا شوي. نو دا په لاس راغلې چې د هر انسان چې دې کار ته مخه کړې د دری قسمه ضروریاتو یا لاملونو له وجې یې کړی.
۱ : کورنی ضرورت یا لامل ۲: ټولنیز ضرورت یا لامل ۳: جسمي ضرورت یا لامل دا په دې معنی چې تر اوسه انسان کله هغه څه چې غواړي چې کورنۍ کې یې ولري او یا یې له کورنۍ لاسته راوړي. یا هغه څه چې دی یې په ټولنه کې غواړي ولري او او یا یې له ټولنې لاسته راوړي . نو د هغه ضرورت کې د نیکړتیا او د نه پوره کیدلو په صورت کې مایوسه انسان یا کورنۍ او ټولنه په خپل مرګ اختار کړي او یا هم د دغه ځورونې نه خلاصون لاره مرګ تصور کړي او ځان وژنه وکړي. د جسمي ضرورت لامل هم همدا رنګه دی چې انسان هغه جسمي ضروریات چې باید ولري. خو نه یې لري یا ناقص وي اکثره یې بیا په ځان وژنه لاس پورې کړي. دمثال په دول یو انسان له شهواني پلوه کمزوری دی. دی ددی پر ځای چې د درملو لاره چاره اختیار کړي او یا هم د همدې کمزوری سره ژوند مخته یوسي مرګ یې د حل لاره بولي. د څیړنو له مخې تر اوسه یې چې ډیره ځان وژنه شوې ده جنس: سړیو له ښځو نه زیاته ځان وژنه کړی خو ښځو بیا د سړیو دری برابره د ځان وزنې اقدام کړی خو ځان وژنه نه ده ترسره شوی. عمر: تر ټولو زیاته ځانه وژنه ځوانانو چې عمر یې له ۲۰ نه تر ۳۵ کلونو پورې ده تر سره کړی ده. او همدارنګه د زمکې پر مخ ځان وژنه د ځوانانو د مرګ دریم نمبر لامل هم شمیرل شوی. مذهب: تر ټولو زیاته ځان وژنه یهودیت مذهب لارویانو او تر ټولو کمه ځان وژنه مسلمانانو کړې ده. مدنی وضعیت: لونډانو تر واده کړو دوه برابره ځان وژنه کړی او بیا هغوی چې د ژوند ملګری یې پریښې او طلاق شوي دي د ګډ ژوند کوونکو پر پرتله څلور چنده زیاته ځان وژنه کړې. نژاد: په توله نړی کې امریکایي سپین پوستو زیاته ځان وژنه کړې ده. ماحول: په ښار کې استوګنو انسانانو د کلیوالو په پرتله زیاته ځان وژنه کړې له ځان وژنی نه د مخه کړنی او علایم : ۱: خفګان ۲: د صمیمي او عاطفي اړیکو له منځه وړل ۳: مخکې له دې هم په ناکامه ځان وژنه لاس پورې کول ۴: ټولنیزه انزوا. یعنی په لوی لاس ځان له تولنی منزوي کول ۵: زیاته نشه کول ۶: د ځان وژنې په هکله نیغ په نیغه یا پټې خبرې کول
درنښت
وورور مو محمدالله تبسم

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply