ولسمشر غني نړیوال په پر پوهنه بې باوره کړل / ډاکتر میوند شهاب

0 887

هره ورځ د هېواد له یوې سیمې د پوهنې په سیستم د ګوزار خبر خپریږي؛ خو دا ټول ګوزارونه له یوه هغه سره نه دي سم چې ولسمشر او وزیر یې اسدالله حنیف بلخي په خپله د پوهنې په سیستم وکړ.

د ولسمشر غني په هېواد پالنه او صداقت شک هم ښايي سم نه وي؛ خو په نا اګاهانه ډول يې پوهنې داسې ګړنګ ته رسولې چې که جدي پام ورته ونه شي ښايي نسلونو مو ددې زیان بیه ورنشي کړای.

ولسمشر غني دوه میاشتې وړاندې ارګ کې له مدني فعالانو سره په ناسته کې چې ما هم په کې ګډون درلود په پوهنې وزارت کې له پراخ فساده سر وټکاوه او ویې ویل، چې ډیر ژر به د پوهنې وزارت په رهبرۍ کې له یوه ټکان ورکوونکي فساده پرده پورته کړي.

خو دوه میاشتې تېرې شوې، چې نه ولسمشر له دغه فساده پرده پورته کړه او نه یې د سیاسي معاملې قرباني شوی پوهنې وزارت له یوې سختې زیندۍ خلاص کړ.

ان له هغه ورځې چې د پوهنې نوی وزیر په دنده وګومارل شو، نیوکه دا وه چې په وزارت کې یې ګومارنې سلیقوي کړې او پراخ فساد ته یې بډې وهلې.

په پوهنې وزارت کې د فساد لسګونه بېلګې هم ښايي لږ وي، چې ولیکل شي، ګلبهار سنټر ته په کرایي ځای کې د وزارت د یوې برخې نقلول یې یوه بېلګه ده، چې د پوهنې وزیر پرې د دولت پورونه خلاصوي. (دا برخه په بله لیکنه کې)

وزارت لا د ملي یووالي حکومت له سیلۍ نه و خلاص شوی، چې اسدالله حنیف بلخي اعلان وکړ، چې په افغانستان کې د تېرو کلونو پر مهال سلګونه خیالي ښوونځي فعال دي او تېرو چارواکو یې پيسې حیف او میل کړې دي.

خو وروسته سیګار او نورو نړیوالو ادارو دغه راپور په کلکه رد کړ او په وینا یې دا ښوونځي چې اسدالله حنیف بلخي خیالي بللې د نړیوالو مرستندویانو هغه ښوونځي چې په پوهنې وزارت کې اوس هم نه دي ثبت.

دې کار د پوهنې لوی مرستندویان غصه کړل او د پوهنې ناخبره وزیر له دې نه و خبر، چې د سویډن یا نورو نړیوالو موسسو په څېر بنسټونه په افغانستان کې لسګونه داسې ښوونځي لري، چې په پوهنې وزارت پورې تړلي نه بلل کیږي.

دا ښوونځي ان د طالبانو له واکمنۍ بیا د یونس قانوني تر وزارته او ورپسې د نورمحمد قرقین، حنیف اتمر او فاروق وردګ د وزارت د دورې پر مهال فعال و.

د غني او بلخي د څرګندونو له امله د پوهنې له وزارت سره د نړیوال بانک، ډانیډا، جي پي اې، او ځېنو نورو بسټونو خپلې مرستې له وځنډولې، او دلیل یې دا و چې ددوی د کلونو مرستې خیالي وبلل شوې او یا یې په مرستو کې دومره فساد کیږي، چې ان ولسمشر ترې نالیږي.

تر ټولو لویه مرسته ۸۰۰ میلونه ډالر وه، چې د پوهنې د ودې لپاره پخوا منظوره شوې وه او د وزارت د کمزوري مدیریت له امله پر دغه وزارت ودرول شوه.

د پوهنې وزارت رسمي شمېرې وايي، چې چې درې کاله وړاندې کله چې د ملي یووالي حکومت رامنځ ته شو په ټول هېواد کې ۴۳۰ یا په همدې شاوخوا ښوونځي تړلي و؛ خو اوس د ۲۰۱۷ تر اکټوبره د تړلو ښوونځیو شمېر تر ۱۲۰۰ اوښتی دی.

دا ښوونځي یوازې په هغه سیمو کې تړل شوي، چې د پښتون اولاد په کې زده کړه کوي او په تېرو دورو کې دا ښوونځي که د طالبانو تر ولکه لاندې سیمو کې هم و پرانیستل شوي و.

په وزارت کې د فساد بېلګې او په ولایتونو کې د پوهنې تازه ستونزې په بله لیکنه کې….

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply