سروکي/ اربازخان ساپی

0 2,440

سروکي هغه لنډو شاعرانه نظمونو ته ویل کیږي چې د هنریت له مخې د لنډۍ په څير وي خو د جوړښت له مخې د لندۍ سره فرق ولري یا سروکي د پښتو ولسي سندرو یو خاص ډول دی .دغه سندری د پکتیا په منګلو کې د پام په نوم یادیږي لکه څنګه  چې له نوم څخه یې معلومیږي د سندرو د (سر) حیثیت لري او نوره سندره یې معمولا د لنډیو په واسطه بشپړیږي.

داسې ښکاري چې سروکي به د پښتو د ځینو نورو خاصو سندرو لکه:چاربیتیو،بدلو،بګتیو او لوبو پاتې شوني وي او نوره برخه به یې د وخت په تیریدو سره د خلکو له حافظو وتلي وي.او اوس یې د لنډیو په واسطه پوره کوي.

سروکي کله یوه مسره لري کله دوه کله درې یا څلور او کله هم له دی څخه زیات .چې ځینو فولکلور څیړونکو د سروکو دغه ترکیبي اجزاء د پاړکو په نوم یاد کړې لکه چه یوه مسرۍ لرونکی سروکي ته یو پاړکیز ،دوه مسرۍ لرونکی سروکی ته دوه پاړکیز او همداسې درې پاړکیز،څلورپاړکیز…وایې.

د سروکي جوړښت په طبعي ډول رامنځته شوی دی ، له دوو مسرو څخه تر پنځو آن تر اتو مسرو پورې رسیږي ، خو تر پنځو مسرو پورې ثابت شوی دی،

 

جانانه مه ځه تورې سترګې دې خماري دي

ګډې وډې لارې دي، مه  درومه ماښام دی

 

سروکي یو داسې فورم دی چې یوازې په پښتو ژبه کې موجود دی او په بله ژبه کې نه لیدل کیږي ، دا فورم یوازې د پښتو ژبې فورم دی چې په طبیعي او مصنوعي ډول موجود دي ،

طبیعي سروکي : هغه سروکي دي چې چا پکې لاسوهنه نه وي کړي ، د پخوا څخه په هماغه یو شکل کې تر اوسه رارسیدلی وي .

مصنوعي سروکي : هغه سروکي دي چې لومړي چا ویلې ده ، چې سر يې پاتې وي او وروسته بندونه يې د هیره وتلي وي ، خو یو کس هغه بندونو پورې نور بندونه تړلي وي او پوره کړی يې وي .

 

درې مسریزه ســـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــروکي:

پسی ور جګ کړی سره لاسونه

لنډ کړه د ټیکۍ مزی دی

خال به دې وران شي

 

سروکي د یوې محرومې طبقې د زړه غږ یا د ژوند رنګین تفسیر دی ، اکثره عشقي بڼه لري ، خو حماسي او تراژیدي هم موجود دی . سروکي زمونږ د ژوند ، زمونږ د خلکو د ژوند يو رنګین تفسیر دی ، چې زمونږ د ژوند سره اړه لري او زمونږ پخوانۍ ژوند مونږ ته راپيژني چي پدې کې د ټولنې د محرومې طبقې ( ښځینه طبقې ) د زړه غږ موجود دی د مظلوم ولس د مظلومانه ژوند اواز .

 

 

څلور مسریزه ســــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــروکي:

 

شینکي رودونه

وَباچا د بلـــــخ

بلخ درې درې

شینکي رودونه

 

په سروکو کې بدیعې یا  هنري پانګه ډیره زیاته ده چې سروکو ته يې یوه بله ښکلا ورکړې ده ، کوم بدیع ، تشبیه ، کنایه او داسې نور چې مونږ يې اوس پیژنو په سروکو کې د پخوا څخه موجود وه ، چې دې بدیعي اړخ یوه ښکلې منظر کشي په سروکو کې ایجاد کړې دې او مونږ ته خپل پخوانۍ ژوند را یاده وی ، ځکه زمونږ ژوند هغه سره تړلی دی ، الفاظ يې کلیوالي دي خو هنري اړخ يې ډیر زیات دی .

 

 

پنځه مسریزه ســــــــــــــــــــــــــــــــــــــروکي:

 

بی بی شرینې

زیړي ګلونه

راباندې واچوه

یوه لونګۍ

جوړه لاسونه

 

د حروفو یا د غږ تکرار سروکو ته موسقیت ورکوي ، چې دا موسقیت  اوریدونکي او لوستونکي ته یو ډول احساس او خوند ورکوي ، سروکي زیاتره د ټنګ ټکور په حظور کې ویل کیږي که موسقیت پکې نه وي نو هیڅوک ترې خوند نشي اخستلای ، همدا موسقیت دی چې سروکو ته يې یو ډول خاصه ځانګړنه او خوند ورکړي چې په هر چا ښه لګیږي .

سروکي هغه شتمنه برخه ده چې زمونږ ژوند انځوروي ، کله کله لنډۍ هم سورکي ګرځي .

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply