پاکستان بیا لوبه کول غواړي / انجنير عبدالكبير حساس

0 652
پاکستان د جوړښت له مخې د ټبرونو د یووالې پر بنسټ منځته نه دی راغلی، بلکې د انګریزانو د څو ګو‌ډاګیانو د منحوثو آندونو پر بنسټ منځته راغلې، پوځ او استخباراتي کړۍ یې اداره کوي، د اوسیدونکو خیال او آند ته هیڅ ارزښت نه ورکوي، کومه ستراتیژې چې استخبارات جوړوي، هغه پلې کیږي او ملکې دولتونه یې هسې نمایشي بڼه لري او په دولتدارۍ کې هیڅ ځانګړی رول نه لوبوي.
په تیرو څلورو لسیزو کې دا څرګنده شوې چې د پاکستان د استخباراتو پالیسي په ګاون‌ډیو هیوادونو کې په ځانګړې توګه په افغانستان کې د لاسوهنې او پټې جګړې پالیسې ده، چې دا پالیسې له تروریستي ‌ډلو څخه په ګټې اخیستنې سره پر مخ وړي، دې ‌ډلو ته پیسې، وسلې، پوځي تجهیزات، دوی او کورنیو ته یې خوندي ځایونه، روغتیایي خدمتونه او جګړه ئیز پلانونه برابروي، له نړیوالې ټولنې څخه تروریستي ‌ډلو سره د مبارزې په پلمه په میلیاردونه ‌ډالر تر لاسه کوي خو برعکس د مبارزې پر ځای له تروریستي ‌ډلو سره مرسته کوي او په افغانستان د جګړو د دوام لپاره دا میلیاردونه ‌ډالر په مصرف رسوي.
پاکستان چې د افغانستان د اوسني ولسمشر جلالتمآب ‌ډاکټر محمداشرف غني د واضح او توندو سیاستونو پر وړاندې پر ګون‌ډو کیدو دی او د نړیوالو په ځانکړې توګه د امریکا له سختو غبرګونونو سره مخ دی، تر دې چې نور د انزوا تر کرښو رسیږي، یو ځل بیا کوښښ کوي چې نړۍ او افغانستان ته په چل ورکولو سره دا لوبه وګټي، جنرال باجوه یوازې د همدې لوبې د پیل لپاره راغلی دی، که چیرې دوی رښتینې اوسي، نو د دې ټکي د معلومولو لپاره باید دوی ته هم هغه پخواني شرطونه کیښودل شي، لکه د دوه مخي سیاست له منځه وړل، د طالبانو سولې ته راوستل، په افغانستان کې د چاودنو په ټپه دریدل، د جګړو په کرښو کې د اوربند اعلان، اقتصادي تړونونو ته درناوی، له هندوستان سره د افغانستان د تجارتي لارو خلاصول، په افغانستان کې د پراختیایي پروژو مخه نه ‌ډب کول او داسې نور مهم شرطونه باید د پلي کولو تر کرښو ورسوي، که چیرې پورته یاد شوي موارد نشي منلی نو افغان دولت دې هم دوی ته وخت مه ورکوي، دا بیا هسې د وخت ضایع کول دي، خپل سیاست ته دې ولسمشر غني په همدې ‌ډول دوام ورکړي، تر څو یې په اقتصادي او سیاسي ‌‌ډګرونو کې له داسې انزوا سره مخ کړي چې د بیرته راګرځیدلو هیڅ چاره ونه لري او د ټوټه، ټوټه کیدو سبب یې وګرځي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply