د غنی بابا لاسته راوړنې / عبدالباري عارض

0 1,353

په یو عمومی ځغلنده نظر هغه عمده کارونه چی په درو کلونو کی تر سره شویدی.
وړاندی تر هرڅه لمړی باید د هیواد نازک حالت چی بحرانی حالت هم ورته ویلای سو په بیطرفانه او صادقانه ډول کم تر کمه د ځان سره وسنجول شي چی پدی حالت یو گام مخ په وړاندی تگ ستونزمن کار دی هر وړاندی تگ لور ظرفیت، خاص تدبیر، پوره انرژی، ډیر کار او کافی زړه ورتیا ایجابوی. چی دا ټول خصوصیات په یوه سپین ږیري کی راټولیدل عادی کار ندی یوازی یو مفکر کولای سی دا خصوصیات ولری.
پداسی حال کی چی په هیواد کی بیلا بیل د قدرت مرکزونه او باغیان شتون لری لاندی کارونه ترسره کول ساده خبره نده شاید د سیاست سره نا آشنا خلگ څرنګه چې حکومتی تجربه نلری عادی کار یی وگڼی تر هغه ځایه چی زه د ځینو احساساتی ځوانانو نظریات وینم هغوی په جادو، سحر او منتر غواړی چی سهار د خوبه را پاڅی هرڅه سم وی اقتصاد د غرب سره برابر وی پوځ د سیمی په سطح سمبال وی امنیت تامین وی، جاسوسی شبکی ړنگی وی د هیواد بیا رغونه تکمیل وی بیکاری شتون ونلری، غاصبین ځپل سوی وی کار اهل کار ته سپارل سوی وی او حتی دی پر لوړه چوکی گمارل سوی وی لاسوهونکی هیوادونه پر گونډو سوی وی خلاصه هرڅه د ده د میل سره برابر وی.
لنډه به یی کړو د سپین ږیری بابا کارونه وشمیری.
په اقتصادی ډگرکې:
1: د تاپی پروژی فاینل کیدل
2: د کاسه یکهزار پروژی پیل
3: د سلما بند عملا گتی ته سپارل
4:  د چا بهار بند گټی ته سپارل
5:د کنړ پر سیند د سروی پیل
6: د نیمروز ولایت د بند جوړیدل
7:د افغانستان پیوستون د نړیوال تجارتی شورا سره
8:د کمال خان د بند کار پیل کیدل
9:وشمال هیوادونو ته د تجارتی لارو خلاصیدل
10:د پاکستان پر لارو د اتکا کمیدل
په نړیواله برخه کی:
1:یو ځل بیا د افغانستان مطرح کیدل په نړیوال محور کی
2:د پاکستان په وړاندی بریالی لابی
3:پاکستان تر نړیوال فشار لاندی کیدل او د امریکا د نقدی مرستو قطع کیدل پر هغوی
4: د هند او منځنۍ آسیا سره د روابطو پراختیا
په پوځي ساحه کی:
1: د پوځ نسبی تجهیز کول
2:د هوایی ځواکونو پیاوړی کیدل او د هند او امریکا څخه د الوتکو ترلاسه کول
3:د پوځ غیر سیاسی کیدو د بهیر پیل
4:د خاصی قطعی پراختیا تر فرقی
5:د لمړی خل لپاره د امنیتی ځواکونو څلور کلنه ستراتیژی تدوین
په ټولنیزه برخه کی:
1: د لوړو مفسیدونو لیری کیدل له وزارتونو څخه
2: د هندوستان د صادراتو او وارداتو لپاره د هوایی دهلیز جوړیدل
3: د پایتخت د زون مستقله اداره جوړیدل او نور نور
دا تول کارونه په تیره یوه پیړی کی په هیواد کی ندی ترسره سوی ولی بابا په درو سختو کلونو کی ترسره کړل پداسی حال کی چی د کور دننه د راز راز ستونزو سره سره.
زه نه پوهیږم نور د دی سپین ږیري څخه نور څه غواړی انکار نسی کیدای چی ستونزی او ناخوالی نوری هم مخته پرتی دی خو انصاف ندی چی بیا هم سالم انتقاد نه بلکه سپکی سپوری ورته وویل سی ریالیست او واقعیت گرا واو سئ د شخصیت په درنښت کی رول لري.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply