غني هم ورو ورو د کرزي په پل پل ږدي/ اجمل ستانکزی

0 1,273

سپينه خبره
غني هم ورو ورو د کرزي په پل پل ږدي. په شاوخوا درې کاله کې ده حتا پخپله حصه دولت کې هم د کار خلک ونه ټاکل. یا خو دا دیرش میلونه نفوس پرته له کومې استثنا ټول غله او خاینان دي او یا ده هم غلو او جنګسالارانو سره لاس یو کړی. ځکه خو هماغه ناکام خلک بیا بیا کله دلته او کله هلته ټاکي. هماغه د شیردل او پردل قیصه روانه ده. له یو ځای نه یې لرې کړي بل ځای یې مقرر کړي. لکه افغانستان چې د یو څو سوه کسانو تجارتي پروژه وي. افسوس د هغو امنیتي ځواکونو په حال چې د دې بې وجدانه مشرانو لپاره شپه او ورځ قربانیانې ورکوي. بس افغانان داسې ګیر دي چې له یوې خوا یې وحشي ټالیب ژوند ته نه پریږدي او له بلې خوا یې دولت په غم کې نه دی.
ولسمشره! اوسمهال افغانستان پنځوس کاله اوږدو پروژو ته نه بلکې لنډمهاله پروژو ته ضرورت لري چې د خلکو ژوند او فکر ورسره ښه شي.ستا ځینې کارونه داسې دي لکه د یو کس چې خیټه خوږیږي او ته ورته د تیتانوس واکسین لګوې. اول یې د خیټې د درد غم خوړل پکار دي. د ملت د خیټې درد ستا نااهله والیان، وزیران، ریسان او قومندانان دي چې ډیری یې تر اوسه پخپله دنده کې ناکام دي. د دوی ناکامي ستا ناکامي ده. داسې ښکاري چې دا پاتې دوره به دې هم همداسې په ګډوډیو کې تیره شي. دوه کاله پس به لکه د کرزي بیا رایه غواړې او خلکو ته به غټې غټې وعدې ورکوې که څه هم ښه به پوهیږې چې دغه وعدې نشې پوره کولای. یو زیات شمیر پسونه به بیا هم د قوم او ژبې په خاطر رایه درکړي.
د ننګرهار او کابل په لاره کې به ټالیبان اتڼونه کوي، د لوګر او کابل په لاره کې به پاټکونه اچوي او په امنیتي پوستو به حملې کوي، د کندهار او کابل لارو کې به ان هغه امنیتي ځواکونه هم په ډار تیریږي… خو ستا نااهله والیان به ترینه خبر هم نه وي. پدې والیانو، وزیرانو او امنیه قومندانانو کې دې هم ذره غیرت او انسانیت نشته چې استعفا ورکړي. ښه به پوهیږي چې نه یې شي کولای او د چوکۍ اهل نه دي، خو بیا به یې هم چوکۍ ځان پورې سریښ کړې وي.
افغانستان یو قاطع ولسمشر ته ضرورت لري. داسې ولسمشر چې نه د جنګسالارانو او نه د قومي او سیمیزو مشرانو فشار ته سر ټیټ کړي. سم ته سم ووايي او غلط ته غلط او بیا پخپله خبره تر اخره کلک ودریږي. که څه هم قومي او دیني ټیکداران به ترینه پدې کار خفه شي او یا به اختارونه ورکړي، خو دی یې هیڅ پروا ونلري. داسې نه چې د یو جنګسالار د اختار په وجه څو ورځې له ارګه ونشي وتلای. یا د عطا په نوم اوریدو کټ کټ په خندا شي خو چې د عمل وخت راشي بیا یې غوږونه مړه اچولي وي. یا به فهیم ورته کنځا کوي او دی به ورته خاندي. یا به د جنګسالارانو او بدماشانو د پخلا کولو او خوشالولو لپاره د هغوی کورو ته ځي…. لنډه دا چې مونږ داسې ولسمشر ته ضرورت لرو چې ملت وساتي نه خپله چوکۍ.
نور مو دا غلط قبیلوي فکر بدل کړئ. د دین، قوم او ژبې لپاره د هیڅ خاین ملاتړ مه کوئ. دا خاینان که له یوې خوا دولت په دندو ګماري خو له بلې خوا یې همدا تاسې ملاتړ کوئ. لږ مو په ګریوان کې سر ټیټ کړئ او له ځان سره محاسبه وکړئ چې د کوم خاین ملاتړ کوئ که نه؟ د خپل وجدان په محکمه کې مو ودریږئ او له ځانه پوښتنه وکړئ چې دا فلانی قومندان، جنګیالۍ، ملا، ملک، وزیر، ریس، والي او بل چې تاسې یې په ملاتړ حتا یوه خبره هم کوئ ایا خاین دی که سم انسان دی؟ نور د خلکو په ږیرو، لونګیو، نیکتایانو، دریشیانو او غټو غټو خبرو مه غلطیږئ.
هندو کاندید مو هم چې د هیواد په ګټه وي رایه ورکړئ. نور دې هغوی هم ورک شي چې د ملي ګټو په ځای د غني په ضد د کرزي ملاتړ کوي او یا د کرزي په ضد د غني ملاتړ کوي او یا هم د ټلوالې په ضد د دواړو ملاتړ کوي. د ملاتړ اساس مو باید یوازې ملي ګټې وي نه شخصي تعصب او کینه.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply