معلم / محمد انور ولید

0 1,818

نن په افغانستان کې د معلم ورځ ده . خو معلم څوک دئ ؟ د معلم دنده څه ده ؟ د معلم په ښوونه او روزنه کې څومره معنوي زوردئ ؟ آیا معلم نظامونه او نړۍ جوړولای او ړنګولای شي ، که بل څوک ؟ آیا په افغانستان کې معلم څوک پېژني ؟ آیا د معلم هویت ، حیثبیت اووقارته چاپه درنه سترګه کتلي ؟ آیا د معلم حق د حکومت او ټولنې له خوا ادأ شوی ؟

دا ، اودېته ورته نورې ډېرې پو ښتنې شته چې باید ټولنه ، چارواکي او وخت یې خپله ځواب ورکړي .

اوس را ځم دې ټکې ته چې معلم څوک دئ ؟ ښکاره خبره ده چې معلم په حقیقي معنا خپله یوازي یوالله (ج) دئ ، ځکه الله (ج) همغه یوبې پروا ذات (ج) دئ چې نه هغه  له چا څخه پیدا شوی ،اونه له هغه  څخه بل څوک پیدا شوي دي ، اونه کوف (سیال اوشریک) لري .د ټولوعالمونورب (پیداکوونکی) دئ .د هرڅه پرحال ، استقبال اوتېره ماضي باندې بشپړمحاط علم لري اوقادردئ .

ټول پیدا شوي اوپیدا کېدونکې دده دعلم په احاطه اواراده کې دي . علم او نور ټول شته د الله (ج) دي ، هغه یې خالق او مالک دئ . که الله (ج) وغواړي ترې ورکوي یې اوکه وغواړې ترې اخلي یې . یعنې عزت ، ذلت ، پاچاهي او ګدایي ټول د هغه په واک اختیارکې دي ، له شپو څخه ورځې او له ورځو څخه شپې ، اوهمداسې له مړوڅخه ژوندي اوله ژوندیو څخه مړه زیږوي .

د همداسې ذاتي صفاتولرونکی خدای (ج) ترټولې هستۍ مخکې لومړنی معلم دئ چې ملائکو، شیطانانو ، پېریانواوآدمي ځوځات ته یې د قلم اوژبې په برکت علم وروښود . خپل فرمانونه یې د آسماني صحیفواوکتابونو په شکل د وخت د اړتیا له مخې له بابا آدمه ترمحمد مصطفی (ص) پورې دلارورکي بشریت دلارښوونې له پاره دعقل اوحیأ پربنسټ د خپلومقربوملائکو په لاس ورولېږل .

ترالله (ج) وروسته ملائکې دوهم معلم او د الهې فرمانونو رسوونکي (پیغمبران) (ع) درېیم معلم ، ائېمه دین څلورم معلم اوعامه ښوونکې پنځم معلم دئ چې د بشریت د لارښوونې رسالت پرغاړه لري .

د یادولوده چې دلته زما مطلب له هغو معلمینو څخه دئ چې د اولیاء الرحمن پرپله یې پل اېښی ، نه د اولیاء الشیطان . ځکه اولیاءالرحمن معلم خلک سمې لارې ته برابرول غواړي اود انساني تعمیرپه رغولوکې معلم ترټولومخکښ معماردئ چې ټولنه د فلاحت اورستګارۍ پرخوا رهبري کوي ، اواولیاءالشیطان لکه د مافیایې کړیومشران بیا د ټولوانساني غوښتنوخلاف انسان اوانساني نړۍ د نفساني او شیطاني کارونود سر صدقه کوي . چې دېته بیا معلم اولارښود نه ویل کېږي ، بلکې دا سې عناصر بیا د بشرد خطا ایستلو، ښکارکولواوحقوقوپایمالولوشیطاني لارښوونکي دي چې انسان او انساني نړۍ به هېڅکله هم ورسره د آرام ژوند ونه کړي ، دنیا اوآخرت دواړه یې ورتباه او برباد کړي ، اوانساني هستي تر اسفل من النارپورې ورسوي .

خواصلي معلم داسې لارښود دئ چې انسان ترعرش معلی پورې رسولی شي ، له کوره ترګورپورې د خپل وظیفوي او وجداني مسؤولیت اوسپېڅلي رسالت له مخې پرخپلو زده کوونکو باندې زده کړې کوي ، په نړۍ کې د انساني تعمیر لومړنۍ خښتې سمې اوپرځای باندې ږدي ترځوپه راتلونکې کې یوانسان د بل انسان غلام اوبادارجوړنه شي ، حق حقدارته په کې ورسېږي او انسان د انسان ترڅنګ په ډاډه زړه خپل ژوند داسې تېرکړي چې هلته د چا د سر، مال او ناموس خطره وجود ونه لري .

هو ! همداسې معلم چې د خلکود اولادونوپرراتلونکي برخلیک باندې ملنډې ونه وهي . وخت یې خوشې ورضایع نه کړي . هغوی تل هڅاند ، پیاوړي او نه ستړي کېدونکي په داسې روحیې سره روزي چې اوسني نسلونه راتلونکونسلونوته مثبت او با مسؤولیته کاروکړي ، ترڅو راتلونکي نسلونه یې مېوه وخوري اود تېرونسلونوکړه وړه د خپلې لارې مشال جوړکړي .

زموږټولنه او ټوله نړۍ همدغه ډول ښوونکو او معلم ته اړتیا لري . خو کله چې داسې څوک ومومي ، نو پرټولنه او چارواکو باندې یې د معلم سپېڅلي مقام ته درناوی هم اړین دئ ، چارواکې باید د معلم ټولو حقوقو ته په درنه سترګه وګوري او د هغوی په تأمین او تمویل کې پوره پوره مرسته ورسره وکړي . ځکه چې نن سبا معلم ، او د معلم مقام په افغانستان کې له پامه لوېدلی .

په داسې حال کې چې په نوره نړۍ کې معلم داسې څوک جوړېدای شي چې په کانکورکې ترټولولوړې نمرې اخلي . خو په افغانستان کې معلم داسې څوک جوړېږي چې په کانکورکې ترټولو ټيتې نمرې اخلي .یو نیم خو بیا داسې هم وي چې د معلمۍ سپېڅلې دنده خوند ورکوي او په خپله خوښه یې لومړی انتخاب هغه پو هنځۍ او یا تعلیمي مؤسسې وي چې معلم په کې روزل کېږي . خودا بیا د ګوتو په شماردي .

حکومت باید دې ټکي ته ډېره پاملرنه وکړې ځکه چې د ټولنې اوراتلونکونسلونو د ښې اوبدې ټول مسؤولیت د حکومت پرغاړه دئ . معلم دي چې د هېواد د راتلونکې له پاره وزیرجوړوي ، والي جوړوي ، قوماندان جوړوي ، جنرال جوړوي ، پارلمان جوړوي ، قضأ جوړوي ، سوداګر جوړوي ، ډاکټرجوړوي ، انجنیر جوړوي . ملا جوړوي ، سیاستوال جوړوي او سیمه او نړۍ جوړوي . نو روغ او تل پاتې بنیاد اېښودلو ته روغ معمار په کار دئ ، تر څو د انسانیت تعمیر و نه نړېږي .

په دې معنا چې معلم باید یونورمال او ثابت محوره شخص وي ، ترڅویادو ټولو برخوته له خپل محوره په متوازنه توګه په یوه فاصله کې خپل رسالت ادأ کړي . نه چې په راتلونکې کې د هېواد دری ګونې قوې پرفسادونو، قتلونو ، اختطافونو، چوراوچپاول ، اونوروناوړه عاداتوباندې وروزي . په افغانستان ، سیمه او ټوله نړۍ کې د ټولو انساني صفاتو اوخواصو لرونکومعلمینو په هیله .

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply