لوبېدلی پاکستان اوس ستړی شوی / حامد مایار

0 1,574

پاکستان د افغانستان د تر ټولو نیږدې ګانډيتوب ترڅنګ تر نورو ټولو هېوادونو له زهره ډک هېواد هم دی چې څو لسیزې یې په مسلسل ډول مجبوره افغانان په ډېرې بې رحمۍ چیچيلي او دا لړۍ لاهم روانه ده.

پاکستان، افغانستان خپله د یو شمېر بې ضمیره افغانانو په مټ په ملا مات کړ، او لاهم په پرېوتي افغانستان باندې یې نه یوازې چې زړه سوړ نه دی بلکې د راتلونکو نسلونو د تضعیف او نابودۍ لپاره یې تخم هم شيندلی .

د کابل او ډهلۍ تر منځ پخوانیو او اوسنیو اړیکو ته په کتو اسلام آباد پر دواړو سخت قهر خو مجبوره افغانستان د پاکستان د قهر بیه پرې کوي.

که چېرې په دې جغرافیا کې هند او افغانستان دواړه د پاکستان سره د رقابت توان ولري د پاکستان د ضعیفه کېدو یقني خبره پر ځای ان د له منځه تلو او پاشل کېدو اټکل یې هم کېدای شي.

د افغانستان او هند تر منځ ګېر پاکستان دې ټولو تاوانونو او اټکلونو ته په پام د خپل قدرت او تخریب ټول تمرکز په دې خوا( افغانستان) باندې راغونډ کړی دی.

د پاکستان د نړیوالو اصولو خلاف اعمالو ته نړیوال نه یوازې دا چې متوجې دي بلکې په ډېرو پلانونو کې ورسره پوره پوره همکار وو.

داسې هم ویلی شوو چې په آسیا کې پاکستان د زبر ځواکه هېوادونو د لاس آله ده چې د چین او روسیې د څار او هغوی ته د ضربې رسولو په خاطر ځان ته وفادار ګروپونه د امریکا د قوت ښودلو په خاطر نمایش ته وړاندې کول خو له  چین سره ژورو اړیکو او روسیې ته د دوستی لاس اوږدېدو امریکا ته بهانه جوړه کړه تر څو نوې ستراتيژي عمل ته وړاندې کړي.

د ټرمپ له راتګ سره اوس هر څه د پخواني امریکايي سیاست خلاف روان دي، ټرمپ سوداګر دی او تجربو ښودلې چې سوداګر تل پایلو ته په تمه وي .

پاکستان چې اوس د دوی لپاره ټګ او دوه مخی دی، تر بل هر وخت تر فشار لاندې دی او ټينګار هم دا دی که پاکستان خپل دریځ بدل نه کړي نو فشار به لا قوت پیدا کړي.

پاکستان د امریکا د توجو له محراق څخه د خلاصون لپاره یوازې افغانستان لري، دوی اوس هڅه پيل کړې تر څو پر ځان د کابل باور پيدا کړي او له دې لارې دوی د امریکا فشار له خپلو اوږو کوزولی شي.

د پاکستان د لوی درستیز په وروستي سفر کې تر دې حده مهمې خبرې شوې چې د لومړي ځل لپاره ولسمشرغني سیاسي او جهادي مشران د سلا مشورو لپاره ارګ ته وربللي وو.

اوس دلته پاکستان نښه پخه کړې او که چېرې په هدف ولګیږي نو په سیمه کې رامنځته شوی وضعیت ژر بدلېدلی شي.

کابل باید پاکستان ته بیا فرصت ورنکړي او دا ځل باید هر څه په عمل کې ترې وغواړي، که دا ځل بیا حکومت له پاکستان څخه شفاهي ژمنې واخلي نو خطرات یې تر بل هر وخت زیات او له لوی تاوان سره مل کېدای شي.

پاکستان مجبور دی، له مجبورۍ باید ګټه پورته شي هغوی بله لار نلري څو چې د افغانستان د ستونزې په تړاو هغوی عملي ګام وانخلي نو دغه لاره باید پرې بنده وساتل شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply