طنز – محمود نظری- آیا  زه کوم  بیغیرته یم !؟

0 1,003

زه کوم بیغرته یم چي پلار وطن مي پروت وران دی

زه کوم بې همیته یم چي مور وطن مي دبل ډیران دی

ز ه پېنځه زره کلن تاریخ لرم ته خبر یې که نه!؟

زه کوم دووس یم  چې د بل وطن راباندې ګران دی

زه کوم لیونی یم چې خپل  وطن په پوراوافغانی پلورم

زما وطن زما لخوا یوازي په نغده ډالر پیسه قربان دی

***

زموږ خلکو والا سمي پښې نیغي غځولي مړه دي

دوطن په چاره کې  والا سم کنګل نیولي ساړه دی

یوازې خپله  غټه ګیډه پيژني او د هغه اتومات لفت

هر خاین ته یې والا پر مځکه سر ايښي په سجده دي

څوک خوشمړي زیرمه کوي څوک یې بهر ځغلوي

د وطن ژغورولوقیام ته والا  لکه تور کاڼي  کاڼه دي

پر بدو تر ښو ډیر ویاړي او خورا ډیر افتخار کوي

اشغال ښه بولي په سترګويي د بیغیرتي سپین رانجه دي

***

دمرداریو په صفتونه  لکه زلغوږي نه مړیږو

دمردارو تعریف کې مو خوله لکه سمساره ایله  ده

ټوله ورځ په اشغال  او د بل په آزادي ویاړ کوو

خوښه مو دلوی او ووړ یوازي سیاسي توکم پالنه ده

په غلا او ملي شتمنیو په وړولو کې ښه تیز رفتار یو

هر یو مو د مردارو  په ځغلولو  کې خزدکه مرغټانه ده

مرداري هم خپله په مزه څټو هم یې په خپل اولادو څټو

اولادونه مو حرمونی سوه ځکه مرداره یې اب اودانه ده

وجدان مو په تراټ تښتیدلی اوس یوازې جو دان لرو

وايو ټوله یې خوري مرداره راته سوې  پاکه حلاله ده

څوک چي مردار ته حلال وایي سوټي ورته ګوري

په سوټي وهل نه دی هلته ددې خلکو لپاره بله معامله ده

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply