د اقتصادي اړیکو پراختیا پرمختګ ته لاره هواروي

0 1,101

د اقتصادي اړیکو پراختیا پرمختګ ته لاره هواروي
د ټولنو اقتصادي پراختیا او پرمختګ د هېوادونو ترمنځ د اړیکو په ټینګښت، راکړه او ورکړه او همدا ډول د اړتیا وړ توکو د ترلاسه کولو پورې اړه لري. د اقتصادي پراختیا یوازېنۍ لار سوداګري ده، ځکه چې سوداګري د هېوادونو د نږدېوالي تر ټولو مهم لامل ګڼل کیږي، او سر بېره پردې سوداګري د ا قتصادي ودې په چټکتیا کې مهم رول لري.
چین د آسیا د سترو اقتصادي هېوادونو په سر کې دی او د نړۍ له دویم درجې اقتصادي هېوادونو څخه شمیرل کیږي، چې کلنۍ وده یې ۲۰۱۶ زیږدیز کال کې اته سلنه اټکل شوې ده. په همدې بنسټ چین د نړۍ په ځانګړي توګه د سیمې هېوادونو اومه توکو ته ډیره اړتیا لري او له همدې کبله غواړي چې له افغانستان سره یې اړیکې پراختیا ومومي.
اوسمهال چین هیله لري چې د افغانستان د اقتصادي ودې په موخه په څلورو حوزو کې خپل رغنده رول ترسره کړي چې لاندې کرښو کې یې توضیحات ورکړل شوي دي.
الف: چین د اقتصادي ستر هېواد په توګه پر پاکستان فشار راوړلی شي، څو د افغانستان سیاسي او اقتصادي ثبات سره مرسته وکړي؛
ب: د اومه توکو د ترلاسه کولو په موخه، چین لکه څنګه یې چې په افریقا کې پانګه اچونې ترسره کړې، کولی شي د افغانستان د کانونو په سپړنه کې هم میلیاردي پانګې اچونې ترسره کړي؛
ج: د افغانستان له جغرافیایې، ترانزیټی او ستراتیژیک موقعیت څخه په ګټې اخیستنې چین کولی شي نړۍ ته په آسانه توګه صادرات او واردات ولري او پرې نږدي چې د بېلابېلو ستونزو له کبله په افغانستان کې ګټې په اوبو لاهو شي؛
د : چین اړ دی چې د خپلو اقتصادي ګټو لپاره د افغانستان له سیاسي او اقتصادي ثبات څخه ملاتړ وکړي او له افغانستان سره د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا ترڅنګ د افغانستان اقتصادې ودې او ثبات ټینګښت په موخه خپلې هلې ځلې روانې وساتي؛
افغانستان هم د خپل موقعیت او همداراز د ۳ زره میلیاردو ډالرو ځمکنۍ زیرمې د ارزښت په موخه اړتیا لري چې بېلابېلې ترانزیټې لارې: لکه وريښمو، لاجوردو هوایې او ځمکنۍ لارې تجربه کړي، څو خپل اقتصادي رول څرګند او د سیمې هېوادونه لیواله کړي چې د افغانستان له ترانزیټي او نښلیدو له ارزښت څخه ګټه واخلي.
همدا راز چین هم ډیره لېوالتیا لري چې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې پانګه اچونه وکړي او په همدې موخه یې د افغانستان له ډیرو ولایتونو څخه لیدنه کړې ده. خو د چین پانګه اچونې پر وړاندې یوشمیر خنډونه لکه نا امني، اداري فساد او بېرو کراسي ده، خو ورځ تربلې دا ستونزې هواریږي، ځکه افغان دولت د اقتصادي ودې او د افغانستان په پښو دریدا لپاره غښتلې اراده لري.
افغان دولت د پانګه اچونې لپاره زمینه مساعده کړې ده او په همدې موخه یې د پانګه اچونې په قانون کې تعدیلات راوستل، چې له اداري فساد سره مبارزې ته زور ورکړی. د اقتصادې ودې په موخه یې تګ لارې او ستراتیژۍ رامنځته کړي او همداراز یې د امنیت د ټینګښټ په موخه د نظامي عملیاتو ترڅنګ په نړیواله او سیمه ایزه کچه همغږي ترلاسه کړې ده.
د افغانستان لرغوني تاریخ ته په پام سره، د ورېښمو لار چې پر افغانستان باندې تيره شوې ده او د پيړیو په اوږدو کې پر همدې لار د ختیځ او لویدیځ سوداګري کاروانونه تيرېدل او همدا یې یو مهم مسیر و، نو له همدې کبله افغانستان په عنعنوي توګه د توکو د ليږد راليږد او تبادلې په برخه کې پخوانۍ مخینه لري.
هغه ارزښت ته په کتو سره، چې اقتصاد په نړیوالو اړیکو کې خپل کړی دی، د هر هېواد استازي هڅه کوي چې خپلمنځي سوداګریزي اړیکې پراخې کړي.
افغانستان هم د وروستیو تحولاتو د اغیزې له کبله دومره وکړای شول چې له خپلو ټولو ګاونډیو سره غوره سوداګریزي اړیکي ولري، خو د افغانستان په اړه نا سم ذهنیت د پاملرني وړ موضوع ده چې ګاونډیان تر ډېره افغانستان ته له اقتصادي لید لوري نه، بلکې له سیاسي دور بین څخه ګوري.
اوس مهال د چین په لید لوري کې بدلون راغلی او دا هېواد د افغانستان اړونده بنسټونو سره په همکارۍ د اوسپنۍ پټلۍ جوړولو په اړه چې چین د کندز، مزارشریف او هرات له لارې له ایران سره نښلوي او ترڅنګ به یې نوري فایبر هم په دې مسیر کې وغځېږي د تمویل کلکه ژمنه کړې ده. افغانستان هم غواړي په سیمه کې د چین ښه اقتصادي شریک اوسي،ځکه اقتصادي وده د دواړو هېوادونو، سیمې او ټولې نړۍ په ګټه ده.
دیادونې وړه ده چې په ۱۳۹۵ کال کې د افغانستان د صادراتو مجموعي کچه نږدي ۶۰۰ میلیونه ډالرو ته رسیږي او د وارداتو کچه بیا نږدې ۶.۴ میلیارډه ډالر اټکل شوې ده، چې د ۱۳۹۴ هجري لمریزکال په پرتله هم صادراتو او هم وارداتو کې ډیروالی رامنځته شوی دی، خو د صادراتو او واراداتو ترمنځ بیلانس ډير توپیر لري.
دا په داسې حال کې ده چې چین د نړۍ له سترو اقتصادي هېوادونو څخه شمېرل کېږي او اوسمهال دغه هېواد هڅه کوي، ترڅو د منځنۍ‎آسیا او سوېلي آسیا هېوادونو بازار ته د رسېدو په موخه بدیلې لارې ولټوي، له همدې امله چین هڅه کوي چې د ورېښمو لارې په وسیله ځان له ټولې نړۍ سره ونښلوي چې په دې لار کې افغانستان ته ډیره اړتیا لري.
حمیدالله فیضي

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply