د وياګرا ګوليو په اړه څو حقيقتونه / ژباړه؛ جمشيد غزنيوال

0 2,534

وياګرا داسې ګولۍ دي چې نارينه يې د جنسي تقويې په موخه خوري، هغوی چې جنسي کمزورتيا ور پېښه ده، دغه ګولۍ «البته د ډاکټر په سپارښتنه» يې کارولای شي.

دغه ګولۍ زموږ په عامو بازارانو کې د قوت د دوا په توګه خرڅېږي او اکثره کسان دې ته فکر نه کوي چې دا ده جنسي ضعف د مخنيوي دوا ده.

وياګرا وړې ګولۍ دي چې د ورځې له مخې يوه دانه خوړله کېږي، ځينې داسې انګېري چې دغه ګولۍ به يې تحريک کړي، مګر دا ګولۍ يوازې د جنسي اړيکې په شېبو کې کمک کوي.
که عصبي ستونزې لرئ، وياګرا ګولۍ ګټه نه در رسوي، بله مهمه خبره دا چې وياګرا ګولۍ يوه موقتي درملنه ده او ناروغي له ريښو نه‌شي ښه کولای، که دغه ناروغي لرئ بيا اړ کېږئ چې په هر ځل جنسي رابطه کې يې وخورئ.

د کارولو شرایط
روغتيايي کارپوهان باوري دي چې وياګرا ګولۍ يوازې د ډاکټر په مشوره خوړلای شئ. لازمه ده چې د دې ګوليو د خوراک له شرايطو، د مصرف له ډوله او جانبي عوارضو ځان خبر کړئ. که تاسې همدا اوس په يوه بله ناروغي يا علاج اخته ياست، د دغو ګوليو تر خوړلو وړاندې له ډاکټر سره وګورئ.

وياګرا او بلکې هر ډول دوا د تجويز په اندازه وخورئ، هيڅکله يې تر ټاکلې اندازه مه زياتوئ. وياګرا چې وخوړل شي له ۲ دقيقو نيولې بيا تر يو يو نيم ساعت پورې اغېز کوي، خو چې کس تحريک شوی وي. ډېر مصرف يې ستاسې پر فعاليت اغېز نه لري، مګر د وجود سلامتي مو له غوښن خطر سره مخ کولای شي.

تاسې وياګرا او د دوا نور ډولونه کارولای شئ، مګر لازمه دا ده چې وار په وار يې ميزان ټيټ کړئ. که همدا اوس لهErythromycin, Ketoconzole, Itraconazole, Ritonavr يا Saquinavir استفاده کوئ، بايد د وياګرا ۲۵ ملي ګرامه مصرف کړئ.

که جک جوړ ياست او نوره دوا هم نه خورئ، په دغه وخت کې بيا ۵۰ ملي ګرامه هم کومه ټکه نه را پرېباسي او ستونزه مو هوارولای شي. که ۵۰ ملي ګرامه چندانې ګټه در و نه رسوله، بيا نو په بل نوبت کې ۱۰۰ملي ګرامه هم خوړلای شئ.

ځينې بېچاره‌ګان د نورو دواوو په څېر له وياګرا سره هم حساسيت لري، که څنګه د وياګرا تر خوراک وروسته کوم حساسيت مساسيت در پيدا شو، په منډه له ډاکټر سره حال ونيسئ او که کيسه يو مخ سره خرابه وه، بيا روغتون ته تشريف ور وړئ.

کوم کسان چې ځينې ناروغۍ لري له وياګرا دې بېخي لېرې ګرځي. که په تاسې کې څوک د زړه ناراحتي، د معدې زخم، تنفسي اختلال، سکته يا د زړه د حملې سابقه ولري، وياګرا ګولۍ دې نه خوري، هغوی ته هم تاوان لري چې د وينې فشار يې لوړ وي. ګورئ که له دې ناروغيو او ستونزو يوه هم در پکې وي او بيا هم وياګرا ګولۍ خورئ، خون مو پر خپله غاړه دی.
پر دې هم بايد سرونه سره خلاص شي چې وياګرا ګولۍ د هغو ناروغيو مخه ټکی نه نيسي چې د جنسي اړيکې په وسيله لېږدي.

بلاربې او د شيدو ښځې دې دغه ګولۍ نه خوري، ځکه يو خو له لويه سره دا ګولۍ د نارينه‌وو دي او بل دا چې پر ښځو تر اوسه د دې دوا د جانبي عوارضو دومره څېړنې نه دي شوې؛ نو صبر دې لږ ډېر وکړي.

د بېلابېلو کسانو مشخصه درملنه جلا جلا پايلې لري، هيڅوک دې نه وايي چې د يوه ناروغ دوا د بل په ګټه هم ده. که د وياګرا په خوړلو ناسم احساس در پېښ شي او په عذاب شئ؛ شايد روغتوني ملاتړ ته اړ شئ، په تېره بيا که مو پر سينه درد شو، ساه مو بنده بنده کېده يا بل حساسيتي غبرګون در پيدا شو، ډېر چټک ځان ډاکټر ته ورسوئ.

د زړه حمله، سکته او ناڅاپي مړينه ډېر وخت د هغو کسانو لمن نيسي چې وياګرا ګولۍ يې خوړلې وي. دغه ستونزې هغو کسانو ته په لوړه پيمانه پېښې شوې چې د پاسنيو ناروغيو له ډلې يوه پکې وه او دوی د وياګرا په هوس کې پام ورته نه دی کړی.

که پر ځان د پورته ناروغيو له جملې د يوې شک لرئ؛ نو د وياګرا تر نوشجان مخکې ښه ده چې يو ټيټ ورزش وکړئ.
د وياګرا د شهرت او محبوبيت راز په دې کې دی چې له هرو ۱۰ کسانو يې د ۸۸ کسانو زړه ور خوشاله کړی، ستونزه يې حل شوې ده.
وياګرا ګولۍ يوازې هغه وخت ګټه در رسوي چې له جنسي پلوه تحريک شوي ياست، داسې نه ده چې هر وخت مو زړه پرې سوړ شي.
ځينې خلک چې وياګرا ګولۍ وخوري، سر يې ګرځي يا يې د وينې فشار کښته پورته کېږي. که دغه احساس بيا بيا تکرار شو، بايد سر مو خلاص شي چې د وينې د فشار پر ناروغي له پوهېدو پرته مو وياګرا ته کش ورکړی، ښه دی چې ډاکټر ته ورشئ.

که د وياګرا تر خوراک وروسته مو په سينه کې درد پيدا شو، وار له واره لا له ډاکټر سره اړيکه ونيسئ، ممکن تاسې د زړه غلې ناروغي ولرئ.
د وياګرا تر خوړلو وروسته کېدای شي تناسلي اله له دريو تر څلورو ساعتونو نعوظ پيدا کړي. دغه حالت تر ارضا کېدو وروسته بېرته عادي کېږي، مګر که تر پنځو ساعتونو همداسې پاتې واست، يوې بلې درملنې ته اړتيا پيدا کېږي. دلته بيا هم د ډاکټر سپارښتنه شوې ده. که مو د دې پېښې درملنه و نه کړه، يوه اوږدمهاله جنسي کمزوري به در ولوېږي او بيا به مو وياګرا ګولۍ له لېرې هم بدې اېسي.

د خوب الوتل، زړه‌بدي، ټينګه ګرمي، د پزې بندښت او سردرد د وياګرا ګوليو جانبي عوارض دي، داسې هم نه ده چې تل تکرار شي، په تېره بيا هغه کسان چې لومړی ځل يې وي، خورا خوشاله وي.

دا په زړه درسره وليکئ چې له تاسې پرته هيڅوک هم ستاسې د بدن پر وضعيت ښه نه پوهېږي، که د وياګرا په استعمال فوق العاده احساس کوئ، بې‌خاره يې خورئ، خو که يې کار در خراباوه، بيا نو مه پسې ورته دبی کېږئ، ځان يوازې تناسلي اله نه ده. د زړه له متخصص ډاکټر سره مشوره شرم نه، اړتيا وګڼئ.

څوک پوهېږي؟
له ځينو سره دا وېره وي چې که وياګرا وخوري، ټول خلک به پرې پوه شي، دا يوه ذهني تېروتنه ده. څوک نه پوهېږي، مګر دا درمل د نعوظ پر کيفيت خاص اغېز نه لري، يوازې دومره ده چې که جنسي ناتواني مو ډېره وي او لږ مرسته درسره وکړي، داسې خو بېخي نه ده چې ستاسې جنسي قوه لا پسې غښتلې کړي. وياګرا فوق العاده نتېجې نه لري، يوازې د موقتي ستونزې يو څه حل کولای شي، خلاص.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply