پاکستان؛ د جهادي، طالبي او داعشي فتنو مرکز يوه ژبه، درې خولې

0 869

د پاکستان د بهرنيو جارو وزير خواجه محمد اصف د سيمې د هېوادونو تر سفر وروسته متحده ايالاتو ته تللی او هورې يې له بېلابېلو مقاماتو سره په ليدو کتو سربېره، له رسنيو سره هم ګڼې ناستې لرلې.
په دغه هر ملاقات کې د خواجه اصف څرګندونې او باډي‌لنګويج په جلا بڼه او ټکيو راوتلی.

په دې مانا چې د مخاطب مزاج، مقام، ځواک، رول او اغېز ته په کتو يې کله په عاجزي او کله هم په ببره بڼه، زيږه او ستوغه لهجه د لګېدليو تورنو د سپيناوي او خپل دريځ د روښانتيا په پار له توريو او ټکيو سره لوبه توده ساتلې.
په ترينګلې، جارحانه او ستوغه لهجه چې ده کوم خبرداری وړاندې کړ، هغه دا و چې که جګړه دوام مومي او پاکستان د سولې په خبرو او سټراټېژي کې پام‌وړ ځای و نه‌شي موندلای، داعش او طالبان به په لاس يو کولو په ګډه د جګړې دوام ته ور وګرځي، بيا به جګړه له ننه په سخته او کرکجنه کچه غځېدلې وي.
له دې سره طالب وياند ذبيح الله مجاهد وويل چې د داعش او طالبانو تر منځ اختلاف له منځه تللی، نور به په ګډه د امريکا او کابل حکومت پر ضد خپل جنګي عمليات تشديد کړي.

وړمه ورځ چې له کوټې د بهرامچې له لارې هلمند ته د ملا هيبةالله د تلو خبرونه ورکړل شول، طالبانو يې تاييد وکړ.
د ملا هيبةالله د سفر لومړنۍ موخه د پاکستان په امر د طالب او داعش تر منځ د اختلافاتو له منځه وړل ګڼل شوي چې په ګډه د جنګي پلانونو د پلي کېدا او عملياتو د غځېدا مخه وموندلای شي.
ځکه خو ملا هيبةالله د داعش او طالبانو تر منځ د اختلافاتو پر لېرې کولو د ټينګار تر څنګ د دوی تر منځ د ګډې قوماندې له‌پاره د زمينې برابرولو په شونتياوو د پنځلسو ولايتونو له قوماندانانو سره خبرې کړې.

دا کوم تصادف نه دی چې په لنډ زماني واټن کې يو په بل پسې خواجه اصف په امريکا کې د طالب او داعش د ګډو عملياتو وړاندوينه او خبرداری ورکوي، طالب وياند ذبيح الله مجاهد يې له ناڅرګند ځايه د اتحاد زېري خپروي او ملا هيبةالله له هلمنده د طالب او داعش د ګډو عملياتو امر ورکوي.
دغه ظاهري تصادف څرګندوي چې دطالب او داعش د جګړو او يووالي واګې او د دغو پديدو راز، رمز او لکۍ د چا تر پښو لاندې ده؟

پاکستان چې يو په بل پسې د تنظيمونو په تعدد او جنګولو کې خپلې موخې او ګټې لټولې، د طالبانو له را منځ ته کولو يې خپلو موخو ته د رسېدو نوي جهتونه وموندل. د داعش په را پورته کولو يې د خپلو ګټو د خونديتابه له‌پاره نوی لښکر را منځ ته کړ او بيا يې د طالب او داعش په جنګولو کې د خپلو موخو او ګټو له‌پاره د نويو فرصتونو د لټون مخه پرانيستله، اوس يې له سره د طالب او داعش په يووالي کې د بلې تڼۍ له کېکاږلو د خپلو ګټو نويو اړخونو ته سترګې نيولې دي، دلته ده چې پاکستان د طالب او داعش د اتحاد د وېرې په خپرولو خپلو جنګي او سياسي لوبو ته نوی لوبغالی په نښه کړی دی.

اوس له دې هيڅوک سترګې نه‌شي پټولای چې له تنظيمونو تر طالبانو او داعشه پورې په هره ناپړيته کې د پاکستان لاس او دغه هېواد د فتنو مرکز دی.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply