د شپون د شپېلۍ اواز زړه راښکوونکی و / رياض احمد چکنوري

0 1,508

غني خان ته چې په خپل وسعتِ فکر کې څه حقايق ښکاره شوي، هغه يې بېپروا د شعر په ژبه ويلي، دغه د لوړو خيالاتو حساس شاعر د پښتو شعر له قيده راوايست.
حمزه بابا په پښتو غزل کې نوې ساه پو کړه او له رکود او مړاويتوبه يې بېرته تازه او تجديد کړ، په خپل ژور او روڼ فکر يې د غزل لمن دومره پراخه کړه چه هر لوستونکی پکې د خپل ذوق اسباب ويني؛ نو ځکه خو د غزل بابا ياد شو.
په بره پښتونخوا کې د پښتو د نوي غزل ايجادوونکی او مجدد پسرلی صاحب بلل کېږي، پسرلی صاحب د وخت او نوې زمانې له تقاضاوو سره پښتو غزل په خپل فن او هنر سره سمبال کړ او ډېری باريکۍ، نازکۍ او رنګينۍ يې په غزل او نثر کې ځای کړې.

هو! همدارنګه د شپون قلم، نثر له بند قالبه ازاد کړ، سرکشي او خودداري يې ور وښووه او په قلم يې د پښتو ادب نور هم شتمن، معياري او ځلاند شو. د شپون د شپېلی خوږ او رسا اواز ولسونو او براعظمونو ته ورسېد او خلکو ترې خوند او لطف واخيست، شپون صاحب په نثر کې شهکارۍ وکړې، خپلې اکثره ژوندپېښې يې په ځانګړي انداز او هنري قوت د قلم په قيد کې راوستې. په دغه نسبت خو يې قلم ته لوړ او بر مقام حاصل شو. شپون له دې سره سره ښه شاعر هم و او شعري ټولګه لري، خو نوي نسل ته يې د نثر ليکلو توصيه کوله.

شپون د پښتو نثر نوښتګره او ابتکاري څېره او پانګه ده. شپون نه يوازې په نثر ليکلو کې رياليسټ و، بلکې په ټولنيز ژوند کې هم واقعيت‌بين و.
شپون صاحب زما د والد «مرحوم سناتور غلام نبی چکنوری» دوست و د هجرت په دوران يې دوستي خوږه او پخه شوه، کله چې امريکا ته ولاړ او هلته استوګن شو بيا به چې پېښور ته په دوره تلو، زما په والد صاحب يې د پولاو قلنګ و. زما د پلار او شپون صاحب ټليفوني رابطه کله کله کېده، زما والد صاحب د ژوند په اخېرو کلونو کې شپون صاحب ته ليک ورلېږلی و، د هغه خط اخېرنۍ څو جملې داسې وې؛ «…اهل نطر، اهل قلم او علمي شخصيتونو چې زما د بزرګوار والد «چکنور ملا صاحب» په باره کې څه ليکي؛ نو د مهربانۍ او خوشبينۍ له مخې زما په حصه کې هم هغه ستاينه ليکي چې زه يې په ځان کې نه وينم؛ نو زه به همدومره وکړم چې د شاعر لاندېنی بيت به خپل ځان ته ووايم؛
نه ګلم ، نه برګ سبزم، نه درخت ميوه دارم
در حيرتم که دهقان، به چه کار کِشت ما را

شپون صاحب! د هر چا د مړينې نېټه پټه وي، خو باغوان پخې مېوې شکوي، شايد چې زما د ژوند وروستی ليک ستاسې په نوم وليکل شو، اوس هم ستاسې کتاب «و، نه و، يو شپون و» مې تر مطالعې لاندې دی.»
ما شپون صاحب درې ځلې ليدلی دی، د ليدلو درې خاطرې يې له درنو لوستونکيو سره شريکوم؛
په ۲۰۰۶۶ م کال کې شپون صاحب المان ته راغی، د فرانکفورټ له هوايي ميدانه مې کور ته راووست، زما ورسره اول ځل ليدل و، يو مازيګر مې يوې لوړې تپې ته بوت، ما له ځان سره يوه هندواڼه هم واخيسته، غوښتل مې چې په يو ښکلي او پاک ځای کې کښېنو، خو ځای مې په اسانه نه خوښېده، له يو ځایه بل ځای ته او له هغه بله خوا، خو اخېر شپون صاحب وويل چې اغا صاحب! يو چېرته کښېنه نور دې ستړي کړو، دا ځای ښه نه دی دا ځای ښه نه دی، دلته د سپي چټلي ده، دا ځای سوټه ده، دا ځای نم دی، زه هم هندواڼې ستړی کړی وم زر کښېناستم هندواڼه مې چې ماته کړه؛ نو بېدرکه بېخونده وه، اوس نو شپون صاحب ته خدای ور کړه، راته يې کړه؛ چې ځمکه هم نمجنه ده او هندواڼه دې هم سپۍ پيکه ده، و يې ويل چې زه ستا په هندواڼه څه ليکم، ما ورته د خندا په حالت وويل چه شپون صاحب همدا يې بس دی نور پرې څه مه ليکئ، خو اوس يوولس کاله وروسته دا خاطره زه په خپل قلم په داسې حال کې ليکم چې شپون تازه وفات شوی دی.

کله چې زما والد صاحب وفات شو؛ نو محترم پسرلی صاحب او محترم شپون صاحب يو ځای چکنور ته راغلل او په جنازه کې شريک شول، شپون صاحب هم په جنازه کې خبرې وکړې، دوی دواړه يوه شپه مخکې له کندزه کابل ته ستړي، ستومانه رسېدلي وو او چې د شپې اته بجې په خبرونو کې يې زما د والد صاحب د وفات خبر اورېدلی، سهار وختي له کابله جلال‌اباد او بيا د چکنور کلي ته چې ډېر چپ پروت دی، جنازې ته راورسېدل، تر جنازه، تدفين او خيرات وروسته زه دواړو محترمينو ته ورنږدې شوم چې تاسې له کندزه کابل او له کابله ستړي ستومانه، په مريض حالت او سخته ګرمي کې جنازې ته ځان رارسولی؛ نو دعا مې ورته وکړه، په دغه حالت کې شپون صاحب راته وايي چې «هغه سپۍ هندواڼه ډېره پيکه وه» بېاختياره کې اوښکې بېرته شوې او ژر مې خندا په تبسم بدله کړه. فکر کوم چې شپون صاحب په ما د غم د بار کمولو په خاطر پخوانۍ خاطره تازه کړه.

د وخت په تېرېدو سره په کال ۲۰۱۳ م امريکا ته ولاړم، شپون صاحب او زما کشر ورور عطاءالله چکنوري په يوه ښار کې اوسي، دوی د تره او وراره‌توب له چوکاټه علاوه پخوانۍ مستقله دوستي هم لرله، عطاءالله به يې ليدلو او خدمت ته حاضرېده ، دوې درې ورځې وروسته د شپون صاحب سلام ته ورغلم، له ملاقاته يې څو ورځې پس زما ورور وويل چې شپون صاحب، ملا صاحب څلور پنځه نور نږدې ملګري به ماښام ډوډۍ ته دعوت کړو، ما په خوشالي ورسره ومنله، ملا صاحب «عبدالهادي عطايي» د يوې درنې او علمي کورنۍ غړی او پخه سټه ده، د بې‌الايشه طبعيت خاوند او خوددار انسان دی، خوږ قلم، ژور تحليل او شيرين مجلس لري، په اسانه له چا سره دوستي هم نه کوي، خو له عطاءالله سره يې پخوانی ملګرتوب دی، زما والد صاحب ته هم ډېر ګران و، د فلسفي غني، نظر او اشعارو ته ډېر زيات قايل او تسليم دی او د شعر له هر بيته يې خاص لطف او اثر وړي، په لره او بره پښتونخوا کې ما په دغه اندازه بل کوم غني شناس نه دی ليدلی. د خپل کتاب «د وخت ضَرب» په مقدمه کې يې د غني خان له «مينه او حسن» الفاظو د «خدای او نېکي» مفهوم استخراج کړی، ما د هغه د اشعارو له مجموعې د هغه د کتاب له سريزې ځانګړی کيف اخيستی.

د عطاءالله په کور کې د ماښام تر ډوډۍ وروسته د «غنی پلوشې» راواخيستل شوې، عطايي صاحب په لوړ اواز لوستل شروع کړل او شپون صاحب په شوق اورېدل او موږ د مجلس کسان ورته هسې خوشاله وو، ځکه د غني اکثره اشعار زموږ تر پوهې او فهم لوړ وو.
د غني د اشعارو تر لوستلو وروسته عطايي صاحب وويل چې شعر د غني منم او نثر د شپون.

شپون صاحب او ملا صاحب سره خواږه دوستان وو، په اخېره کې د وطن په حالاتو او د غرب په کړنو لنډ بحث وشو، ما له شپون صاحبه تپوس وکړ چه اروپايان او امريکايان خپلو لاس ته راوړنو يانې په ډيموکراسي او ډيموکراټيکو نظامونو ډېر وياړي، زه خو چې له ډېرو کلونو راهيسې د اروپايي ملکونو په ځانګړې
توګه د المان انتخاباتي سيسټم تعقيبوم او له شلو کلونو را په دې خوا د رايې ورکوونکي په حيث خپله رايه استعمالوم؛ نو صدارت او جمهوري رياست ته کانديدان حزبونو ته منسوب کسان وي، که يو شخص کوم حزب ته منسوب نه وي، که هغه هر څومره لايق، سياستمدار، محبوب او د لوړې ډيګري لرونکی هم وي، د کاميابي هيڅ چانس نه لري؛ نو ايا دا د ډيموکراټيکو نظامونو يوه لويه نيمګرتيا نه ده؟

شپون صاحب په لنډو الفاظو کې ځواب راکړ چې دوی د خپل ځان له‌پاره همداسې حزبي سيسټم غوره کړی دی او ولسونو هم په ښه منلی دی ايا بل کوم الټرناټيف شته؟ له دې جواب سره مجلس خاتمه ومونده.

ما ته دغه مجلس ډېر دلچسپ و او ډېر خوند مې ترې واخيست. شپون د خپلو افکارو د بيانولو ځانکړی طرز لاره، د چا تقليد يې نه دی کړی، بلکې د ده خپل کرکټر د ده د نثر سبک و، د ليکلو په موقع احساسات کنټرول ساتل اسان کار نه دی، خو د شپون په نثر کې احساسات په احسنه توګه کنټرول ښکاري چې دا د هغه د قلم خاص خصوصيت او کمال و. په دې اخېري کلونو کې ورته عطاء الله ويلي و چه شايد تاسې يوازېنی ليکوال اوسئ چې ستاسې د خبرو او ليکلو سبک يو وي.

ارواښاد سعدالدين شپون صاحب ظريف، باجراته او تېزهوشه انسان و، خبره يې بې‌جوابه نه پرېښوده، تر وفات يوه هفته وړاندې عطاء الله د دوی کور ته ورغلی و، شپون صاحب ته يې ويلي وو چې کاکا! اش درته پوخ کړو، ويل يې هو، ښه نور څه درته پاخه کړو، شپون د مرګ په بستر پروت و، خو جواب يې ورکړ؛ اوښ!
شپون صاحب ولاړ، خو خپلوانو، دوستانو او ارادتمندانو ته يې خوږې خاطرې او راتلونکو نسلونو ته يې د معياري قلم خوځولو سپارښتنه پاتې شوه.
هيله ده چې په لنډ مستقبل کې د داسې خوږې شپېلۍ غږوونکی را پيدا شي.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply