دوهم شیطان/ جواد څارګر

0 979

په 2016 زېږدیز کال کې مسکو د شیطان 2 پر نوم یو داسې میزائیل جوړ کړ چې ویل یې که شیطان 2 د امریکا پر تیکساس ایالت او یا د اروپا پر فرانسې وتوغول شي، په څو دقیقو کې به یې دمځکې له جغرافیې ورک کړي.

د مسکو د پوځي چارو پوهان وایي د دوهم شیطان ځانګړنه دا ده چې رادار یې نشي کشفولای، ځکه به د میزائیلو د خنثی کولو له سیسټم هم خوندي وي، نو په دې توګه دوهم شیطان کولای شي په اسانۍ سره خپل هدف په نښه او ویجاړ کړي.

خبره مې دا کوله چې د زبرځواکونو له لورې د نړۍ د ورانولو لپاره د شیطانانو جوړَول، اوسنۍ خبره نه ده بلکې تر ټولو لومړی شیطان برتانویانو جوړ کړی دی.

برتانویانو په ۱۹۴۷ کې یو داسې شیطان وپنځاوه چې پر مټ یې اسلامي نړۍ ته داسې دردِ سر جوړ کړ چې نه ترې ځان خلاصولای شي، او نه یې دغه شیطان په نېغه لاره پرېږدي. برتانویان په دې پوهېدل هغه شیطان چې دوی یې په سیمه کې د مسلمانانو د سرکوبولو لپاره جوړوي، مسلمانان به ترې د ځان ژغورلو لپاره له هرې ممکنې لارې کوښښ وکړي نو د شیطان پر ځای یې د پاکستان نوم ورته انتخاب کړ، ترڅو یې د مسلمانانو رادار کشف نه شي کړای او په اسانه توګه یې په وینو او رګونو کې سرایت وکولای شي. برتانوي شیطان دخپل شیطاني ذهنیت له مخې، د پیدایښت سره سم د’لااِلٰه اِلاالله’ ناره پورته کړه، او دعوه یې وکړه چې ګویا وجود یې د اسلام لپاره مضبوطه کلا ده خو په حقیقت کې دغه تش پر نوم د اسلام کلا، مسلمانانو ته بلا جوړه شوه.

د نړۍ هر شیطان په دغه کلا کې پټ، او مصؤن شو او له همدې کلا یې د مسلمانانو په زخمي وجود د تورو او برچو وارونه شروع کړل. اسلامي! پاکستان (برتانوي شیطان) د شیعه جناح په مشرتابه کې جوړ شو، د شیعه ګانو باره کې د اهل السنة ډېری علماء پر دې عقیده دي چې شیعه ګان کافران دي؛ نو څنګه کیدلای شي چې یو شیعه دې مسلمانانو ته خوندي کلا جوړه کړي؟!

د پاکستان په زړه کې هغه بازار چې مغُلي واکمنانو د نڅا او شرنګا شرنګ لپاره جوړ کړی و، د جناح په پاکستان کې په سکس مرکز واوښت؛ په کار دا وه چې بند شي، مګر دوهم شیطان دشیطاني هوسونو داشباع په ستر مرکز بدل کړ دا سکس مرکز په هغه هیواد کې دی دکوم په اړه چې دوی دعوه کوي چې ګویا د اسلام کلا ده، او د جوړښت مطلب یې د’لااله الاالله’ ارتقاء او بقاء ده. همدلته د اسلامي! پاکستان دلوڼو عزتونه لیلامېږي، همدلته دیوې مسلمانې پېغلې په سینه شراب څښل کېږي، او له همدې ځایه پاکستاني سیاسیونو ته د شراب او کباب توکي مهیا کېږي.

د’پارلیمنټ سے بازار حسن تک’ کتاب لیکوال پخپل کتاب کې دعوه کړې چې د هېرا بازار ډېری نجونې د پاکستاني سیاسیونو ناجائزه لوڼې دي، او زیاتوي چې ما داسې سیاسیون هم لیدلي چې خپلې لوڼې ځانته نڅوي او شیطاني خواهشات پرې اشباع کوي.

که مو دغه کتاب ولوست، وبه پوهېږئ چې برتانوي شیطان (پاکستان) هیڅ کوم داسې سیاستوال نه لري چې له فلمي نجونو او نڅاګرو سره، په سکس سکینډل کې ککړ نه وي.

له شیخ رشید کوم ژورنالیسټ پوښتلي ول چې ولې واده نکوئ؟ شیخ رشید ورته ویلي: چې بازار کې شیدي مومي لیونيان به مېښې کور ته راولي. داسې یو هیواد چې سر تر پایه په غلاظت ککړ وي، څنګه د اسلام کلا کېدلای شي؟ څنګه پر هغو سیاسیونو باور کېدلای شي چې خپلې لوڼې درنډۍ خانو زینت ګرځوي او بیا ترې خپل ناوړه غرایز اشباع کوي؟

څنګه یې پر خلاف جهاد، په ترهګرۍ تعبیریدلای شي او څنګه به یې دنړۍ ستر ـ ستر علماء پر خوله جهاد وکړي؟! پاکستان ۶۷ کاله پردیو مرستو ته خوله وازه نیولې او هر سیاستمدار یې پردیو ډولونه ته نڅېدلای، او لا لګیا دي نڅیږي پاکستان همدا شېبه هم لګیا دی دمسلمانو ملیتونه پر خلاف غربي برنامې پر مخ وړي او دنابودولو لارې ورته برابروي زموږ دتېر مقاومت ثمر هم پاکستان وخوړ او د اوس مقاومت ثمر ته یې هم خوله وازه کړې په تېر کې دجهادي مشرانو ناکام سیاست پاکستان ته ګټه واړوله، او په اوس کې بلواکه ارګ میشتي کوښښ کوي دروان مقاومت کریډټ او امتیاز پاکستان ته ورکړي.

په ټوله کې باید ووایم چې دانګرېزانو پر لاس جوړ پاکستان په سیمه کې برتانوي اسرائیلي دولت دی، او ترڅو چې په پاکستان باور کېږي، تر هغو به افغانان په خاص ډول او مسلمان امت پر عام ډول د ذلت کندې ته غورځېږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply