خونړي بريدونه، حکومت بايد دغو پوښتنو ته ځواب ورکړي /خوشحال آصفي

0 872

وروسته له هغې چې د عمان پلازمېنې مسقط کې د افغانستان، پاکستان، چين او امريکا تر منځ د افغانستان د سولې په اړه د څلور اړخيز بهير شپږمه غونډه ترسره شوه؛ وسله والو ترهګرو يو ځل بیا خپلو خونړيو بريدونو ته زور ورکړی او د تيرې يوې اونۍ په جريان کې نېږدې ۱۰۰۰ تنه هيوادوالو ته مو مرګ ژوبله واوښته. دا د افغانستان په تاريخ کې تر ټولو خونړۍ اونۍ ده چې هره ورځ په کې په لسګونو امنيتي او عام افغانان مو په کې له ژونده بې برخې شول.

د پکتيا په امنيه قوماندانۍ، د غزني په اندړ ولسوالۍ، د کندهار پر ميوند ولسوالۍ، د فراه په شيبکوه ولسوالۍ، د ميدان ورګ ولايت په جغتو ولسوالۍ ، د کابل په دشت برچي کې پر امام زمان مسجد، د غور ولایت په دولينه ولسوالۍ کې پر مسجد او په تازه کې د کابل ښار په وزير محمد اکبر خان سيمه کې بريد، دا خونړي بريدونه هغه څه دي چې په نتيجه کې يې د تيرو پنځو ورځو په جريان کې په سلګونو افغانان د غم په ټغر کېناستل.

برید خو ښکاره ده چې د افغانستان او افغان ولس دښمن ترسره کړی او په ډيرې سپين سترګۍ او پوره وياړ سره يې مسوليت هم منلی دی خو پوښتنه دا ده چې اوس ملامت څوک دی، دښمن خو په هر حال کې د خپل شوم هدف د ترسه کولو لپاره د فرصت په لټه کې وي او چې موقع په لاس ور شي خپل کار ترسره کوي، خو آيا هغوی چې د ولس د ساتنې مسوليت په غاړه لري؛ څومره د ولس په ساتنه کې بريالي شوي دي؟

که د پکتيا او کندهار خونړيو بريدونو بڼه ته وکتل شي نو ښکاري چې امنيتي ځواکونه مو په خپلې وسلې، خپل موټر او خپلې مرمۍ شهيدان شوي دي. په دغو بريدونو او دې ته ورته په تيرو بريدونو کې وسله والو طالبانو د افغان امنيتي ځواکونو له يونيفورم، هاموي او رنجر موټرونو څخه په استفادې ترسره کړي دي. دا هغه لوی تاکتيک دی چې په ډيری خونړيو بريدونو کې ترې طالب استفاده کړې ده او خپل شوم هدف ته په رسيدو کې بريالی شوی دی. ولې تر دې مهاله حکومت د دغې ستونزې د مخنيوي لپاره نه دی لاس په کار شوی؟

بله ستونزه په ولاياتو کې له ترهګرو سره په جګړه کې او د طالب په محاصره کې د بندو سرتيرو ته د مرستې نه رسېدل دي. تر ډيره داسې کيږي چې په پوستو کې مو سرتيري په ورځو ورځو کلابند وي خو له مرکزه يې د ملاتړ لپاره څوک نه وررسيږي. په جګړه کې ښکېل او د دښمن په محاصره کې بند سرتيرو مو مرکز کابل ته چيغې وهي، نارې وهي، زنګونه وهي خو دلته په کابل کې يې څوک حتی ټليفون ته هم ځواب نه ورکوي. له مرکزه ورته يو ځواب ورکول کيږي چې وزير صاحب په جلسه کې دی او بوخت دی. خدای دې انصاف روزي کړه! اوس د وزير د جلسې وخت دی که د سلګونو سرتيرو د ژوند بچ کولو؟

د غزني د اندړو ولسوالۍ د بريد په  اړه ويل کيږي چې سرتيري درې ورځې محاصره ول، مرکز ته يې چيغې وهلې، د مرستې غوښتنه يې کوله خو له مرکزه ورته مرسته څه چې تليفون ته يې هم ځواب نه ويل کېدو. کله چې طالب په اندړو کې د پوستو تر دېوالونو ورسېدل نو بيا له مرکزه مرستندويه ځواک ورسېد. که لږ ځنډ نور هم شوی وای نو لکه د کندهار د ميوند ولسوالۍ په شان به مو د اندړو سرتيرو هم د شهادت جام څکلی وای. وزير صاحبان مو د خپلو ګوندي غونډو لپاره ولاياتو ته د پوځ په الوتکو کې سفرونه کوي خو د امنيتي ځواکونو سرتيري ته مو چې دښمن يې په مرۍ چاړه ايښې؛ هوايې مرسته څه چې ځمکني ورته څوک نه وررسيږي.

بله ستونزه په جګړه کې ښکېل سرتيرو ته له دښمن سره د مقابل ځواب او بريد لپاره د مرکز کابل  امر ته پاتې کېدل دي. هر کله مو چې امنيتي ځواکونه په ولاياتو او ولسواليو کې د دښمن تر بريد لاندې راشي نو دوی د مرکز کابل امر ته سترګې په لار ناست وي. له يوې خوا طالب بريد کوي، سيمې ته نيږدې کيږي خو بل لور ته بيا بيچاره سرتیری د کابل امر ته شيبې شماري چې څه وخت به ورته د مقابل ځواب امر کيږي. دا امر خو په نيږدې قرارګانو کې له موجودو مراجعو هم ترسره کيدای شي نو بيا ولې مو سرتيري د کابل امر ته په تمه پاتې شي؟

بله ستونزه له استخباراتي معلوماتو رسېدو وروسته هم د اړوند چارواکو لخوا د احتمالي پيښې د مخنيوي لپاره اقدام نه کول دي. هر کله چې يوه خونړۍ پيښه ترسره شي؛ په سبا يې بيا استخباراتي ارګانونه وايې چې دوی څو ورې وړاندې خبر ورکړی وی چې داسې پيښه به رامنتځه کيږي. نو چې استخباراتي ارګانونه له وړاندې هم خبر وي او اړوندې سيمې ته هم خبرداری ورکړی وي نو بيا ولې يې مخنيوی نه کيږي؟

دا هغه پوښتنې دي چې د امنيتي ځواکونو رهبري يې بايد ځواب کړي.

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply