د ژمي په موسم کې د برښنا د لګښت د کنټرول لارې چارې/بریالی نایاب

0 1,032

داچې په افغانستان کې د برښنا شته ظرفیتونه ډیر زیات دي خو بدبختانه تر دې دمه پخوانیو حکومتونو چندان کار ندی کړی بلکې پدې برخه کې وروستیو ناورینونو او  جګړو د هیواد د برښنا بنسټ له منځه وړی، باید په ویاړسره ووایو چې په اوس وختکې افغان حکومت تر ډیره پردې اساسي آړتیا خپل پام را ګرځولی او هڅه یې داده ترڅو د عاجلې آړتیا لپاره له ګاونډیو هیوادونو څخه برښنا په مناسبه بیه وپیري او هم په  هیواد کې دننه خپله د برښنا تولید زیات کړي.  د ملي وحدت حکومت په راتلو سره پدې برخه کې یو لړ مهم ګامونه چې هغه هم د ګټورو پلانونو چمتو کول وو تر سره شو او دادئ همدا اوس او یا په نږدې راتلونکي کې به یې پایلې د هیوادوالو د ګټې اخیستو وړ شي. د ملې وحدت حکومت د اوبو د برښنا ترڅنګ په لمرینه او بادي برښنا هم کار پیل کړی او د خصوصي سکتور لپاره یې هم مناسب بستر چمتو کړی. چې ډیر ژر به هیوادوالو ته کورنۍ برښنا تولید شي چې پدې برخه کې په هرات ولایت کې د ۱۰ میګاواټه بادي او لمرینې برښنا د پروژې بشپړیدل، د کندهار ولایت د ۱۰ میګاواټه لمرینې برښنا د پروژې پیلیدل، د سروبی د لمرینې برښنا چارې په نږدې راتلونکي کې پیلول، د مزار د ګازو د برښنا د تولید پروژه، د شبرغان د ګازو د برښنا د تولید پروژه، د خوست ولایت د لمرینې برښنا د  ۱۰ میګاواټه پروژې اعلانول، او همداراز به په ډیرو ولایتونو کې د لمرینې برښنا پروژې پلې چې له هغه ورورسته به موږ د برښنا پیرلو ته آړ نه وو او موږ به په کور دننه خپله آړتیا پوره کړې وي.

افغانستان په اوس وختکې ۶۰۰۰ میګاواټه برښنا ته آړتیا لري او دا مهال زموږ ټوله رالیږدونکې او تولیدي برښنا ۲۰۰۰ میګاواټه ده چې ۳۰۰ میګاواټه یې دننه په هیواد کې تولیدیږي او پاتي ۱۷۰۰ میګاواټه یې له ګاونډیو هیوادونو څخه پیرل کيږي، د ملي وحدت حکومت د راتلونکو پنځو کلونو لپاره د ځان بسیاینې پلان چمتو کړی او د همغه پلان سره سم په ټول هیواد کې د انرژي په تولیدي پروژو بوخت دی.

داچې د ژمې شپې او ورځې  را روانې دي او په کابل ښار کې د برښنا غوښتنه نږدې دوه نیم برابره زیاتیږي او زموږ د برښنا سرچینې د اوړي په څیرې ثابتې دي نو پکار ده چې موږ خپل ورځنی ژوند د شته برښنا له وړتیا سره سم برابر کړو کابل ښار په اوس وختکې ۳۰۰ میګاواټه برښنا لري چې په عادي ډول تر ډیره بریده د ښاریانو ستونزو ته رسیدګې پکې کیږي او د ژمي په موسم کې د ا غوښتنه ۷۰۰ میګاواټو ته رسیږي چې د افغانستان برښنا شرکت آړ وي ترڅو د برښنا د ویش له سیستم څخه کار واخلي او ټولو ښاریانو ته پرته له کوم توپیر څخه برښنا ورسوي، نو پکار ده چې له لاندنیو لارو چارو څخه د ژمي په موسم کې کار واخلو او خپلې ستونزې تر ډيره بریده پخپله حل کړو او د افغانستان برښنا له شرکت سره هم مرسته وکړو.

لومړی باید چې د خپلو استوګنځایونو د تودخي لپاره له لمر څخه ګټه پورته کړو، کړکۍ د ورځې له خوا د لمر په وړاندې مناسبې پرانیزو ترڅو مو د اوسیدنې خونې تودې شي او د شپې له لوري کړکۍ پورې کړو، کورونه باید چې له وړاندې داسې جوړ شوي وي چې د ژمي په موسم کې له لمر څخه ګټه واخیستلای شي، د کورونو د جوړیدو په وختکې د کور د ګرموالي او په اوړي کې د مناسب سوړ والي فکر له ځان سره لرلای وي.

  دوهم د هوا په سړیدو سره ټولې هغه کړکۍ او دریڅې چې د هغو له لارې کوټې ته سړه هوا داخلیږي او یاهم د کوټې ګرمه هوا خارجیږي په ښه ډول سره په پلاستیک وپوښو او د هوا د خارجیدو او داخلیدو مخه ونیسو، که مو پام کړی وي هر کله چې موږ د ژمي په موسم کې کوټه ګرمه کړو او تر هغه وروسته د کوټې دروازه زیاته خلاصه او بنده شي کوټه ژر سړیږي او که چیرې د دې کار مخه داسې ونیسو چې دروازې ته مناسبه پرده واچو او د ګرمې هوا د فرار مخه ونیسو دابه د کوټې د ګرم ساتلو سره ډیره مرسته کړي وي، د دې لپاره چې ناروغ نشو او د کوټې هوا مو هم وخت پر وخت بدله شوي وي نو د لمر لپاره کړکۍ پرانیزئ او له دې فرصت څخه هر وخت ګټه پورته کړئ.

دریم هڅه وکړئ ترڅو د کوټې هوا معتدله وساتئ او د ډیرو ګرمیدو هڅه مه کوئ ځکه چې کله تاسو له کوټو او کورونو څخه بهر ووځئ نو بیا مریضیږي او سړه هوا پرتاسو ډیر زیات تاثیر کوي، د خوب په وختکې هغه وسایل چې برښنا مصرفوي بند کړئ او د برښنا له لګښت څخه ډه ډه وکړئ او برښنایي خطرونو مخه ونیسئ، د کوټې هغه سوري او غارونه چې توده هوا بهرته باسي په ښه شکل بند کړئ، بهر ته د وتو په وختکې مناسبې ګرمې جامې واغوندئ او د ژمې په موسم کې د سبزیجاتو ترڅنګ ډیر پام په هغو حبوباتو وکړئ چې یوه اندازه ګرمي تولیدوي او ستاسو د ګرم ساتلو په برخه کې درسره مرسته کوي.

د کوټې د ګرمیدو لپاره خاص تقسیم اوقات وکاروئ او هڅه داسې وکړئ چې د هغو موادو او توکو او یا هم برښنا چې تاسو یې د کوټې د ګرمولو په موخه کاروئ سپما تر ډيره بریده په پام کې ونیسئ، له هغه ځایه څخه چې تاسو کوټه ګرموئ که هغه برښنايي بخارۍ دی او یاهم د لرګیو بخارۍ د تودوخي د تښتیدو مخنیوی وکړئ د بیلګې په توګه د لرګي د بخاریو پر سر هغه مهال چې اور بلوئ د ګټو (تیږو) څخه استفاده وکړئ ترڅو دا تیږي بیا وروسته حرارت وساتي او کوټه تر ډيره ګرمه کړي، د ډيرو ځایونو له ګرمولو څخه ډه ډه وکړئ او یوازې هغه ځایونه چې آړتیا ورته لرئ ګرم یې کړئ.

په پورتینو لارو چارو سره موږ کولای شو تر یوه بریده د برښنا او هغو موادو چې موږ د کوټې د ګرموالي لپاره ځینې ګټه اخلو یوه اندازه سپما وکړو دخپل اقتصاد ترڅنګ نورو هیوادوالو ته د برښنا د رسیدو په برخه کې خپله ایماني او وجداني مسؤلیت آدا کړو .

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply