غزل ۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔
============
/
ښَه ده ، دَ ژوند لۀ هره دړده خو خَبَره شوله
سپوږمۍ چې غېږ ته زما راغله معتَبَره شوله
/
څۀ عجيبه لېچه مې ټوله شپه لۀ غاړې تاؤ وه
څۀ عجيبه خوشبو راپورته لۀ بستره شوله
/
مچې روا نۀ وې – چې تور کاڼي پۀ ما وَرېدل
مچې روا شوې – کۀ د خال نامه ګور ګوره شوله
/
يَه غزال چشمه ! د جيندي چپو ته مۀ ګوره ډېر
ګوره – ثابته ښاريه لاړه اوتره شوله
/
بيا راته لار چرته د بلې سيارې راښايه
خدايه ! دا پاتې دنيا هم کۀ بې بَصَره شوله
/
نور به دَ دې وطن اَسمان ته لپې اونۀ نيسم
چې غږ ګونګے شۀ اؤ پهانسي زما سندره شوله
/
اوس کۀ مې هر سړے لۀ حاله خبردار شي نو څۀ
چې وه زما پۀ حال خبره نا خَبَره شوله
/
يا خو تسنيمه ! دَ مثبتو معنو دَوَر تېر شۀ
يا دَ ساداتو شَجَره هم دَ نَظَره شوله
/
۲۱ اکتوبر ۲۰۱۷
کراچۍ ریاض تسنیم
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320