ولسمشر؛ ولسونه په اغزنو تارو نه بېلېږي

0 1,041

 

وروسته له هغه چې پاکستان پر ډېورنډ کرښه د اغزن تار کشول پیل کړل، افغان ولسمشر محمد اشرف غني وایي، اغزن تار د ډېورنډ کرښې دواړو غاړو ته پراته ولسونه نه شي بېلولای.

دا لومړى ځل دى چې ولسمشر غني پر ډېورنډ کرښه د پاکستاني پوځ د اغزن تار او کټارو لګولو پر اقدام غبرګون ښيي.

ښاغلي غني زياته کړه؛
“هغه خلک چې غواړي موږ د خاردار سیم له لارې بېل کړي، بیا دې فکر وکړي. موږ توپونو او طیارو نه کړو بېل، څو خاردار سیمونه څو قیچي غواړي. خاردار سیم تاریخ نه شي قطع کولای، مینه او وینه د بېلېدو نه دي.”

ولسمشر غني د پکتیا پر امنیه قوماندانۍ د تېرې اوونۍ د خونړيو بریدونو په اړه د دې ولايت له خلکو سره د غمرازۍ څرګندولو ترڅنګ يو ځل بيا پر طالبانو د سولې غږ وکړ او ويې ويل؛

“له تېرو څلوېښتو کالو راهیسې په لومړي ځل د سولې له‌پاره لوی فرصت شته”.

ښاغلي غني په خبرو کې له وسله‌والو طالبانو وغوښتل چې د سولې غږ یې قبول کړي، که نه په وینا یې و به ځپل شي.

ولسمشر محمد اشرف غني د پکتيا له خلکو سره ژمنه وکړه چې په راتلونکي يوه کال کې به په دې ولايت کې د بيارغونې ګڼ شمېر هغه پرمختيايي پروژې پلې کړي چې د خلکو اساسي غوښتنې بلل کېږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply