نامتولیکوال داستایوفسکی د خپلواکۍ په هکله داسې لیکی :
((د خپلواکی چت دولس د فکری روښانتیا دچت له لوړوالی سره سیده اړیکه لری مانا داچې د لوړ باهمته ولس ، د خپلواکی چت هم لوړ وی ))
په هغه ټولنه کې چې د همت اوالواک (تفکر) ونه ټیټه وی ، نوورسره دخپلواکی چت هم ټیټ بریښی .
که د خپلواکی چت ټیټ وی ، نوددنګواوسرلوړوکسانوسرونه دومره له چت سره ونښلی چې په پای کې دادنګ اوسترخلک له منځه ولاړ شی لکه خدای بخښلی ډاکتر نجیب .
ځینې وخت دنګ خلک دځان دپایښت لپاره دومره خپل ځان کړوپ کړی چې کونګری ترې جوړ شی لکه زموږتنظیمی مشران ، او هغه مهال بیا چتونه ښکته اولاهم پرله پسې راټیټ شی او که ګورې ولس داسې چخپیت شی چې بیا نشی کولای پورته شی لکه زموږاوسنی ولس.
د خوشیو او مرداری غوباړي :
زموږدوطن په بدیاووکې یووړوکی ژوی ګرځی را ګرځی ، بې ادبی دې معاف وی هغه ته دې ( دخوشیو اوغو….) غوباړی وایی ، داځناورمرداری راټولوی اویو غونډوسکی ترې جوړ کړی اوداغونډوسکی بیا داسې رغړوی چې سریې ښکته اوپښې یې پورته په غونډوسکی ور تکیه کړی وی اوټیل وهی یې ، سخت مردارخواریکښ دی لکه دموږتنظیمی مشران ، داژوی فکر کوی چې دامرداری به ژمی ته زیرمه کړم اوبیا به دڅوری په شان ترې ګټه اخلم ، خوخبر نه وی چې دمنی سیلۍ به، دی اودهغه مردار غونډوسکی په یو سړه شپیلۍ پوه پناه کړی .
اې خدای مو خوار کړه ! ځان نه ولې دخوشیوغوباړی جوړوی ، دولت موسخا کړ ، بس ده .
بی غیرته دولت اودهغه ځګیروی !
چیرته چې چادونه وشی او خلک په وینو کې ولمبیږی ، بیانو ولسمشر وایی (زه داعمل په سختو ټکو غندم اوبیا کریغه کړی : دشمن زبوووووون دی! )
اجرایه رییس [این عمل وحشیانه را باالفاظ رکیک تقبیح نموده وبرای شهدا جنت فردوس میخواهم ، دشمن آرمان خودرابه ګور خواهد برد ]– خو دی خبر نه دی چې د ښمن دخپل ځانمرګی برید په بدل کې ځان ته ښکلی ګور غواړی اودهغه ارمان ګوردی .
دحج واوقافو وزیراودعلما وشورا (( ولله ! انتحار در اسلام حرام مطلق است ))
پارلمان : موږامنیتی چارواکی را غواړو او دپردې تر شا به ددې چاودونو په هکله ورسره وپسنیږو اوبیا به دتل په څیر ………..
خدای مودرپه در کړه ! ولس په وینو کې غرق دی اوتاسې ژاولې زدویی – امریکا اوپاکستان درنه نانځکه جوړه او نڅوی مو لږ راویښ شی – څه شول هغه ستاسو دهمکاری اوامنیتی تړونونه – پی آر ټی ګانې څه شوې ؟
ولس یواځې دقربانی پسه غوندې خپل قصاب ته رڼې ، رڼې ګوری او تاسې هم خپلې چړچې کوی
عبدالرووف لیوال
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320