پرلپسې خونړيو پېښو په څو ورځو کې تر ۳۰۰۰ د ډېرو ملکي او نظامي خلکو مرګژوبله واړوله، خو بل لور ته په عمان کې د سولې د خبرو په نامه غونډې روانې دي، د دې تر شا څه دي يا څه کېدای شي.
یو خوا د سولې خبرې او بل خوا د جنګ د توندي موخه څه ده؟
وړمه ورځ د امریکا بهرنیو چارو وزیر تېلرسن وویل، “امریکا به تر هغه په افغانستان کې وي چې څو طالبانو سولې ته غاړه نه وي ايښې.”
له طالبانو سره د افغان حکومت د سولې خبرې او په مسقط کې د طالبانو د ناستې رد، او له بلې خوا د جګړې توندېدل ټول هغه څه دي چي د نړیوالو په لاسوهنو تر سره کېږي.
د افغانستان جنګ یوه نړیواله پروژه ده چی په دې اړه د ایاساس پخواني مشر دراني هم وویل؛ “د امریکا شتون په افغانستان کې د جنګ لامل دی او د افغانستان جنګ یوه پروژه ده او د طالبانو په شمول ټولې خواوې عاید لري.”
امریکا چی نه غواړي له افغانستانه ووځي او د نوې تګلارې له اعلانه يې دا په ډاګه کېږي چې جنګ زور اخلي او د شتون لهپاره بهانې زياتېږي.
وروستۍ پېښې د امریکا له سټراټېژیکو موخو څخه لېرېوالی نه لري، د سولې خبرې د امریکا بېپایه شتون ټول هغه څخه دي چې اور ته لمن وهي.
دلته د امریکا د ګټو موجوديت او دایمي شتون به افغانستان نور هم جنګ ته ور ټېل وهي.
پرلهپسې د جګړې زور اخیستل هغه څه دی چي امریکا یې غواړي او روان کړی یې دی.
د سولې خبرې په مسقط کې او د هېوادونو راټولېدل نوې خبره نه ده، په ورته غونډو او را ټولېدنو کې هم کومه پایله لاس ته نه ده راغلې، نمایشي ناستې د مشرانو، یوازې د خلکو د ذهنونو غولول دي، نور څه نه.
د مسقط تازهدمې خبرې به وروسته دا په ډاګه کړي چې کومه لاس ته راوړنه نه لري.
امریکا غواړي نړیوالو ته او په تېره بيا افغانانو ته دا ښکاره کړي چې د امنیت په را وستلو مرسته یوازې امریکا ورسره کولای شي او دوی هیڅ هم نهشي کولای.
لنډه دا چې په سيمه کې به د امریکا له شتون سره هیڅکله هم د افغانانو د سولې خوبونه رښتیا نهشي.
افغانان چې له نړیوالو دسیسو سره بلد دي؛ نو بیا ولې له یوه غاره دوه ځلې چیچل کېږي؟
سرخط ورځپاڼه
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320