ناروا جګړې ته د مشروعیت هڅې / ببرک دروېش

0 674

په نړۍ د بشر له خوریدو سره سم د جګړو تاریخ هم پیل شوی، د هر دور جګړې خپل خپل لاملونه درلودل.

زورور جګړې د خپلې واکمنۍ د پراختیا او غښتلتیا په موخه خو کمزوري یې بیا د خپلو راتلونکو نسلونو د بقا لپاره کوي.

هره جګړه ماره ډله د خپلې مبارزې د مشروعیت لپاره خپل خپل دلایل لري خو کله چې د جګړې هدف ورک او یا هم تت شي نو بیا جګړه مارې ډلې یواځې د خپلو ملاتړو د راضي ساتلو لپاره کار کوي، د هغوی هره غوښتنه به له درنګ پرته مني، د هغوی له لوري ور کړل شوې پروژې به عملي کوي، د داسې جګړو لوبغاړي بیا د انساني او بشري حقونو په نوم څه نه پېژني او نه هم کوم مذهب او عقیدې ته درناوی لري.

د افغانستان جګړه شاوخوا څلورو لسیزو ته رسیږي، جګړې همدې موده کې بېلا بېل شعارونه درلودل، جهاد، خپلواکي، شریعت د پردیو څخه د هېواد او خلکو نجات او نورې بېلا بېلې پټې او ښکاره پلمې.

که مفتي رښتیا وايي، نو بیا خو د افغانانو ښځې ، زاړه، ماشومان او بوډاګان هم له مخې مجاهدین دي او وژل شوي به یې ټول جنتیان وي، بیا خو لمونځ، زکات، حج او نورو ټولنیزو اسلامي ارزښتونو، زدکړو، عقایدو او اخلاقو ته له سره ضرورت نشته، ځکه د وېنې په لومړي څاڅکې یې ټول ګناهونه بښل شوي او نیغ د جنت په دروازو ور ننوتي دي.

څرنګه چې افغانان په دین پالنه اومذهب پالنه کې نوم لري نو ځکه خو دلته د قران حافظ، ملا ، اخندزاده، پیر ، صاحبزاده، طالب او داسې نور د درناوي وړ څېرې دي، زموږ له همدې پاکو او سپیځلو اخلاقو دښمنانو په ځای ګټه پورته کړه، پاک لاسونه یې ناولي او سپېنې لمنې یې داغداره کړې.

امام مقتدیان ووژل، پیر خلک ګمراه کړل او ملا د ماشومانو په غوږ کې د اذان پر ځای د وحشت ترانې وغږولې

اوس نو د جګړې مشروعیت پای ته رسیدلی، نور نو دلته نه غازي شته او نه مردار!

بس یو څه نور هم ښه ښکاره شول، د پردیو د ګټو جګړه! خو د افغان په ادرس، د افغان پر خاوره او د افغان د وېنې په بیه.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply