دوی شنونکي دي که د طالب او داعش لوډسپيکرونه؟/ خوشحال آصفي

0 911

کلونه کيږي چې په افغانستان کې پليته جګړه روانه ده او هره ورځ مو ولس قرباني ورکوي. دا جګړه ډيره پېچلې ده، له لسيزو وروسته يې هم تر اوسه ګټونکی او بايلونکی معلوم نه دی، هغه څه چې معلوم دي هغه يواځې د افغان ولس قربانۍ دي. هر څوک وايې جګړه پردۍ ده او د نورو د اهدافو لپاره افغانان قرباني ورکوي، هر څوک وايې چې جګړه پر افغانانو تپل شوې ده او هر څوک وايې چې د پرديو لپاره وژل کيږو، خو له بده مرغه هيڅوک نه وايې چې جګړه بس ده او نور نو د بل په خوښه خپل مسلمان ورور نه وژنم.

دغو جګړو که څه هم ويرانۍ، ويجاړۍ او تباهۍ راکړلې خو د ولس په ژوند کې يې په لوړه کچه دا بدلون راوست چې اوس هر څوک د تحليل او پر حکومت د نقد څښتن شو. دغه جګړه که د ډيرو لپاره د بربادۍ زيږدنده شوه نو له ډيرو لپاره د عايد، شهرت او سياسي موقف ترلاسه کولو لنګه غوا هم جوړه شوه. ځينې يې مدني فعالان کړل، ځينې يې د بشر حقونو مدافعين کړل، ځينې يې د ګوندو او ټولنو رهبران کړل او  ځينې يې د سټيچ پر سر د خبرو کولو لايقین کړل.

په افغانستان کې له لسيزو جګړو وروسته هر څوک په خپل ذات کې يو سياسمتدار شو او هر څوک کولی شي چې د نورو په کړنو نيوکه او نقد وکړي. خو د دوی په منځ کې هغه څوک هم په پراخه کچه شتون لري چې د سياسمتدار، مدني فعال، د ګوند رهبر، ديني عالم، د حکومت منتقد، د پوهنتون استاد او د قومي مخور په نوم د بېچاره، خوار و زار افغان ولس پر سر معاملې کوي او له افغان دښمنه بادرانو څخه د افغانانو د وينې توېدو په مقابل کې امتياز ترلاسه کوي.

د افغانستان جګړه د ډيری همدغه ډول شنونکو، د پوهنتون استادانو او مدني فعالانو لپاره لنګه غوا جوړه شوه او د افغان وژونکې ډلې (طالب، داعش او القاعده) په طرفدارۍ کولو سره د موټرو او آسوده زندګۍ څښتان شول. دوی په رسنيو کې د شنونکو، پوهنتون استادانو او يا مدني فعالانو په نوم د عامو افغانانو پر سره معاملې وکړې او په ايران، مسکو، پاکستان او نورو هيوادونو کې يې د افغانانو د وژنې لپاره په غونډو کې يا پټ او يا ښکاره ګډون وکړ.

دغه ډله شنونکي او د پوهنتون استادان چې کله له بهرنيو بادارانو د افغان وژنې پروژې واخلي دله بيا په افغانستان کې په يوې عادې بهانې د حکومت منتقد په نوم په رسنيو کې د طالب او داعش ته د کمپاين لپاره ملا وتړي. دوی بيا د تحليل کوونکي او شنونکي په نوم د طالب او داعش وحشت توجيه کوي او پړه يې ټوله پر حکومت وراچوي. سمه ده چې حکومت هم د خلکو په ساتلو کې ناکامه شوی دی. مونږ يو کمزوری او بې کفايته نظام لرو، سمه ده چې هره ورځ په لسګونو افغانان وژل کيږي او حکومت ورته لاس تر زنې ناست دی خو دا په دې مانا نه ده چې د طالب او داعش وحشت دې توجيه شي او هر څه دې د حکومت پر اوږو واچول شي. ګناه ګناه ده که هر څوک يې کوي بايد ګناهګار وبلل شي خو له بده مرغه چې دغه ډله شنونکي بيا د طالب او داعش وحشت د هغوی حق بولي او يواځې د پړې ګوته د نظام پر لور اوږدوي.

د دغې ډلې شنونکو يوه ښه بېلګه د پخواني طالب چارواکي نظر مطمین د بندي کولو په غبرګون کې هغه فيسبوکي کمپاين کوونکي دي چې له مطمين يې د سولې پرښته جوړه کړې وه او حکومت يې په دې د سولې په نيت او ارادې نه لرلو تورنولو چې مطمین يې بندي کړی دی. دا مطمين خو کلونه کيږي چې آزاد ګرځېدو او په رسنيو کې به يې په ښکاره د طالب لپاره کمپاين کولو؛ د سولې لپاره يې څه وکړل؟ مطمين خو کلونه کيږي چې ښکاره د طالب وحشت د طالب حق بولي او ننګه يې کوي، ولې يې تر اوسه يو طالب ته هم دا قناعت ورنه کړ چې دلته ستا په مرمۍ بې ګناه افغانان وژل کيږي؟ څنګه په يوځل د حکومت لخوا په بندي کولو سره مطمین د سولې پرښته شوله؟

د دغو طالب پلوه ترهګرو شنونکو تر ټولو بد خاصیت لا دا دی چې په وروستيو کې د طالب او داعش په خونړيو بريدونو کې په سلګونو شهيدو افغان سرتيرو او عامو افغانانو په وژنو يې بيخي سترګې پټي کړي دي او غوږونه کاڼه کړي دي. هيڅ يو يې ونه ويل چې طالبه خدای دې کور وران کړه چې بې ګناه افغانان دې شهيدان کړل، هيچا ونه ويل چې دلته خلک وژل شوي، ميندې بورې شوي، ښځې کونډې شوي او اولادونه يتيمان شوي دي. دوی شنونکي او د پوهنتون استادان نه بلکې په حقيقت کې د طالب او داعش لوډسپيکرونه دي چې د پردي بادار په لارښوونه غږيږي. خدای دې ټول افغان ولس د دغو پليتو انسانانو له شره خلاص کړي. که دوی مهار نه شي د روانې جګړې مهار ډير ستونزمن دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply