د انګریزي ښکیلاکګرو پر خلاف ستر ملي مبارز د ترنګزو حاجي صیب

0 1,162

د انګریزي ښکیلاکګرو پر خلاف ستر ملي مبارز دترنګزو حاجي صیب

ډاکټر لطیف یاد
دترنګزو حاجي صیب چې اصلي نوم یې سید فضل واحد او دپلار نوم یې فضل احد و په ۱۸۵۶۶ زیږدیز /میلادي کال د پښتونخوا دچار سدې په نوي کلي ترنګزو کې ژیږیدلی دي . دي په اصل کې دتاړن قبیلې ته منسوب دي چې په اصل کې غرغښتي پښتانه دي .نیکونه یې ددیارلسمې لیږدیزې /هجري پیړۍ په نیمایی کې دافغانستان دکندهاره پښتونخوا ته لاړل او دچارسدې په ترنګزو کې میشته شول نو ځکه ده هم دترنګزو په حاجي صیب سره شهرت وموند .
حاجی صیب د هډی دابوبکر اخونزاده نه خپلې لومړنۍ دینې زده کړې تر سره کړې ،بیا دحج دفریضي داداکولولپاره بیت الله شریف ته لاړ او دبیرته راتلو سره یې سم دستر دیني لارښود او دانګریزانو دستر دښمن دهډې اخونزاده صیب ملا نجم الدین اندړ لاس نیو ی یې وکړ.
هغه وخت چې په کال ۱۸۹۷۷ زیږدیز کال کې انګریزانو پر ملکنډ برید وکړ نو حاجی صیب دسرتور فقیر چې اصلي نوم یې سعدالله جان و او هم دملی مبارز دهډی اخونزاده صیب په ملګرتیا دانګریزانو خلاف وجنګیدل چې ددوی سره د اشنغر ، ټوبۍ ، مامونزو او اتمانخیلو ملي مبارزین هم ملګري وو. همداراز ده دپیرنګیانو دبل ستر دښمن شیخ الهند مولانا محمودالحسن سره هم اړیکې ټینګې کړې او دبونیر او امبیلې په جګړو کې یې دانګریزانو پر خلاف ونډه واخیستله .حاجي صیب وروسته بیا دانګریزانو له خوا ونیول شو او درې کاله جیل یې تیر کړ.
همداراز ده دافغانستان دخپلواکۍ په دریمه جګړه (۱۹۱۹ زیږدیز کال )کې هم دافغانانو
مرسته وکړه او په ډکه کې یې دانګریزانو خلاف دهغو سره اوږه په اوږه وجنګید .
کله چې په ۱۹۳۰۰ زیږدیز کال کې فخر افغان خان عبدالغفار خان دپیرنګیانو له خوا ونیول شو نو ده دخدایی خدمتګار دتحریک ملاتړ وکړ او په ملکنډ کې یې دانګریزانو پر خلاف ملي پاڅون پیل کړ چې په پای کې انګریزان سولې ته راضي شول .
دترنګزو حاجي صیب د ۱۹۳۷ کال ددسمبر دمیاشتې په ۱۴۴ نیټه وفات شو او دده دوصیت سره سم دمو مندو دغازي اباد دکلي دجومات په غولي کې ښخ شو . دترنګزو دحاجی صیب ددغه ستر ملي مبارز اروادې ښاده وي .

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply