پر پښتو نثر د ژباړې اغېز کتاب چاپ شو.

0 2,776

پر پښتو نثر د ژباړې اغېز د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د پښتو څانګې د استاد پوهنمل اسدالله وحیدي اثر دی چې تازه چاپ شوی دی. کتاب په ښکلي صحافت اکسوس کتابپلورنځي خپور کړی دی. دا لومړی ځل دی چې په پښتو کې د ژباړې پر اغېز یو خپلواک اثر لیکل کېږي. په پښتو کې دغه ډول څېړنه لږ شوې، اړتیا شته او وه چې په دې برخه کې لا زیاته څېړنه وشي. پښتو ژبه په رسنیو او دولتي ادارو کې تل د دویمې ژبې په توګه کارول شوې، معنی دا چې لیکنه لومړی په دري کېږي او بیا پښتو ته را ژباړل کېږي. دا کار زموږ په اخبارونو، مجلو، راډیوګانو، ټلویزیونو او نورو رسنیو کې له پخوا دود شوی دی. په دې وروستیو کې پښتو ته ډېره ژباړه هم کېږي او ځوان ژباړونکي هره ورځ له خپلې ژبې سره د مینې لپاره پر ژباړه بوخت دي. په دې کې شک نشته چې ژباړه به ژبه غني کوي، خو چې زموږ ژباړونکي په ځېرتیا سره ژباړه وکړلی شي او اصول مراعات کړي.
دا کتاب له ژباړونکو سره د یو لارښود په توګه مرسته کوي چې ښه ژباړه وکړي؛ داسې ژباړه چې هم خپلې ژبې ته مفهوم په ښه ډول را ولېږدوي او هم خپله ژبه د نورو ژبو له زیانونو څخه خوندي کړي. ژباړونکي، په ځانګړي ډول ځوان ژباړونکي به له دې کتاب نه ډېره ګټه واخلي.
کتاب په کابل له اکسوس کتابپلورنځي تر لاسه کولی شی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply