تر دې وروسته به د سړک پر غاړه خوب کوو

0 1,157

په لویو ښارو کې تر ټولو لویه ستونزه ټرافیکي ازدحام او همدا ډول د موټرونو غږونه وي، دا ستونزه یوازې په افغانستان کې نه ده، بلکې په نړۍ کې پر یوې جدي موضوع بدله شوې ده، خو خلک ورته لاس تر زنې ناست نه دي، بلکې ډول ډول کارونه یې کړي چې حل لار ورته پیدا کړي.
د مشي‌ګن پوهنتون څېړونکیو داسې یوه مانع اله یا خنډ جوړ کړی چې کولای شي ټرافیکي شور ۹۰ فیصده را کم کړي.

که څه هم د لويو لارو پر سر په جوړو کورونو کې د موانعو اېښودو تجربه تر ډېره ناکامه شوې ده او همدا ډول هغه موانع چې سوري په کې و، کېښودل شول چې غږونه را کم کړي، مګر بیا یې هم کومه خاصه پایله ور نه کړه.

اوس دوو پروفیسورانو له الومونیم څخه داسې یو څادر جوړ کړی چې له ښې لاسه چپ لور ته په دریو کتارونو کې په‌کې د پاڼو په شکل سوري ایستل شوي چې له مخې به یې د غږونو په کنټرول کې ۹۰ فیصده مرسته وکړي.

د دې موانعو جوړونکیو پروفیسور کون ویل وانګ او منوج تهوډا وايي، که چېرې دا اپلیکېشن ډوله خنډ هغه ډول چې دی، وکارول شي، یا هم سمه ګټه ترې پورته شي، د موټرو له غږونو به نړۍ په امان شي.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply