داعشيان، طالبان، لشکر طيّبه او نورې ترهګرې ډلې له اسلامي ارزښتونو سره هېڅ تړاو نه لري

0 1,183

داعشيان، طالبان، لشکر طيّبه او نورې ترهګرې ډلې له اسلامي ارزښتونو سره هېڅ تړاو نه لري

جوماتونه نړول او لمونځ کوونکي وژل نااسلامي کړنې دي

زموږ دنده بلنه او رسونه او د خلکو د هوساينې لپاره خدمت دی، نه د خلکو وژنه او نه د جوماتونو نړول. نه پېغمبر داسې جهاد کړی، نه راشده خليفه ګانو او نه الله تعالی چا ته داسې لارښوونه کړې

 

سيد حسين پاچا

حرام مال / د حرامو خوړل او مکري اعمال :

1) Hajjaj ibn yousuf feared the dua of ulemas against him so once he invited them for dinner and gave them food from haram earning and then said to himself “now I do not have to fear from their dua’s against me”.

2) Hajjaj ibn yousuf once saw a blind man doing tawaf, the blind man was supplicating to Allah SWT for cure of his blindness, Hajjaj ibn yousuf asked him how many circles did you perform? the blind man said 4 circles.

hajjaj ibn yousuf said if your eyes are not cured by the end of tawaf I will behead you, the blind man in fear of his life now started supplicating to Allah with humility and from his heart and by the end of tawaf his eyes were cured by Allah SWT.

 Moral: Don’t just make dua’s as if your reading something rather call to Allah SWT with humility and your heart.

 

فأين هذا وأين ما يجري اليوم في زماننا؟ الحجاج كان يقتل من يتخلف عن الجهاد، واليوم يُقتل من يدعوا للجهاد! الحجاج كان أفصح الناس، وكان حريصاً على اللغة العربية لذلك عرّب الدواوين، واليوم بعض الحكام لا يستطيع أن يقرأ صفحة من ورقة مشكّلة! الحجاج فتح البلاد الواسعة، وبعض الحكام اليوم يبيعها للكفار. الحجاج كان يقرئ القرآن كل ثلاث ليالٍ، وهو الذي أمر بتشكيله وحفظه، فيما يُحارب اليوم من يُعلمه في بعض بلاد المسلمين. الحجاج مات ولم يترك إلا 300 درهم، وبعض حكامنا يملكون مليارات الدولارات. بل هم أغنى أغنياء العالم بتقرير فوربس. الحجاج ما تلتطخ اسمه قط بالفروج والخمور، وأما في عصرنا … الله المستعان. ثم تقول حالنا اليوم أفضل؟ لقد هزلت حتى بان هزالها.

 

لومړی :

حجاج د يوسف الثقفي زوی به د علماو له ښېراو نه وېرېده. يوه ورځ يا يو ځلې يې دوی ته ماښامنۍ له حرام مال نه تياره کړه او پرې ويې خوړه او له ځان سره يې وويل ((نور د دوی له ښېراو نه وېرېږم)).

دويم :

حجاج د يوسف الثقفي زوی يوه ورځ يو ړوند په طواف کې وليد چې په طواف کې يې خپل ځان ته د سترګو د روغتيا دوعا کوله. حجاج ترې وپوښتل چې څو ځل دې طواف کړی دی؟ هغه ورته وويل چې څلور ځلې.

حجاج ورته وويل که د طواف تر پايه دې سترګې روښانه ((جوړې)) نه شوې، نو سر به دې پرې ((غوڅ)) کړم. هغه له وېرې په ډېر اخلاص او عاجزۍ سره الله تعالی ته سوال وکړ. د طواف په پای کې الله تعالی يې سترګې روښانه ((جوړې)) کړې. په دوعا کې اخلاص او عاجزي ((خشوع او تواضع)) اړينه ده.

درېيم :

له دې سره سره چې حجاج د يوسف الثقفي زوی په اسلامي تاريخ او په اسلامي ټولنه کې ښه مخينه نه لري، ولې سره له دومره فتوحاتو يې بيا هم دومره څه نقد او جنس نه لرل، لکه نن يې چې زموږ عربي مشران او يا د نورې اسلامي نړۍ مشران په تېره بيا زموږ جهادي ټيکه داران يې چې لري. کله چې مړ شو درې سوه درهمه (300) يې لرل.

زموږ جهادي پرېښتو له بره تر کښته څه ونه کړل. ځينې بيا خلک تښتوي، پيسې ترې اخلي او بيا وايی چې موږ يې په جهاد کې لګوو. لومړی خو د دې ثابتول سخت دي، بيا د برمتې او تښتونې حرامې پيسې کله په جهاد هغه هم د بېګناه ولسي خلکو په وژنه کې لګول روا دي؟ د مکې مشرکينو حرامې پيسې د بيت الله په جوړونه کې نه لګولې، د پنجاب په نغوته او نااعلان شوې جګړه حرامې پيسې لګول د خلکو په وژنه کې له بيت الله هم غوره دي؟

شننه :

که موږ او يا زموږ مخکېنی هېواد مشر د مفسدو چارواکيو خواخوږی نه وای، نو نن و پرون به طالبان دومره واکمن نه ول او نه به کاغذي جهاديانو، داړه مارو، لنډه غرو او نورو خالصو غلو له جهاده داسې ناوړه ګټه کوله، خو ده په لوی لاس وهڅول ((هر څه چې کوئ، خو له هېواده يې مه وباسئ)). زموږ پانګه خو ټوله بهر ته وتلې ده. حجاج بن يوسف يوازې ۳۰۰ درهمه لرل، خو نن زموږ هر يو جهادي چارواکی له ميليونو او ملياردونو ډالرو څښتنان دي.

 

د نظام دننه پينځم ستون : محمد ايمل

ګڼه جهادي چارواکی پانګه يې
۱. عطا محمد نور 2 ميليارد ډالر
۲. قسيم فهيم 1.5 ميليارد ډالر(چی اوس يې اديب جان ځای ناستی دی)
۳. استاد ربانی 1.2 ميليارد ډالره چی اوس يې ورباندی د اولادو خپلو منځونو کې جنګ دی
۴. د احمدشاه مسعود ورونه او زوی احمد مسعود 1.1 ميليارد ډالر
۵. محمود کرزی 845 ميليونه ډالر
۶. گل آغا شيرزی 810 ميليونه ډالر
۷. عبدالرشيد دوستم 810 ميليونه ډالر
۸. داکترعبدالله 780 ميليونه ډالر
۹. حاجی ظاهر قدير 760 ميليونه ډالر
۱۰. خليلی 730 ميليونه ډالر
۱۱. اسماعيل خان 720ميليونه ډالر
۱۲. محمد محقق 715ميليونه ډالر
۱۳. استاد سياف 700 ميليونه ډالر
۱۴. صبغت الله مجددی 640 ميليونه ډالر
۱۵. پيرسيداحمد گيلانی 530 ميليونه ډالر
۱۶. رحيم وردگ 490 ميليونه ډالر
۱۷. شيخ آصف محسنی 450 ميليونه ډالر
۱۸. انورالحق احدی 420 ميليونه ډالر
۱۹. بسم الله محمدی 340 ميليونه ډالر
۲۰. فاروق وردگ 320 ميليونه ډالر
۲۱. سيدحسين انوری 300 ميليونه ډالر
۲۲. قانونی 290 ميليونه ډالر
۲۳. امان الله گذر 265 ميليونه ډالر
۲۴. عبدالرؤوف ابراهيمی 250 ميليونه ډالر
۲۵. شيرخان فرنود 200 ميليونه ډالر
۲۶. امرالله صالح 195 ميليونه ډالر
۲۷. فضل الهادی مسلميار 180 ميليونه ډالر
۲۸. خليل الله فروزی 175 ميليونه ډالر
۲۹. حسين فهيم 150 ميليونه ډالر
۳۰. عمر داودزی 140 ميليونه ډالر
۳۱. ملاتره خېل 100 ميليونه ډالر
۳۲. امان نو انديش شاروال سابق کابل 75 ميليونه ډالر
۳۳. ايوب سالنگی 55 ميليونه ډالر
۳۴. صديق چکری (رباط پلورونکی) 35 ميليونه ډالر
۳۵. زلمی ويسا 25 ميليونه ډالر
۳۶. الله گل مجاهد 18 ميليونه ډالر
۳۷. بصير سالنگی 16 ميليونه ډالر
۳۸. باز محمد احمدی 14 ميليونه ډالر
۳۹. ظاهر اغبر 12 ميليونه ډالر
۴۰. کرام الدين کريم 8 ميليونه ډالر
۴۱. حضرت علي ؟؟؟

نوموړي پر هېليکوپټر ليکلي وو ((اين طياره ای شخصي حضرت علي است، کسې حق دعوه ندارد)) شاړی او شخصي الوتکې ته ګوره. پلار يې پر خر سپور شوی نه وو او ده د جهاد په نوم د بيت المال دولتي الوتکه شخصي کړې وه.

او داسې نور …

له دومره دارايي (پانګې) سره دوی بيا هم د خپلو مړو نمانځنې او خيراتونه له بيت الماله کوي. دا خو لا څه ان چې د مړو په نمانځنو کې ولس ته دولتي ډاټسنې، وسلې کلاشينکوفونه او برچې سترګو ته نېغې نېغې کوي او بيا له الله تعالی نه ورته د بښنې هيله لري.

 

سرخط بيا پخپله نننۍ ليکنه ((ستانکزي د قطر طالبانو ته رشوتونه ليږلي)) کې ليکلي :

[[غرب د طالبانو په اند کفري نړۍ ده او کفر ملت واحده دی، خو شهاب الدين دلاور له اسلامي قطر څخه خپل بچيان فرانسې ته لېږي، د دوی په خبره، د فرانسې کفري درس پرې وايي، د فرانسې په کفري ډيګري يې سمبالوي، خو په افغانستان کې د اسلام او کفر په نامه د وينو لښتي بهوي.

دلاور ته د قطر تعليمي سويه ټيټه ښکاري، ځکه خو له معصوم ستانکزي خپلو بچيانو ته د فرانسې سکالرشيپ اخلي.

په افغانستان د زرګونه پوځي سرتېريو اولادونه په خپلو سيمو کې له لوست او ښوونځي محروم دي، خو معصوم خان د شهاب الدين دلاور بچيان د فرانسې په سکالرشيپونو نازوي، قطر ته پيسې او بودجه ځانګړې کوي، خو د شهيدو سرتېريو کورنۍ د خپلو شهيدانو د اکراميې په پيسو پسې کرۍ ورځ دفتر په دفتر لالهانديو په مخه کړې وي]].

 

دغه خبره بايد روښانه شي. که د دلاور بچيو ته د فرانسې سکالرشيپونه ورکول شوي وي، نو بيا طالبان د نورو خلکو بجيان ولې له ښوونځيو منعه کوي او ولې ښوونځي تړي؟

 

حجاج له دې سره سره چې سخت ظالم او وينه تويوونکی وو، ولې بيا هم د علماو او د خلکو له ښېراو نه وېرېده. دا ورته پته وه چې په حرام خوړلو سره له انسانه جوهر ځي او د حرام مال او خوراک په خوړلو سره الله تعالی د چا دوعا ښه وي او که بده نه قبلوي. ځکه يې له ځان سره دا خبره وکړه چې ((نور د دوی له دوعاو او ښېراو نه وېرېږم)).

 

د حرامو په خوړلو سره په انسان کې کمزورتيا، نفاق او وېره خپريږي او د ځواب ويلو توان نه لري. جږهر له مينځه ځي او په ټولنه کې خپل عزت ((وقار، درنښت)) له لاسه ورکوي. زموږ په حکومتي لوړپوړو او ټيټ پوړو دولتي جارواکيو کې هر څوک د خپل توان په کچه په يو بڼه د بڼو په فساد کې ښکېل دي. د مړو او شهيدانو نمانځنې، فاتحې او دوعاګانې مو هم نمايشي او سياسي دي. ملکي، دفاعي او ښوونيز مرکزونه، سړکونه او څلور لارې، تپې ((غونډۍ)) تر پوهنځيو او هوايي ډګرونو پورې مو د جهادي مفسدينو په نوم دي چې د فساد او د تعصب ډډوزو يې د هېواد فضا او نړۍ نيولې ده. ولايتې چارواکي يا جهادي بدمعاشان څوک له خپلو دندو نه شي ليرې کولی. له هوايي ډګره خلک تښتوي او بيا يې پخپل کور لاس تړلی وهي او زوی يې تری غوږ خوري بيا هم پر خپله دنده پاته وي، نو طالب به څنګه پر حکومت خوله نه لګوي؟

 

همدغه لوړپوړی ولايتي چارواکی بيا په يوه ويډيو کې وايی ((طالب به مراتب از فلان بهتر است))، خو د خپلو شخصي ګټو لپاره بيا له هماغه کس سره له هېواده بهر د حکومت پر وړاندې ودريږي او ګوتڅنډنې ورته کوي او د حکومت بل لوړپوړی چارواکی ترې ننګه کوي، نو طالب به څنګه د هېواد په پلازمينه او نورو برخو کې سخت ناتاره ګوزارونه نه کوي. له بده مرغه د طالب پر څپېړه زياتره ولسي خلکو ته مرګ ژوبله اوړي نه مفسدينو ته.

 

سړی ځينې وخت غني ته حيران شي. هسې بېځايه لاپې وهي. زور دې نه رسي. پخپل حکومت کې يې دننه له طالبه بدتر خلک شته چې هم حکومتي دنده لري، هم معاش خوري او هم يې له ټولو امتيازاتو برخمن دی، ولې بيا هم له حکومت سره خواخوږي نه لري او د خپلو شخصي ګټو لپاره له همدغو طالبانو او نورو ترهګرو ډلو سره يارانه ساتي. طالب خو همدوی له غرونو د ښار.کوڅو ته همدوی راوست. که له يو لورې ملت له ترهګرو نه کړيږي، نو له بل لورې بيا له همدې لنډه غرو نه په تنګ دی.

 

د قاضي حسين احمد د خولې خبره ده چې ويل به يې : ((موږ رباني د چترالی ملا په نوم د داوود خان له استخباراتو پټ ساته))، خو نن زموږ هر څه ورته ښکاره دي. د چترالي ملا زوی نن زموږ د بهرنيو چارو وزير دی هغه به څنګه د څارګرې ادارې له نفوذه ځان خلاص کړي چې پلار يې ورته پټ ساته. د پاکستان له خوښې پرته د هند دوستي ورته د سر په بيه تمامه شوه. د نظار شوری مشر ((ماويست مجاهد)) جنرال حميدګل ته د خاد ليست ورکړ او داسې نور هر يو يې د خپلې وسې او توان په اندازه د هېواد او ولس پر خپله دښمني پاللې ده.

 

ظابط حليم د شېوه کيو د مولوي خالص د ډلې قوماندان چې په شمشاد کې د خالص ډلې ته تسليم شوی وو او بيا يې د کابل په شېوه کيو کې جبهه لرله. هغه وخت قوماندان فيصل د تهزين د حاجي جبار بابکرخېل قوماندان لا هم ژوندی وو. يوه ورځ آی ايس آی د پېښور بالاحصار ته غوښتی وو چې د افغانستان د اردو د وسلو او زيرمتونونو په تړاو ترې وپوښتي، نو هغه ورته ويلي وو چې درست ده، خو لومړی تاسې ما ته يوازې د دې بالاحصار د وسلو په تړاو ما ته معلومات راکړئ چې تاسې افغانستان ته ساتلې دي، نو زه به تاسې د افغانستان د وسلو معلومات درکړم چې خبره يې ګواښنې ته رسېدلې وه او ورته يې ويلي وو چې تاسې بايد دا خاوره ژر تر ژره پرېږدئ. هغه بختور وو چې هغه وخت د آی ايس آی له چنګاله خلاص شو.

 

د ترهګرو ځالې معلومې دي، نو بيا ولې ورپسې هلته نه شي ورتللی؟ ولې امريکا و ناټو دغسې غوڅ اقدام نه کوي؟ پنجاب په موږ کې څلوېښت کاله کار کړی او ځان يې ښه ژور هرې نقطې ته رسولی او دا رېښي غوڅول اوس اسانه کار هم نه دی، خو دا قوي عزم او د وطنپالې روحيه غواړي چې څنګه خپلې او د نورو ګټې جلا کړي؟

 

له دښمنه ګيله په کار نه ده. د پنجاب څارګره اداره زموږ سرسخته نه پخلا کېدونکې دښمنه ده. سياسي دښمن له چا سره نه پخلا کيږي. موږ تل پر اسلام او مذهب دوکه خوړلې، خو سياست او د ستراتيژيک ژورتيا هوس او اسلام سره هېڅ تړاو نه لري. تر څو چې موږ سياست او اسلام سره جلا نه کړو، موږ به تل د څارګرې ادارې او د هغوی د لاسپوڅو تش په نوم اسلامي ترهګرو ډلو څخه سخت ګوزارونه وينو. دا نن هم زموږ سفير بيا د طالبانو روحاني پلار ته ورغلی او د سولې تمه ترې لري. د هغه مولانا د اختيار کيلي له بل چا سره ده. له څښتن تعالی مو تمه ښکته ده او د غلام ابن الغلام لمن مو نيولې ده، نو څنګه به الله تعالی راسره مرسته وکړي؟

 

سالم بن عبدالله بن عمر :

عُرِفَ في زمانه بزهده وورعه، وقال عنه الإمام مالك: لم يكن أحد في زمان سالم أشبه بمن مضى من الصالحين في الزهد والفضل والعيش منه.

ولقد دخل هشام بن عبد الملك في حجه الكعبة؛ فإذا هو بسالم بن عبد الله فقال له: سالم سلني حاجة، فقال: إني لأستحي من الله أن أسأل في بيته غيره، فلما خرج سالم خرج هشام في أثره؛ فقال له: الآن قد خرجت من بيت الله فسلني حاجة، فقال سالم: من حوائج الدنيا أم من حوائج الآخرة، قال: من حوائج الدنيا فقال سالم: إني ما سألت الدنيا من يملكها؛ فكيف أسألها من لا يملكها، وكان سالم خشن العيش يلبس الصوف الخشن، وكان يعالج بيده أرضًا له وغيرها من الأعمال ولا يقبل من الخلفاء وكان متواضعا وكان شديد الأدمة وله من الزهد والروع شيء كثير.

وفي يوم عرفه نظر إليه هشام بن عبد الملك فرآه في ثوبين متجردًا فرأى كدنة حسنة فقال: يا أبا عمر، ما طعامك؟ قال: الخبز والزيت، فقال هشام: كيف تستطيع الخبز والزيت قال أخمره فإذا اشتهيته أكلته قال: فوعك سالم ذلك اليوم فلم يزل موعوكًا حتى قدم المدينة.

وبلغ من زهده أنه لم يكن ليجمع شيئًا إلا للدار الآخرة، وكان ما في بيته من أساس لا يساوي شيًا فقد آثر أن يُجهز داره في الآخرة، ودخل عليه ميمون بن مهران فقوم كل شيء في بيته فما وجده يساوي مائة درهم، ودخل عليه مرة أخرى فما وجدت ما يسوى ثمن طيلسان.

 

هشام بن عبدالملک مکې ته حج ته راغلی وو. کله چې کعبې ته ننوته سالم بن عبدالله يې وليده چې هلته ناست وو. ورته يې وويل ((که څه غواړې راته وايه). يا په بله مانا که څه خدمت دې وي راته ووايه چې ويې کړم. سالم ورته وويل ((ما ته حيا ((شرم)) راځي چې د څښتن تعالی په کور کې له بل چا غوښتنه وکړم)).

 

کله چې سالم له بيت الله راووته هشام ورپسې راووت. ورته يې وويل چې اوس خو له بيت الله راووتې له ما څه وغواړه چې در يې کړم. هغه (سالم) ورته ويل دنيوي او که له اخروي نه؟ هشام ورته وويل ((له دنيوي نه)).هغه (سالم) ورته وويل ((ما له هغه چا نه چې د دنيا څښتن دی دنيوي غوښتنه نه ده کړې، نو څنګه به له هغه چا نه دنيوي غوښتنه وکړم چې څښتن يې نه دی.

 

د هغوی خوراک به ډوډۍ او زيتون ول، خو زموږ جهاديان نن په ډېرو خوراکونو او څښاکونو نه مړيږي. يو عربي شاعر وايی :

نعم الامير علی باب الفقير

بئس الفقير علی باب الامير

 

مخکېنی هېواد مشر حامد کرزی :

زموږ مخکېنی هېواد مشر له دندې پرېښوو وروسته په دې وروستيو شپو ورځو کې ډېر فعال شوی. په دې وروستيو کې يې د سوشي په غونډه کې هم ګډون کړی وو او هلته يې بيا له خولې کارغان والوځول. دلته لندن ته هم راغلی وو. دا خو همدا امريکا وه چې له ده، نورو جهادي مشرانو او حقاني نه يې سړي جوړ کړل. د پوتين په څنګ کې ناست او هلته بيا پر امريکا باندې بد وايی. درست ده چې داعش د منځني ختيځ لپاره د امريکا پروژه وه، خو د روسانو په وخت کې موږ مجاهدين ((بوجۍ دين)) هم د امريکا پروژه وو او نن يې هم پروژه يو. طالب يې هم پروژه وه چې زموږ د دواړو روزنه آی ايس آی کوله او آی ايس آی موږ ورته روزلو چې د روسانو پر وړاندې مو وجنګوي.

 

The Rise of Taliban

Rafiq Afghan has come out with detailed arguments with his own viewpoint which appreaed in weekly Takbeer of March 02, 1995 (Pp. 17-20). Resume of this article is produced here-in-under:

The America CIA is involved in raising the Taliban through the British diplomats who have good knowledge about the people of Afghanistan against whom they had fought three wars. The British diplomats selected two Maulvis of JUI (F & S) who had strong links across the border. Beside financial assistance they were given such vehicles which were equipped with most modern communication system. After that they were noticed on regular errands to Kandahar. For one year they struggled constantly, contacted pro-Zahir commanders of Kandahar, assuring them necessary assistance, and met regularly the Maulvis of the maddrassas along the border. Then it was decided to raise the Taliban force.

 

د مولانا محمد خان شيراني په خبره ((د پاکستان په ښوونيز (تعليمي) نصاب کې د قران کريم د جهاد په باره کې اياتونه د امريکا د ډاډمنتيا لپاره شامل کړل شوي وو، چې د کمونيزم پر خلاف خلک چمتو کړای شي.)).

قاضي حسين احمد يې بيا د امريکا سفير ته ويلي وو ((زه ستاسی ملګری يم ستاسې پر ضد زموږ څرګندونې د عامو خلکو ارامولو لپاره دي.)).

 

د پنجاب څارګره اداره زموږ په وينه و رګونو کې ننوتې ده خلاصون ترې اسانه نه دی. هغوی ته زموږ د ضعف ((کمزورتيا)) ټکي معلوم ((روښانه)) دي. هر وخت يې چې زړه شي له هماغه ځايه مو رانيسي او بيا مو چېغې و بغارې ورته خېژي.

د بېلګې په توګه ښاغلي کرزي لږ ځان پورته پورته کولو. آی ايس آی يې ورته لومړی پلار او بيا ورور ورووژل او لارې ته يې بيرته راوست. هماغه وو چې له سليم صافي سره يې په مرکه کې روښانه کړه چې د امريکا وپاکستان په جنګ کې به د پاکستان په خوا کې ودريږي.

همداسې حاجي دين محمد درواخله. دواړه وروڼه حاجي عبدالحق او حاجي عبدالقدير يې ورووژل. نن يې زوی د مايک شاته چې ودريږي هم ډاريږي. هسې بېځايه پرړې وهي.

همداسې مسعود و رباني درواخله. له هند سره يې چې لږه يارانه خوږه شوه، نو له مينځه يې يوړل. پنجاب کله هم د خپل لاس روزل شوي بل چا ته په اسانه نه پرېږدي. همداسې شيخ جميل الرحمان، مولوي منصور، ملا محمد رباني، ملا محمد عمر، ملا منصور، عثماني، ملا دادالله او ورور يې او داسې نور. ملا برادر يې له ژونده توبه ګار کړ. ملا معتصم يې له وطنه ورپسې ورک کړ او اوس هلته د ترکانو په لمن کې پروت دی. ځکه خو آصف ډوزن همدغه ټکي ته اشاره کوي. پاکستان بيا پر ترکيه باندې حساب کوي. له چين سره ژوره دوستي لري او اوس يې د روسيې دوستۍ ته هم لاس ورغځولی دی. له ايران سره يې هم ځان خوږ کړی دی.

ښاغلي کرزي هېښنده لوبې شروع کړي دي. دی چا لوی کړ او چا سړی کړ او بيا د چا په څنګ کې ناست وي؟ ښاغلی کرزی بايد پر دې ځان پوه کړي چې هغه وخت چا د غازي امان الله خان راتګ اروپا ((روم، برلين او مسکو)) ته نه شو زغملی او ترې هيله يې وکړه چې يوځل دلته لندن ته هم راشي، خو هغه هاغه وخت ونه منله او دېخوا ته رانغی. بيا چې وروسته راغی له راتګه يې بيرته تګ ورته ستونزمن شو او هماغه وخت د مونتاژ ښکار شو. د مېرمن عکسونه يې لا پخوا ورته په ټولنه کې خپاره کړي وو.

ښاغلی کرزی د مسعود غوندې هومره چالاکه هم نه دی او نه هغسې ډبل لوبه کولی شي. په قرغزستان، سوشي، لندن او داسې نورو ځايونو کې بېځايه نيوکو به خپل ځان سپک کړي. دی د سيد يوسف رضا ګيلاني او د زرداري غوندې تکړه هم نه دی چې د سلالې پوستې په قضيه کې زرداري تهران او ګيلاني بېجينګ ته ولاړ او له هاغه ځايه يې غږ پورته کړ :

((د چين دښمن زموږ دښمن دی)). همداسې زرداري د نلليکې تړون لاسليک کړ، خو هېڅ يې ونه کړل او هغه پروژه هماغسې ورکه شوه.

 

اوس که ورته موږ فکر وکړو په پښتنو کې موږ له فراه وهراته رانيولې تر کندهار و پکتيا او تر مشرقي زون پورې ان تر تخار، بغلان، کندوز وسمنګان پورې په پښتنو کې داسې څوک راپاتې نه دي. دوستم چې خپلو خلکو او قوم ته کار کړی لږ و ډېر يې يو څوک شاته شته. همداسې مسعود و پنجشيريان و عطاء درواخله چې خپلو خلکو او قوم ته يې يو څه کار کړی او همداسې خليلي او نور درواخله چې لږ وډېر يې يو څوک شاته ودريږي. کرزی خو ارګ ته يو له سر او دوه غوږنو سره ننوته او همداسې ترې راووته. په تېرو حکومتونو کې به ټول مشرقي زون نيمايي حکومت چلولو، خو نن هاغه تشه پنجشيريانو ډکه کړې ده چې له يوې ولسوالۍ نه واخله ټول حکومت دوی نيولی دی. مشرقي يو سمت دی، پکتيا يو سمت دی، کندهار يو سمت دی، خو پنجشير يوه ولسوالي ده. له اصولي پلوه لا د ولايت حق نه لري.

 

نن هاغه دی عطا څوک له واکه نه شي ليرې کولی، همداسې داسې نور درواخله. سياف د مسعود لکۍ نيولې وه او اوس يې هم نيولې ده. همداسې ظاهر قدير درواخله چې دی اوس د غني پر وړاندې له عطا سره کيني. پلار يې هم د شمال ټلوالې لکۍ نيولې وه. دا ځکه چې دوی اوس په قوم کې څوک نه لري چې شا ته يې ودريږي، نو ځکه به د شمال ټلوالې د عطا لکۍ نيسي او ورپورې به زانګي.

 

همداسې ملا عمر و ملا منصور درواخله چې پاکستان پيدا کړل او هماغسې يې ورپسې ورک هم کړل. دا ځکه چې څوک خپلې خاورې او خپل ولس ته سپک نظره شي او د نورو ملايانو فتواو ته يې سترګې نيولې وي، نو همدغسې به يې الله تعالی ذليله او رسوا کوي، لکه دوی چې يې ذليل او رسوا کړل.

 

عن الأعمش قال : كان سالم بن عبد الله بن عمر قاعدا عند الحجاج ، فقال له الحجاج : قم فاضرب عنق هذا ، فأخذ سالم السيف ، وأخذ الرجل ، وتوجه باب القصر ، فنظر إليه أبوه وهو يتوجه بالرجل ، فقال : أتراه فاعلا ؟! فردَّه مرتين أو ثلاثا ، فلما خرج به قال له سالم : صليت الغداة ؟ قال : نعم . قال : فخذ أي الطريق شئت ، ثم جاء فطرح السيف ، فقال له الحجاج : أضربت عنقه ؟ قال : لا ، قال : ولِمَ ذاك ؟ قال : إني سمعت أبي هذا يقول : قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : ( مَن صَلَّى الغَدَاةَ فَهُوَ فِي ذِمَّةِ اللَّهِ حَتَّى يُمسِيَ ) !!

 

شرح حديث (من صلى صلاة الصبح فهو في ذمة الله)

اشرحوا لنا هذا الحديث جزاكم الله خيراً، عن جندب بن عبد الله رضي الله عنه قال: قال رسول الله – صلى الله عليه وسلم-: من صلى صلاة الصبح فهو في ذمة الله، فلا يطلبنكم الله من ذمته بشيء، فإنه من يطلبه من ذمته بشيء يدركه ثم يكبه في نار جهنم رواه مسلم، وما معنى يطلبه من ذمته؟

 

المعنى أن من صلى الفجر فهو في ذمة الله يعني فهو آمن لا يجوز الاعتداء عليه، فمن اعتدى عليه فهو معرض لغضب الله، ولدخول النار نسأل الله العافية، والمقصود من هذا أن صلاة الفجر لها شأن عظيم، فمن حافظ عليها حافظ على ما سواها، لأنها أثقل الصلاة على المنافقين مع صلاة العشاء، فالمحافظة عليها والعناية بها دليل على قوة الإيمان، فصاحبها في ذمة الله وفي أمان الله وعهد الله فلا يجوز لأحد أن يتعدى عليه، ومن تعدى عليه فالله جل وعلا سوف يطلبه الله بها بهذه الذمة التي خانها ومن طلبه الله أدركه الله وكبه في النار نسأل الله العافية، والمقصود من هذا التحذير من التعدي على المصلين والتعدي على المؤمنين ولا سيما من حافظ على صلاة الفجر، فإنه دليل على قوة إيمانه وعلى المحافظة على بقية الصلوات فلا يجوز التعدي عليه بأي نوع من العدوان نسأل الله السلامة.

 

له أعمش نه روايت دی چې سالم بن عبدالله بن عمر له حجاج سره ناست وو ورته يې وويل : ولاړ شه او هغه فلانی ووژنه. هغه توره راواخېسته او ولاړ. سړی يې راونيو او د ماڼۍ لور ته يې مخ کړ. پلار يې وليده چې سړي ته يې مخ وو. دوه – درې ځلې يې ورته وويل : تا وليدل چې دا څه کوي؟ کله چې سالم هغه راوويست، ورته يې وويل : د سهار لمونځ دې کړی؟ هغه ورته وويل : هو. سالم ورته وويل په کومه لاره چې دې خوښه وي تللی شې. يعنې خوشې يې کړ. بيرته حجاج ته راغی او توره يې وغورځوله. حجاج ورته وويل : غاړه (ورمېږ) دې د هغه وواهه يعنې ووژلو / مړ کړ؟ هغه (سالم) ورته وويل : نه. حجاج ورته وويل : ولې؟

سالم ورته وويل : ما مې له پلاره اورېدلي چې ويل به يې :

رسول الله صلی الله عليه وسلم ويلي ((چا چې د سهار لمونځ وکړ هغه تر بېګاه ((ماښام)) د الله تعالی په ذمه وارۍ ((تضمين)) کې دی)). څوک چې د څښتن تعالی په ذمه وارۍ کې وي څنګه يې ووژنم؟ خو طالبان وداعشيان نن د الله تعالی هغه تضمين ته هم نه ګوري او خپلې نااسلامي کړنې ترسره کوي. دوی پر کوم جرئت لمونځ کوونکي په جوماتونو کې د عبادت پر وخت وژني؟

 

وضاحت : تر څو چې د الله تعالی او د هغه د پېغمبر صلی الله عليه وسلم لارښوونو ته ارزښت او برتري ورنه کړل شي او کړنې مو د الله تعالی او د رسول الله صلی الله عليه وسلم له لارښوونو ((ارشاداتو)) سره سمې نه شي هسې په تورو، سپينو او شنو بيرغونو پرېښتې کېدلای نه شو. قرآن غوښتنه له موږه د قول او عمل ((وينا او کړووړو)) يو شانته والی دی نه تور، سپين او شنه بيرغونه. بيرغونه هېڅ نه شي کولای.

 

داعشيانو بيا اهل تشيع خپل هدف ګرځولي. دوی هم بايد له ايران سره د سوريه په جنګ کې ځان نه وای شامل کړی. ايران ولې تبعه او نورې پوځي پرسونل ښکاره نه ليږي چې د افغانستان له اهل تشيعو نه کار اخلي او هلته د هديرو او زيارتونو په پلمه ترې د اسد د نظام ننګه کوي. ښکاره خبره ده چې زموږ اسلامي ګاونډيان بيا د خپلو شومو اهدافو لپاره له افغانانو کار اخلي. چا طالبان استخدام کړي او چا بيا اهل تشيع استخدام کړي دي او خپلې موخې پرې تعقيبوي.

 

په درنښت

سيد حسين پاچا

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply