د ټرمپ او غني زور پاکستان پيغورونو ته اړ کړ / خوشحال آصفي

0 1,003

وروسته له هغې چې د امريکا د بهرنيو چارو وزير په بګرام کې له ولسمشر غني سره وليدل او بيا پاکستانه په سفر ولاړ او له هغه ځايه امريکا ته ورسېد؛ پاکستان پر افغان حکومت او امريکا د پيغورونو لړۍ شروع کړه. تيره ورځ د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان لپاره د امریکا ستراتیژۍ یو وار بیا ناکامه وبلله او په ملنډو یې وویل چې د امریکا ناکامي افغانستان ته د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر په سفره کې په ډاګه شوه چې کابل ته یې د تګ جرات ونه کړ. اصف د ريشخند په توګه ويلي «په بګرام کې له ټیلرسن سره له کتلو وروسته د افغانستان ولسمشر ته خپل هیواد پردی ښکارېده.» خواجه آصف تر دې یوه ورځ وړاندې هم د پاکستان سنا جرګې ته په څرګندونو کې ويلي ول چې د امریکا نوې ستراتیژي هغو جنرالانو جوړه کړې ده چې د افغانستان په جنګ کې یې ماته کړې ده.

خواج آصف ولې په پيغورونو خوله خلاصه کړې؟

دوه دليلوونه شته چې خواجه آصف يې امريکا او افغانستان ته په پيغور ورکولو مجبوره کړی دی.

لومړی: پاکستان ته له سفر وړاندې په بګرام اډه کې له ريکس ټيلرسن سره د ولسمشر غني ناڅاپي ملاقات: په دغه کتنه کې چې په کور دننه د ډيرو هيوادوالو غبرګونونه يې هم لرل؛ ولسمشر غني بګرام هوايې اډې ته د ريکس ټيلرسن ليدو ته ځکه ورغی، چې ټيلسرن په مخکې د پاکستان سفر درلود او ولسمشر غوښتل چې ټيلرسن ته د پاکستان په اړه د افغان حکومت پيغام او غوښتنې د ټيلرسن په لاس هم وليږي. په بګرام کې ځکه د ولسمشر غني او ټيلرسن ليدل وشول چې ټيلرسن له امريکا مستقيماً د پاکستان پر لور د سفر موزې پر پښو کړې وې، خو ولسمشر غوښتل چې يو ځل بيا خپلې غوښتنې د ټيلرسن پر مټ له پاکستانه مطرح کړي نو ځکه يې په بيړني توګه بګرام کې له ټيلرسن سره وکتل.

له دغه کتنې وروسته کله چې ټيلرسن د پاکستاني چارواکو سره وليدل نو له پاکستانه د ټرمپ د سختو غوښتنو تر څنګ د افغان ولسمشر غني غوښتنې او وړانديزونه يې هم مطرح کړل. په دغه سفر کې ټيلرسن په مستقيم ډول پاکستان ته ويلي چې پاکستان طالبان د افغانستان پر ضد استعمالوي. خواجه آصف چې د ټيلرسن په لاس د ټرمپ او غني غوښتنو په غصه کړی و؛ نو له پاکستانه د ټيلرسن له راوتلو سره سم يې هم افغان حکومت او هم امریکا ته په پيغورونو ورکولو خوله راخلاصه کړه. خواجه آصف بېچاره ته يواځې همدا لاره پاتې وه چې د خپل زړه باد وباسي.

دويم: ټيلرسن پاکستان ته په خپل سفر کې پاکستانيانو ته د ټرمپ ګواښونه او غوښتنې هم مطرح کړي دي. ويل کيږي ټيلرسن د پاکستان سنا جرګې کې پاکستانيانو ته په دغه هيواد کې د تروریستي پناهځایونو د نه ختمولو له امله سخت انتقادونه کړي دي. له دې هاخوا يې پاکستان ته د طالبانو او حقاني شبکې د ۷۰ مشرانو لیست هم وسپاره چې يا يې له منځه يوسي او يا يې امريکا ته په لاس ورکړي. په مقابل کې يې پاکستان په ځواب کې ويلي چې د امریکا له لوري دوی ته په سپارل شوي لیست کې داسې کسان دي چې یا مړه شوي یا نور په پاکستان کې نشته. اوس پاکستان وارخطا دی چې د ټرمپ غوښتنې څنګه پوره کړي. ځکه خو يې په پغورنو خوله راخلاصه کړې ده.

امريکا ته د خواجه آصف پيغورونه څه شی څرګندوي؟

په نړۍ کې د پاکستان ښه ستراتيژيک ملګری او دوست يواځې امريکا و او د امريکا په زور به يې ناز کولو. خو د ټرمپ له ولسمشر کېدو وروسته پاکستان په داسې حال کې دی چې نه سياسي ژوند کولی شي او مړ کيدلی شي. اوس پاکستان له خپل خدایه هم دومره ډار نه لري لکه څومره چې له ټرمپه يې پيدا کړی دی. پاکستان ته د ټيلرسن له سفر وروسته د خواجه آصف باټې او پيغورونه دا ثابتوي چې امريکا نور د پاکستان غوږونه تاو کړي دي او ترې يې د اصلاح کېدو غوښتنه کړې ده. امريکا پاکستان اوس په داسې حال کې ګير کړی دی چې سر يې ورته سيند ته کړی او پښې يې ټرمپ ته. پاکستان مجبور دی چې خپل زړه په باټو او پیغورونو تش کړي. اوس داسې ښکاري چې افغانستان ته خدای په بې خيرۍ کې خير پيښ کړی دی او پاکستان ته يې خپل پخوانی ملګری په اوسني دښمن بدل شوی دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply