د افغانستان په تاریخ کې د شرموونکې پرېکړې تکل/ واحد ګل هاشم

0 1,162

په افغانستان کې دوه مقننه مجلسونه( ولسي جرګه او مشرانو جرګه) د قانون جوړونې تر ټولو لوړ ارګانونه دي چې د ولس د ارادو څرګندوونکي او دغه شان د ټول ملت استازي بلل کیږي
پارلمان…
په یوه هیواد کې د پارلمان د نورو مسولیتونوسره سره دا مسولیت هم دی چې دوي د خپلې سیمې د ثبات، پرمختګ، ملي هویت، عقیدی څخه د ساتنې تر څنګ د پرمختللي هیواد په رامنځته کیدو کې هلې ځلې وکړي.
خوشبختانه دلته وکیلان د داسې هیواد استازي بلل کیږي چې نوموړی ۵۰۰۰ کلن تاریخ لري او په دغه تاریخ کې په غټو تورو لیکل شوي چې دې میړني ولس په هر حالت کې له خپل دین، هویت او کلتور څخه ساتنه کړی لويې لویې امپراتورۍ یې جوړی کړي دي، او دې ولس تل په خپل هویت افتخار کړی دی، حتا د نورو مذاهبو تر څنګ افغاني سیکان او هندوان هم په دې ویاړي چې دوي افغانان دي.
د افغانستان تاریخ دا ثابته کړی چې هر وخت چې کوم دښمن په افغانستان یرغل راوړی،  دی میړني ولس یې په وړاندی مبارزه کړی ده او په دغه شان مسایلو کې پښتون، هزاره، ایماق، نورستاني، او په دې هیواد کې میشت هر قوم او هر وګړي د اسلام او د افغانیت څخه په ګډه کلکه دفاع کړی ده.
که مونږ پخواني تاریخ ته ځیر شو دا ټولو ته ښکاره ده چې څومره د افغانستان تاریخ شاته کتل کیږي همغومره تعلیمي کچه هم پکې کمیږي ځکه هلته دومره اسنتیاوې نه وې موجودی کومې چې په اوسنۍ زمانه کې موجود دي خو بیا هم هاغه میړني ولس له خپله نوم او دین څخه په کلکه دفاع کړی او ددغه نومونو ددې په ځای چې خپله یې ورته درناوی کړی تر نورو سیمو یې هم رسولي دي.
خو اوس د یوشتمې پیړۍ عصري نړی شاهد افغانان چې د قانون جوړونې په څیر درانده مسولیتونه ورله غاړې دي او د ملت استازي بلل کیږي په ډیرې بې شرمۍ له خپله افغانیت او دین څخه لرې تښتي او د خپل ځان د پیژندنې په سند کې دا نه غواړي چې دی، او دا نور ټول ولس دې افغانان او مسلمان وبلل شي.
خورا زیات د شرم ځای دی، ډیر غټ عیب دی په نړیواله سطحه د زمونږ لپاره شرم دی چې مونږ په خپله له خپل هویت او عقیدی لرې تښتو، دغسې پریکړه ددې خلکو په بې علمۍ، بې سوادۍ، بې عقلتوب دلالت کوي ځکه که دلته له یوه کوچني هم پوښتنه وشي چې څوک یې او په کوم دین یې ؟
نو درته به ووايي چې افغان یم او مسلمان یم خو زمونږ قانون جوړونکي او ملت استازي ددې نومونو څخه لرې تښتي اوددې مخالفت کوي چې په پیژندپاڼه کې دی د افغان او دین د نوم یادونه وشي.
د لړم د میاشتې په اتمه چې کله په ولسي جرګه کې د ولسمشر غني د تېر لمریز کال د کب په ۱۴مه د یو تقنیني فرمان په اړه بحث کیده، چی له مخې به یې د نفوسو د احوالو د ثبت په قانون کې د ملیت، قوم او دین کلمې ځای پر ځای شي د ولسي جرګې له‎خوا د ۱۲۷ حاضرو وکیلانو ۸۳ مخالفو رایو په ورکړی رد اعلان شو.
د پارلمان له دندو دا هم شمیرل کیږي چې دوي باید د خپل دین او هیواد څخه د ساتنې په موخه هلې ځلې وکړي، هیوا ته پرمختګ ورکړي مګر بد بختانه مونږ داسې ډیر کم استازي لرو چې په رښتونې مانا ورسره ددې ځوریدلي ولس غم ووسي.
په دې خبره دې ټول هغه وکیلان خبر ووسي چې دوي هیڅکله هم له چا څخه دین، او هویت نه شي اخستلای مګر دا ددوي په بې علمۍ او خپلې خاورې ته په سپکاوي دلالت کوي.

 

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply