اوس بيا ليونۍ کيږم /سپوږمۍ

0 693

دا ژوند مې ستړى ستړى دې لاليه راغورځيږم ـــ اوس بيا ليونۍ کيږم
وطن باندى ژوندۍ يمه وطن باندې مړه کيږم ـــ اوس بيا ليونۍ کيږم

راټول به کړم ولسونه ــــ د ښار اوغره قومونه
په غره کې به دمه کوم په ښار به راتاويږم ـ اوس بيا ليونۍ کيږم

پښـــــتونه بيـــــداريږه ـــ له خوبه راجـــګیږه
ملاله ميوندۍ يمه راځى چې ټپه کيږم ــ اوس بيا ليونۍ کيږم

داستا دمينې کور يم ــ ما مه پلوره ستا مور يم
زخمونه مې ټکور کړه ستا سينې ته درجوختيږم ــ اوس بيا ليونۍ کيږم

دســــولې ليــــونۍ يــــــــم ـ رڼا رڼا سپوږمۍ يم
وطن ته سوله غواړم که ترې زر ځل قربانيږم ـ اوس بيا ليونۍ کيږم

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply