هنديانو هم بدخرڅي پيل کړه

0 1,092

که څوک درته ووايي چې داسې يو تريو لېمو مې راواخيست، په منځ مې دوه ځايه کړ، ژبه مې ور ته را وايسته او څاڅکی څاکی تروش لېمو مې پرې را وڅڅاوه، خامخا به مو خوله اوبه وکړي، ځکه لېمو ته خوله اوبه کوي، خو راځئ نن په سرخط کې د داسې لېمو په اړه ولولئ چې هم خوله اوبه ورته کوي، هم يې خوند ور خرابوي.

د دې لېمو خوند نه دی خراب چې د خولې خوند خراب کړي، بلکې بيه يې دومره لوړه ده چې د انسان د خولې خوند خرابوي.
دا لېمو په هند کې په ۳۹ زره هندي روپیو وپلورل شو چې نږدې ۴۰۰ زره افغانۍ کېږي.

ټایمز اف انډیا لیکي، دا لېمو د تامل ناډو په یوه مندر کې بولۍ ته وړاندې شو چې بالاخره په پورته بیه وپلورل شو.

د دې لېمو ارزښت په دې کې دی چې په یوه مندر کې دننه یوه بوټي نیولی او هندیان یې د دیني ارزښت له کبله په لوړه بیه اخیستو ته چمتو شول، که نه هسې خو لېموګان په هند کې د یوې روپۍ درې دانې دي.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply