موږ يې کولای شو، که وغواړو؛ … او يوه روښانه سړي کندهار ځوان کړ

0 1,057

که په تېرو دوو کالو کې کندهار ته نه ياست تللي، ومنئ که اوس ورشئ فکر به وکړئ، موټروان لار غلطه کړې، د کوم بل هېواد يوه پرمختللي ښار ته يې بېولي ياست، يا خوب وينئ، يا به مو تر هغه وخته پر کندهار، د کندهار باور نه راځي چې درڅخه پکې ورکه شوې لاره چا در ښوولې نه وي.
کندهار بدل شوی، تر پخوا لا ښايسته شوی، تنګې کوڅې يې په ارتو سړکونو او سړکونه يې په ګلدانونو او څراغونو ښکلي شوي.

دا ټول د انجينر روښان ولسمل په نامه، د يوه کاکه، ځوانمرد او په وطن مين ځوان د يو نيم کال خواري ده چې د پېړيو بوډا کندهار يې بيا ځوان کړ.
دوه کاله وړاندې کندهار لکه د هېواد نور ښارونه، غير منظم، تياره، چټل او تنګ و، خو اوس پکې د انسان زړه هوس کوي.
اوس د کندهار ښار سړکونه د باران پر مهال د مردارو اوبو ډنډونه نه، بلکې خواپاکي او پرېوولي ښکاري، لويې جادې لري، ګڼ فرعي سړکونو يوه او بله خوا تللي، د ناپاکو اوبو د ایستلو پرانيستی سیسټم لري، هوا يې پاکه او خوندوره او کوڅې يې په لمريزه برېښنا روښانه دي.

انجينر روښان ولسمل د خپل يو نیم کلن ماموريت پر مهال په کندهار ښار کې د ډېرو پروژو او معياري خدمتونو د وړاندې کولو له امله د هېواد د ۳۴ ولایتونو د ښاروالانو د سر سړی شو.
دی د سخت او ښه کار له امله ولسمشر غني وستایه او دوه ځله يې هغه ته د کارونو د لا ښه‌والي په توګه تشویقي بودیجه ورکړه.
د هېواد د ښارواليو مشر عبدالباقي پوپل اوس کندهار ته د ۳۴۴ ولایتونو ښاروالان بېولي چې د کندهار ښاروال د کارونو نمونې ورته وښيي او تر غوږ ور تېره کړي چې له ولسمل څخه دې يې زده کړي.

د کندهار ښاروال په تېر يو نيم کال کې تر څلوېښت کلن ځنډ وروسته د افغانستان په کچه لومړی بریالی استملاک وکړ او د احمدشاهي جادې په نوم يې د سردار محمد داوود خان د حکومت یوه ځنډېدلې پروژه عملي کړه.
دا جاده چې دوه طرفه سړک، په منځ کې لوی او ښکلی پارک ډوله ګلدان لري، د ۷۰۰ ميليونه افغانيو په ارزښت د ښاروالي له بوديجې جوړه شوې.

د ښار په لوېديزه برخه کې يې يو لوی کرنیز مارکېټ جوړ کړی، د ولسواليو او ولایتونو له‌پاره په کندهار ښار کې پراخې او لويې اډې جوړې کړې دي. د ۳۰ کيلو مټره په اندازه يې د ښار په پنځلسو ناحیو کې سړکونه پاخه کړي، پر ګڼو سړکونو د سولر یا لمریزې برېښنا څراغونه نصب شوي، د نارینه او ښځو له‌پاره بېل بېل څلور پارکونه او د سړکونو دواړو خواوو ته خلاصې او معياري چرۍ جوړې کړې دي.
د دې ترڅنګ يې د ښار د ښکلا له‌پاره، په ښار کې مخکېني پراته کثافات ایستلي او د چاپېریال ساتنې په موخه يې زينتي او د مېوې ونې کښېنولې دي.

د کندهار ښاروالۍ د مطبوعاتي برخې د مالوماتو په اساس، همدا اوس هم ۳۰ پروژې د ښاروالۍ له بودیجې تر کار لاندې دي.
سرخط ته د رسېدليو مالوماتو په اساس، دا پروژې د تېر پر خلاف له فساد او درغليو خالي او په باکيفیته بڼه عملي کېږي.

د کندهار ښاروال د فساد په برخه کې هم نمونه‌يي او جدي مبارزه کړې، ان تر دې چې په لومړي ځل يې د ښاروالۍ عواید تر پنځه سوه ميليونه افغانيو پورته کړي.
تر دې ور ها خوا انجينر روښان ولسمل په نړیواله کچه هم د ښاري خدمتونو د پراختيا له‌پاره هڅې کړې او په لومړي ځل يې د هېواد په کچه د ښارواليو د نړیوال بنسټ او نورو نړيوالو ادارو غړیتوب اخیستی.
پر مټو او ځواني يې برکت، پر پلار او مور يې رحمت.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply