ګل‌پاڼه لس ميليونه کلدارې تاواني شوه

0 1,892

د پښتو مشهوره سندرغاړې ګل‌پاڼه د پاکستان د حکومت له خوا لس ميليونه کلدارې تاواني شوې ده.
پاکستانۍ رسنۍ وايي، پاکستاني حکومت تر څېړنو وروستو ومونده چې ګل پاڼه ميليونره ده او هره مياشت پرېمانه پيسې ګټي، خو حکومت ته ماليه نه ورکوي.

د سرچينو په برخه، پاکستاني حکومت په وار وار ګل پاڼې ته خبرداری ورکړی چې ماليه دې تحويل کړې، خو دې غوږ نه دی ورباندې ګرولی.

اوس تازه مکتوب چې ګل پاڼې ته لېږل شوی، په هغه کې ور ياده شوې ده چې بايد لس ميليونه کلدارې ماليه حکومت ته ورکړي، که نه موټر او کور به ځنې واخيستل شي او دا به زندان ته ولېږل شي.

تر اوسه ګل‌پاڼې په دې اړه څه نه دي ويلي، خو که يې مينه‌وال ياست، نو دعاوې کوئ چې خدای ورباندې د پاکستان حکومت ړوند او کوڼ کړي.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply