ځینې بریدونه د ناسمو لیدلورو لپاره کیږي / صدیق ترابزی

0 636

خبر شوم چې د کابل په خیرخانه مېنه کې یو پلي ځانمرګي بریدګر د جمعیت ګوند د مخکښ غړي او د بلخ والي عطامحمد نور پلویان په نخښه کړي دي.

دا خلک نن د  دې لپاره راټول شوي وو چې په سیاسي ډګر کې د بلخ د والي ملا ور وتړي خو یو پلی ځانمرګی د هوټل مخې ته رسیدلی او غوښتل یې چې هوټل ته دننه شي، خو مخه یې نیول شوې ده.

له دې برید وروسته ځینې لیدلوري دا دي چې ارګ کې مشخصې کړۍ دا ډول بریدونه د جمعیت ګوند او یا ټلوالې په مقابل کې تنظیموي چې دا ډله کمزورې شي، خو په اصل کې دا بریدونه د همدې لپآره کیږي چې سیاسي کړکیچ او کورني جنجالونه لا زیات کړي.

د بلخ والي ته پکار ده چې په دې وخت کې سرعت له دقت قرباني نه کړي او نه باید داسې څرګندونې وکړي چې د افغانستان د شهیدانو ارواح نارامه شي او دښمنان ترې ګټه پورته کړي.

عطامحمد نور که همدومره شاته نظر ورکړي چې څارګرو ادارو په افغانستان کې مسجدونه په نخښه کړل، ښوونځیو کې یې چاودنې وکړې، نورو عامه ځایونو کې چاودنې د همدې لپاره کوي، چې څنګه کیدای شي، دا وضعیت د ځان پر لور راوڅرخوي.

د عطامحمد نور په پلویانو له برید سره سم ډير په دې باور دي چې څارګرې ادارې چې په افغانستان کې برلاسي ښکاري، داسې ځایونو کې بریدونه کوي چې زیات خلک پرې ودردیږي او زیات غبرګونونه راوپاروي.

په دې برخه کې ټوله ملامتي ارګ او افغان دولت باندې اچول کیږي، خو نه داسې هم نه ده چې ګنې افغان دولت دې په دې برخه کې بې غوره وي، خو بیا هم هغه کسان چې پیچلي بریدونه کوي او د یو عادي افغان په څېر ځان پورې چاودیدونکو توکي تړي، مخنیوی یې سخت او مشکل کار دی.

د نن د برید یوه کیسه دا ده چې پولیسو قرباني ورکړه، بریدګر غوښتل ځان د هوټل دننه ورسوي او هلته چاودنه وکړي، خو څو پولیسو بریدګر ته غاړه ورکړې او اجازه یې نه ده ورکړې چې هوټل ته دننه شي او زیات خلک قرباني کړي.

د افغان پولیسو همدا میړانه د ټولو لپاره بس دی، ځان مرګ ته ورکوي او د نورو ژوند ژغوري، زموږ په هېواد کې داسې لوبه روانه ده چې تر عامو خلکو پرې سیاسیون او له سیاسیونو پرې عام خلک ډير پوهیږي، خو تکړه هغه دی چې د بریدونو په هدف ځان پوه کړي، نه دا چې له برید وروسته مشخصې کړۍ تورنې شي، داسې کړۍ چې هغه د دې هېواد لپاره شپه او ورځ کار کوي چې څنګه وضعیت تر کنټرول لاندې راولي.

که عطامحمد نور فکر کوي چې دا برید د دې لپاره پلان شوی و چې دا او پلویان یې وځپي، دا به غلطه وي او که همداسې فکر او څرګندونې وکړي، نو دښمن او برید پلانوونکي هدف ته رسیدلي ښکاري، ځکه بریدونه کیږي د همدې لپاره چې یوه ډله په بلې ډلې راوپاروي او یوه قوم د بل قوم پروړاندې ودریږي.

نو له بریدونو زموږ جوماتونه خوندي نه دي، نو سیاسي غونډو کې هم کومه نوې خبره نه دی، خو ښه به دا وي چې په دې برخه کې دقت له سرعت قرباني نه شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply