چابهار بندر، د افغانستان د اقتصادي غښتلتیا بل ور / حمیدالله فیضي

0 846

افغان حکومت په دې باور دی چې له چابهار بندره ګټه اخیستنه نه‌ یوازې د افغانستان، بلکې د سويلي او منځنۍ اسیا له ټرانزیټ سره هم مرسته کوي او کولای شي د افغانستان له لارې هندوستان ته د توکيو د صادراتو وارداتو کچه لوړه شي.
له چابهار بندره ګټه اخیستنه چې د افغانستان او ایران، افغانستان او هند تر منځ مطرح شوه او په درې اړخیز ډول پرې موافقه شوې ده او فعالېدل ‌يې یو لوی مثبت ګام دی چې د ټرانزیټ د پیاوړتیا په برخه کې نه‌ یوازې د افغانستان، بلکې د سویلي او منځنۍ اسیا هېوادونو ته هم اړتیا لري چې له دې لارې ګټه واخلي او خپل د اړتیا وړ توکي صادر او وارد کړي.

د افغانستان په شمول د هند او ایران اقتصادي هیلې رښتیا شوې او د اقتصادي پرمختګ له‌پاره يې نوی باب پرانیستل شو. په لومړي ځل د ایران د چابهار بندر له لارې افغانستان ته د هند د ۱۱۰ زره مټریک ټنو مرسته شویو غنمو لېږد د درې واړه هېوادونو د هغو خبرو او غونډو مثبته پایله ده چې د سیمې او په تېره بيا د دې هېوادونو د سوداګرۍ او ټرانزیټ د پراختیا له‌پاره تر ډېره وخته روانې وې.

د دې بندر له لارې د هندوستان د مرستو لړۍ او تګ راتګ پيل شوی دی چې د هندوستان د وړیا مرستو لومړنۍ جوپه یې د بېړۍ په وسیله له هغه هېواده، د چابهار پر لوري او بیا له هغه ځایه افغانستان ته یې رالېږدول پیل شوي دي.

تهران، کابل او نوې ډهلي تېر کال چابهار بندر پرانیست او هندوستان ژمنه وکړه چې د دغه بندر په پراخولو سره به ۵۰۰ میلیونه ډالر لګوي. که چېرې دا بندر سم فعال شي لږ تر لږه د پاکستان له خوا صادراتو او وارداتو تکیه کمه شي او په هغه صورت کې چې پاکستان غواړي د اړتیا وړ توکيو د تګ او راتګ پر مهال پر افغانستان دباو راولي چې غوښتنې يې ومنل شي، وروسته له دې به دغه دباو هیڅ ځای هم و نه نیسي او د تورخم بندر د بندېدا په صورت کې به افغانستان د اړتیا وړ توکي د چابهار بندر له لارې راولېږدوي.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان د ځمکې له لارې افغانستان ته د هندي او هند ته د افغاني صادراتو مخه د ستونزو په جوړولو سره ډب کړې او افغانستان هم ګواښ کړی چې که پاکستان له خپل دغه دریځه په شا نه‌‌شي، منځنۍ اسیا ته به د هغه هېواد د مالونو په لېږد بندیز ولګوي. د اقتصادي چارو یو شمېر کارپوهان د چابهار بندر پرانیسته د افغانستان له‌پاره ستره اقتصادي لاس ته راوړنه ګڼي او وايي چې په دې سره به افغانستان د پاکستان د ټرانزیټ له انحصاره خلاص شي.

دا د افغانانو له‌پاره یو ښه زېری دی چې افغانستان ورځ تر بلې په بهرنۍ سوداګرۍ کې د یوه یا دوو هېوادونو له انحصاره خلاصی مومي. دا وخت افغانستان په مخ کې ډېرې لارې لري او هیله شته چې د چابهار بندر که بشپړ د کراچۍ له بندر سره نه‌‌شي تعویض کېدای، لږ تر لږه څو سلنه تکیه به د کراچۍ په بندر کمه شي.
افغانستان د سوداګرۍ د ودې په موخه د سیمې له هېوادونو سره خپلې اړیکې پراخوي چې دا کولای شي د صادراتو کچه لوړه او د سوداګرۍ د پرمختګ له‌پاره لارې چارې هوارې کړي، ځکه اقتصادي پراختیا ټولنیز پرمختګ ته زمینې برابروي، بې‌کاري ختمېږي، د تولیداتو کچه لوړوي او په ټوله کې دا کار د هېواد په امنیت کې مهم رول لوبوي.

که څه هم یو شمېر افغان سوداګر وېره لري چې د ایران او افغانستان د اوبو پر سر لانجې ته په کتو فکر کېږي چې په اوږدمهال کې شاید ایران هم په چابهار بندر کې ستونزې جوړې کړي، خو دا یوازې د افغانستان په ګټه نه، بلکې په دې بندر کې د ایران پراخې اقتصادي ګټې هم نغښتې دي او فکر نه کېږي چې دا هېواد به په راتلونکي کې د افغان ټرانزیټ مخه ډب کړي.

له چابهار بندره په ګټې اخیستنې سره به د افغانستان توکي په ډېره اسانه او کمه موده کې هندوستان ته صادر شي او په بدل کې به یې د هېوادوالو د اړتیا وړ توکي له هندوستانه افغانستان ته راوړل شي او له دې بندره په ګټې اخیستنې سره به هندي توکي د افغانستان او ایران له لارې تر منځنۍ اسیا پورې لار پیدا کړي.
د مالوماتو له مخې دا بندر د دې تر څنګ چې د سويلي اسیا هېوادونه له منځنۍ اسیا سره نښلوي، د خلیج هېوادونو مرکزي اسیا او قفقاز حوزې په وصلولو کې هم مهم رول لري.

هند د نړی له لسو غټو توليدي هېوادونو دی چې صنعت یې وده کړې او ډېر نفوس لري، د افغاني توکيو د خرڅلاو لهپاره ښه بازار دی، دا لار له همدې امله افغانستان او د افغانستان له لارې منځنۍ اسیا ته د سوداګرۍ د پراختیا په خاطر هندوستان ته یوه لومړۍ اړتیا ده چې د افغانستان له‌پاره به هم د سوداګرۍ د ودې لارې چارې برابرې کړي.

افغانستان که له یوې خوا په وچه کې را ګیر هېواد دی، له بل پلوه يې بیا داسې جغرافیايي موقعیت داسې دی چې د سویلي او منځنۍ اسیا تر منځ د پله ارزښت لري.
د سیمې ډېری هېوادونه په تېره بيا چین، هندوستان، پاکستان او د منځنۍ اسیا ډېری هېوادونه کولای شي د افغانستان له لارې د اړتیا وړ توکيو لېږد را لېږد تر سره کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply