غزل / عبدالوهاب سرتیر

0 884

شينخالۍ خال دې پټوم ، زه دخالونو غل یم
دمينی تږی یم ، دشونډو دجامونو غل یــــم
شرنګ دپایزېب دې انګازې کوي غوږو کې زما
دشرنګ مېرمنی دنغمــــو ا ودسازونو غل یم
ګورم دی رنګ رنګ غوړېدلی دي ګلان دحُسن
ځولئ مې تنګه ګلان ډېر زه دګلـــــونو غل یم
زه په رنګينو لو پټو کې دلمر وړانګې کرم
کله له لری ، کله لنډ د ګـــــودرونو غل یم
دتورو زلفو تورې شپې دې رڼوم تېرېږم …
دمخ ډېوه دې بلوم د سهارونو غـــــــــل یم
هم دې کاته ، هم دې خندا هم دې وږمې دڅڼو
نوې سوژې راکوي ماته دشعرونو غل یم
چې په غوټيوو کې خندا دژوندانه کري ځآن
چې چېرته وي سرتېر دهغو بهارونو غل یم؟!

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply