د محقق نیابتي جګړه/ کفیل نیازی

0 812

طلوع نیوز پرون ( محمد محقق د فاطمیون لښکر د جنګیالیو بریا وستالیه او مننه یې وکړه) تر عنوان لاندې په خپله ویب پاڼه راپور خپور کړ چې د اجرایوي ریس دوهم مرستیال محمد محقق ایران ته په خپل سفر کې د << اهل بیت مینه والو>> نامه لاندې غونډه کې له جنرال قاسم سلیماني څخه په سوریه کې د فاطمیون لښکر یو له طراحانو او همدارنګه د افغانانو په شمول له هغو سرتیرو مننه وکړه چې دغه جګړه کې یې ګډون کړی دی.
زه د ایران او سعودي په نیابتي جګړه چې سوریه کې روانه کړې ده بحث نه کوم ځکه چې دا زموږ د وس نه وتلې خبره ده دا ځکه چې موږ ته خپل وطن کور کلی ړنګ پروت دی زه به بل څنګه جوړ کړمه، خو د محمد محقق په وینا د نیوکې حق ځکه لرمه چې هغه افغان دی او ددې وطن طابعیت لري.
هغه وخت چې په زابل کې د شیعه هزاره وروڼه د جنګیالیو لخوا وتښتول شول له یوې میاشتې بند وروسته یې زیاتره ووژل په کابل کې د شیعه او هزاره ګانو لخوا لاریونونه وشول د شهیدانو تابوتونه یې د ارګ مخه کې کېښودل د دولت په ضد یې چیغې وکړې چې زموږ د ځوانانو په خلاصون کې پاتې راغلل خو دا چې دوی ولې ووژل وروسته مالومه شوه چې هغوی د داعش لخوا وژل شوي دي دوی د سوریې له جنګ څخه راستانه شوي وه.
پښتو کې متل ده چې د اوښ په پچه وختې کشمیر د ولیده. زه محقق ته وایمه ایله د ساه سمه نه ده اخیستې او خپل ځان د پیزندلی نه دی تا بیا نیابتي جګړو ته لاس واچوه. ستا په ولایت کې اوس لا خلک د غاړې کالي نه لري میندې د زیږون په وخت روغتون ته په لاره خپل ژوند له لاسه ورکوي سر پناه نه لري عسکر د کالي، ډودۍ او قومنداني نه لري ته په ایران کې غونډو ته لګیا شې د پردیو مړو ته شهیدان وایي د کفر ضد فتواګانې صادروې او جنګیالي په لقبونو نوموې په پردیو نیابتي جګړو کې نیغ نیغ لویږې.
هیواد کې زیاترو رسنیو خپل مسولیت ادا کړ څو ځلې یې په د اړه راپورونه خپاره کړل چې د ایران سپاه پاسدران لخوا افغانان د سوریې جنګ ته بیول کیږي او ځینې افغان کړۍ له دوی سره په جلب او جذب کې مرسته کوي. د سوریې د جنګ له کرښوداسې ویډیوګانې خپرې شوې چې جنګ کې نیول شوي افغان ځوانان اقرار کوي چې دوی له ایران څخه په زور جګړې ته راستول شوي دي خو ایران تل دا ډول راپورونه رد کړي دي چې دوی داسې کار نه دی کړي مګر محقق ښکاره کړه چې له افغانستان نه جنګیالي زه لیږمه.
خو د هیواد یو لوړپوړی چارواکی ایران ته ځي او هلته په یوه لویه غونډه کې دا اقرار کوي چې د سوریې جنګ د کفر او د اسلام جنګ دی قاسم سلیماني چې سوریه کې د جګړې طراح دی له هغه مننه کوي له ټولو هغه جنګیالیو چې سوریه کې جنګیږي مننه کوي. زه دا ویلی شم چې دا خبرې د محمد محقق د خولې خبرې دي کله چې یو لوړپوړی چارواکی له هیواده بهر کومه داسې مهمه غونډه کې ګډون کوي د هغه د وینا متن مخکې تر مخکې لیکل کیږي له ټولو اړوند ادارو سره لکه د بهرنیو چارو وزارت ملی امنیت شریک کیږي اړوند سفارت سره شریک کیږي هغه خبرې چې نوموړی یې په وینا کې کوي باید د هیواد له ملي ګټو سره په ټکر کې نه وي د هیواد د بهرنۍ پالیسي مخالف نه وي او داسې ډیر نور څه دي چې باید په نظر کې ونیول شي، خو د محقق په داسې غونډه کې لومړی دا ګډون غیر قانوني دی او بیا یې ټولې خبرې د هیواد له ملي ګټو سره ټکر کې دي موږ لا دې ځای ته نه یو رسیدلي چې خپل هیواد وګټو پاتې خو نور شول.  خو زه دا ویلی شم چې محقق په د هر څه نه پوهیږي او نه هم د څیزونو ته دومره وخت ورکوي هغه څه وایي او کوي چې په نظر یې ښه ورغلل.
محمد محقق د عقیدې له مخې دا کار کوي زموږ د مشرانو عقیدې داسې بې کاره عقیدې دي چې تل یې د همدو عقیدو له مخې وطن خرڅ کړی او ځان ګټلی دی خو همدا عقیده پال دا سوچ نه کوي چې ایران کې په افغان مهاجرو باندې څه تیریږي څومره پرې ظلم کیږي څومره په بې رحمۍ ووژل شول اعدام شول بې حرمته شول خو بیا هم دوی د ایران ننګه کوياوس خبره تر دې راورسیده چې د ایران نیابتي جګړه کې سوریې ته سرتیري ورولیږي زه چې د دوۍ دا ډول کارونو ته ګورمه وایمه چې یوازې ښځې پاتې دي چې ورویې لیږي چې دا د ستاسې وینځې وي نور کوم داسې څه پاتې نه دي چې دوی ایرانیانو ته کړی نه وي.
دولت ته خو پوهیږم نه چې څنګه یو لوړپوړي دولتي چارواکي ته اجازه ورکوي چې دا ډول غونډو کې له هیواده بهر ګډون وکړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply