ولسمشره انتخاب ستاسو په لاس کې دی

0 910

ولسمشره انتخاب ستاسو په لاس کې دی
د یوه دولتي ماشین دبقا لپاره اړین عناصرعدالت، پرمختګ او د خلکو لپاره سوکاله ژوند برابرول دي. یو پوه وايي د عدل لوړه مرتبه د ظلم ریښه وچول دي، هغه ملت کې چې ظلم ته ویاړ ویل کیږي، ښکرور فساد موجود وي، دپرمختګ هیلې قتل وي، و ناهیلۍ توره پرده غوړېدلې وي. فساد بې عدالتۍ ته نم ورکوي، تېغوي يې، شنه کوي يي او لویوي يې، نه پریږدي چې یوه ټولنه د تکامل په لور ګامونه ووهي.نن چې افغانستان په فساد کې اول نمره، په جنګ کې اول نمره، په فقر کې اول نمره، په بېسوادۍ کې اول نمره او بلاخره نړۍ کې د ناخوالو اول نمره دی، طبیعي ده چې که دې برخه کې لږ وارداتي مشکلات موجود وي نور د دې ستونزو عاملین موږ په خپله یو. دستونزو تکثر، تنوع او تجموع دومره پر سر اخیستي یو چې حتی لاره يې راڅخه ورکه کړې ده، نړۍ کې ځلیدلي پاخه متفکرین يې ناتوانه کړي دي.
افغانستان د یوشتمې پېړۍ په پیل سره د تاریخ او سیاست نوي پړاو ته ولوېد، ولسمشر کرزی راغی که راوستل شو خو دواک پر پلاز يې ګونډه ووهل، شاوخوا دیارلس کاله يې، هیواد کې په ډېره پیمانه هغه کسان پر ځان راټول کړل چې د بل پر نغري لوی شوي و،نه یې دافغانستان د ښوونځۍ کې کتاب لوستی و او نه یې ملي ګټې پېژندلې هغه کسان چې د دافغانستان په ورانولو کې يې ګاونډیو کې تخصصونه او ډیپلمونه ورکول شول او په ښه درجه فارغ شول.دسپټمبر د یوولسمې شر ورته لنګه غوا شوه. په بن کې د دې پر ځای چې د هیواد دسوکالۍ او نیکمرغۍ لپاره درانه ملي تصمیمونه ونیسي، د واک پر سر چېنې شروع شوې، د افغانستان واک د وړتیا پر اساس نه بلکې د توپکي او کوتکي زور پر اساس ووېشل شو؛ چاچې ډېر ورانی کړی و او دهیواد دخرابۍ فرامین یې ښه منلي وه لویه برخه يې خپل شوه. بیا هم ملت “گذشته راصلواة” ومنل د راتلونکي لپاره يې ورته د اُمید ځولۍ وغوړولې، کرزی وطن ته راغی ټیم ورسره و خو نه مسلکي، بلکې د شخصي انډیوالیو پر بنسټ خو ولسمشر کرزي دیارلس کاله وروسته د ملت مخې ته دا فارمول د ډالۍ په توګه کېښود، دواک انډیوالانو ته يې وویل: ” غلاوې کوئ خو بهر يې مه وړئ”
قانون د کرزي لاسونه ورلنډ کړل، ټاکنې شوې، په درځنونو ځانونه د واک د ترلاسه کولو لپاره نوماند کړه، خو دوی یو تن په ونه منځنی په جسم کوچنی خو په علمي، تجربوي او معنوي لحاظ لوی مسلکي او متبحر انسان رامخته شو دا محمد اشرف غني احمدزی و، ونیاوې يې وکړې، بیانیې يې ورکړې، د ملي خیر او ښېګڼې ښه پروګرامونه ورسره و، ملت پرې باور وکړ او وړونکی صحنې ته راووت هو؛ له همده څخه نن ملت د تحول او تداوم ژمنې غواړې، ملت ډوډۍ نه ورڅخه غواړې فقط غواړې چې د ظالم او مفسد څخه يې خلاص کړي، هغه چې پخواني ولسمشر ورباندې حاکمان کړي او تپلي و.
د دې لپاره یوه بېلګه د هلمند ولایت ږدو، هغه چې ظلم او فساد يې د ولس او حکومتي دستګاه د وژونکې ویروس په توګه د تدرجي مرګ سره مخامخ کړي دي.څه کم څلورمیاشتې کیږي چې یو پر وطن مین ، با احساسه مدني فعال “سردارمحمد همدرد” د هلمند ولایت د مرستیال په توګه په کار پیل وکړ؛ همدرد، په وطن کې زېږېدلی، رالوی شوی دی،پنځه کاله يې د با احساسه ملګرو سره خدايي خدمتګاري او مدني فاعلیتونه وکړل همدرد د خپلو خلکو او د وطن د ستونزو په رګ – رګ او درد ډېر ښه پوهیږي، خو هغه کسان چې پنځلس کلونه يې غصب، فساد او له څلویښتو کالو راهیسي د خلکو شتمنۍ ځبېښلي دي همدرد نه شي زغملای، د همدرد په شتون کې يې ګټې دخطر سره مخ شوي دي، د شخصي ګټو نم يې پر وچېدو شو، ناچاره دې کاذبو مشرانو هغه چې ټول عمر یې نسلي او فامیلي سیاست وکړ، یوازې يې خپلې کورنۍ مطرح په سرو او سپینو کې پټې کړې. د همدر پر وړاندې لاسونه سره یو کړل. همدرد د خپل څلور میاشتني ماموریت په نتیجه کې یوولس تنه مفسدین او غاصبین څارنوالۍ ته معرفي کړل. پرڅوکۍ ناستو پنځلس کلنو غیري مسلکي رئیسانو ته يې ځوان کادرونه د بدیل په توګه ور وړاندې کړل، د کرکټ نړیوال میدان لپاره يې غصب شوې ځمکه راوګرځول، دعدالت لپاره پر زندانو ورګرځېد، د پولیسو د لیکو څخه يې خیالي لیستونه او بستونه راویستل، د اقتصاد په برخه کې يې ملي پروژې په لاره واچولې، دا دی شاوخوا یونیم کال بیا ټاکنو ته پاته دی همدرد غواړي چې د ولسمشر کړې ژمنې او خپل ملي ارمانونه په حقیقت واړوي، خو پورتنۍ یادې شوې کړۍ چې نه د ملي ګټو تعریف پېژني او نه هم پر ولس رحم لري غواړي په هره توګه همدرد له صحنې څخه ليري کړي تر څو هلمند کې يې خپلو ریښوي او سازماندهي شوو ګټو ته لاس جوړ شي او یا لږ تر لږه خپلې پنځلس کلنې ګټې خوندي کړې. ولسمشره اوس انتخاب ستاسو په لاس کې دی، د ولس د دردنو همدرد مو انتخابوی او که د بویناک نظام فاسد بقایا مافیا؟ ولسمشره که مو فاسد مافیایي ټیم ته وخت ورکړ، نور په ارګ کې د هلمند د ولس ارمانونو فاتحه واخلئ او دناوریني عواقبو انتظار باسئ.

 

لیکوال عتیق الله سمسور- هلمند

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply