د ليک لوست زده کړې د نوي ښوونیز نصاب پېژندنه

0 1,203

 شمس الله عمري 

څرنګه چې د زده کړې په بهير کې ښوونيز نصاب يو له بنسټيزو اجزاو څخه ګڼل کیږي او د يو ښه معاصر ښوونيز نصاب لرل کولی شي د يوې ټولنې د ښوونې او روزنې په پرمختګ کې رغنده رول ولوبوي. د نړۍ په ډېرو پرمختللو او د پرمختګ په لور روانو هېوادونو کې د معمول سره سم هر څو کاله وروسته ښوونيز نصاب نوي کيږي تر څو د وخت غوښتونو او د خلکو اړتياو ته ځواب ووايي او اړين اصلاحات په کې راوړل شي. د پوهنې وزارت د ليک لوست زده کړې معينیت هم په پخواني ښوونيز نصاب کې ځينو ستونزو او د خلکو بيا بیا غوښتونو ته په کتنې سره دې ته اړ شو چې د یونسکو په مالي او تخنيکي مرسته د ليک لوست زده کړې لپاره نوی ښوونيز نصاب چمتو کړي. دا ښوونيز نصاب د پخواني ښوونيز نصاب په پرتله ډېرې ځانګړنې او ښېګڼې لري، چې د هغو پېژندنې ته ستاسې درنو لوستونکو پام را اړوم.

نوی ښوونيز نصــــاب عمــــــــدتاْ په دوه مهمــــــو برخــــــو؛ عمومــــــي ليک لـــــــــوست زده کـــــــړه (Basic General Literacy) او د حرفې پر بنسټ ليک لوست زده کړه (Skill Based Literacy) کې چمتو شوی دی. د دې ښوونيز نصاب د چمتو کولو او پراختيا چارې د ۱۳۹۴ لېږديز لمريز کال په لومړيو کې پیل او د ۱۳۹۵ لېږدیز لمریز کال په پای کې بشپړې شوې. په پيل کې د ښوونيز نصاب چوکاټ جوړ او د ۱۳۹۵ لېږديز لمريٍز کال د وري په ۱۴ مه د پوهنې د وزیر له خوا تاييد او لاسلیک شو، چې د دې ښوونيز نصاب چوکاټ پر بنسټ ټولې هغه مؤسسې او ادارې چې د ليک لوست زده کړې په برخه کې کار کوي، کولی شي د خپلو ځانونو لپاره ښوونيز نصاب او درسي کتابونه جوړ کړي. په دې چوکاټ پسې په پورته دواړو برخو یعني (BGL) او (SBL) کې د ښوونيز نصاب او درسي کتابونو د پراختیا او چمتو کولو چارې پيل شوې او د ۱۳۹۵ لېږدیز لمريز کال په ورستیو کې پای ته ورسېدلې، چې هره برخه يې په لاندې ډول تاسو ته درپېژنو:

عمومي ليک لوست زده کړه (Basic General Literacy)

د عمومي لیک لوست زده کړې په برخه کې ټول پنځه کتابونه چمتو شول، چې د زده کوونکو د لوستلو، ليکلو او حساب وړتياوې پياوړې کوي. د دې برخې د کتابونو د چمتو کولو چارې د ۱۳۹۵ لېږدیز لمریز کال د غويي په میاشت کې د څلورو کاري ډلو له خوا د کورنیو او بهرنیو متخصصینو تر څارنې لاندې پیل او د همدې کال په ورستیو کې پای ته ورسېدې. د یادونې وړ ده چې دغه کاري ډلې د ليک لوست زده کړې معينیت د نصاب او ښوونکو د روزنې د ریاستونو له کارکوونکو، د يونسکو دفتر له تخنيکي همکارونو او د لیک لوست زده کړې د کورسونو له ښوونکو څخه جوړې شوې وې. بیا دغه کتابونه د ۱۳۹۵ ليږدیز لمریز کال د سلواغې په ۲۵ مه د پوهنې وزیر له خوا د تایید په موخه لاسلیک او د ۱۳۹۶ لېږدیز لمریز کال د وري په میاشت کې چاپ ته ورسپارل شول.

  • د قرآنکریم زده کړې کتاب (پښتو او دري): د قرآنکریم کتاب لوستونه په څلورو برخو کې ترتیب شوي دي، چې لومړۍ برخه یې د تورو د شکل، غږ او حرکاتو پېژندنه په پیل، منځ او پای د کلمې کې ده، دویمه برخه يې د سکون پېژندنه او کارول، درېيمه برخه يې د همزې پېژندنه او څلورمه برخه يې د قرآنکریم د سورتونو روان لوستل دي.
  • د پښتو/دري لیک لوست زده کړې کتاب: ۸ فصلونه، ۴۰ لوستونه او ۱۹۲ مخونه لري. د دې کتاب په لوستونو کې داسې ګن شمېر فعالیتونه ځای پر ځای شوي دي، چې زده کوونکي د هغوي په سرته رسولو سره کولی شي د لوستلو او لیکلو وړتیاوې ترلاسه کړي. په دې کتاب کې د پښتو او دري ژبې غږونو د پېژندنې له پاره د غږپوهنې له میتود څخه کار اخیستل شوی دی.
  • د ریاضي لیک لوست زده کړې کتاب (پښتو او دري): ۲۲ لوستونه او ۹۱ مخونه لري، چې په عمومي توګه له ۱- ۵ رقمي عددونو لوستل او لیکل، څلور ګونې عملیې، د حساب ماشین کارول، د کسر پېژندنه، هندسي شکلونه او د اندازې اخیستلو واحدونه زده کوونکو ته ورښيي.
  • د پښتو او ریاضي د لیک لوست زده کړې کتابونو لپاره د زده کوونکي د ارزونې کتابچه: دا کتابچه په بېلا بېلو پړاونو کې د زده کوونکو د زده کړې د کچې د معلومولو په موخه جوړه شوې ده، چې په عمومي توګه ۲۰ ارزونې لري. له دې جملې څخه ۱۲ ارزونې د پښتو/دري کتاب او پاتې نورې ۸ ارزونې يې د ریاضي کتاب له پاره ځانګړې شوې دي.
  • د لیک لوست زده کړې کتابونو د تدریس لارښود (پښتو او دري): په دې لنډ لارښود کې کوښښ شوی دی، چې په ډېره لنډه توګه د لیک لوست زده کړې نوي کتابونه، موخې او د فعالیتونو د سرته رسولو طريقې، ښوونيز پلان او د زده کوونکو د ارزونې کتابچه معرفي شوي دي.

د حرفې پر بنسټ لیک لوست زده کړه (Skill Based Literacy)

د حرفې پر بنسټ د لیک لوست زده کړې پروګرام د هغې نیازسنجۍ د سروې په پایله کې چې د لیک لوست زده کړې معینیت له خوا د یونسکو دفتر په مالي او تخنیکي مرسته ترسره شوې وه، چمتو شوی دی. د دې پروګرام موخه دا ده، چې سواد ته له عملي مهارتونو سره تړاو ورکړي او فارغین یې وکولی شي د هېواد په اقتصادي او ټولنیز پرمختګ کې فعاله ونډه واخلي. دا یو داسې پروګرام دی، چې په هغې کې زده کوونکي د لیکلو او لوستلو سربېره یوه عملي حرفه هم زده کوي، تر څو د هغې په کارولو سره په خپل ژوند کې مثبت بدلون رامنځ ته او د ځان او ټولنې په اقتصادي پرمختګ کې فعاله ونډه واخلي.

داسې پتيل شوې ده، چې د حرفې پر بنسټ لیک لوست زده کړې په پروګرام کې د ۸ حرفو لپاره کتابونه چمتو شي، چې د هغوي له ډلې څخه د لاندې څلور حرفو لپاره کتابونه جوړ شوي او د چاپ چارې يې روانې دي:

  1. خیاطي
  2. د شاتو مچیو روزنه
  3. د چرګانو روزنه
  4. لبني محصولات

د لاندې څلور حرفو لپاره کتابونه د چمتو کېدو په درشل کې دي، چې د چاپ چارې به يې په راتلونکي کې ترسره شي:

  1. اساسي روغتیا او لومړنۍ مرستې
  2. د کبانو روزنه
  3. د سبزیجاتو کرنه
  4. د شخصي سوادګرۍ پیل

د لیک لوست زده کړې د نوي ښوونیز نصاب ځانګړنې

د لیک لوست زده کړې په نوي ښوونیز نصاب کې هڅه شوې، چې د پخواني ښوونیز نصاب نیمګړتیاوې له منځه يوړل شي او د نړۍ د معیاري نصابونو سره همغږي ولري. دا ښوونيز نصاب د نورو نصابونو په پرتله ډېرې ځانګړنې لري، چې تر ټولو مهمې یې په لاندې ډول دي:

  1. قابلیت محوره: په دې ښوونيز نصاب کې کوښښ شوی، چې د قابلیتونو ته د محتوا په پرتله ډېره پاملرنه وشي. ځکه، چې په پخواني نصاب کې پر محتوا باندې ډېر ټینګار شوی وه.
  2. فعالیت محوره: د لیک لوست زده کړې په نوي ښوونيز نصاب کې د نورو ټولو نصابونو په پرتله ډېر شمېر فعالیتونه ځای پر ځای شوي دي، چې د زده کوونکو د لوستلو، لیکلو او حساب مهارتونه پياوړي کوي.
  3. شاګرد محوره: د لیک لوست زده کړې په دې نصاب زده کوونکی د ښوونکي په پرتله ډېر فعال دی او ښوونکی یوازې د یو تسهیل کوونکي رول لوبوي.

د لیک لوست زده کړې نوی ښوونیز نصاب د هېواد په کچه لومړنی ښوونیز نصاب دی، چې د پورته یاد شویو ځانګړنو په پام کې نیولو سره چمتو شوی دی. دا نصاب به د روان کال لپاره “په افغانستان کې د لیک لوست زده کړې  پياوړتیا (ELA)” پروګرام په کورسونو کې په ازمایښتي توګه تطبیق شي. په هېواد کې د لیک لوست زده کړې له ټولو ښوونکو او نورو کار کوونکو څخه په ډېر درنښت هیله کيږي، چې د تطبیق په بهیر کې د دې ښوونیز نصاب او درسي کتابو د لا ښه کولو په موخه خپل نظریات او وړاندیزونه د لیک لوست زده کړې له معینیت سره شریک کړي.

هغه مؤسسې، چې د لیک لوست زده کړې په برخه کې کار کوي، کولی شي په خپلو کورسونو کې د تدریس په موخه دغه نوی ښوونیز نصاب او درسي کتابونه وکاروي. په سافټ بڼه، د دې کتابونو د ترلاسه کولو لپاره دوي کولی شي چې د پوهنې وزارت د لیک لوست زده کړې معینیت ته مراجعه وکړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply