د ټولنیز بدلون اړتیا

0 1,244

د ټولنیز بدلون اړتیا

انسان ټولنیز موجود دی او تل د بدلون په حال کې دی، خو عجیبه داده چې وګړي بیا تل د بدلونونو پر وړاندې حساس وي او په اسانه ورته غاړه نه ږدي، مګر ټولنې او وګړي چې څومره د بدلونونو پر وړاندې حساس وي، نو همغومره په ډېرو ستونزو کې وي.

د څو لسیزو جګړو زموږ پر اخلاقو، کړنو، چلندونو او خویونو دومره بد اغېز کړی چې که موږ یو ځل بیا له سره په خپل ټولنیز بدلون فکر ونه کړو، نو باور مې نشي چې په اسانۍ سره به د ښې ورځې خاوندان شو.

موږ ته ښایي په لومړي سر کې د جګړې ، افراطیت، توندلارۍ او تاوتریخوالي له ناوړه اغېزو څخه خپل ذهنونه ووینځو. په دویم ګام کې موږ باید خپل ارزښتونه او دودونه له سره تعریف کړو. ممکن ډېر هغه څه چې موږ د ارزښتونو او ملي دودونو په توګه منلي په حقیقت کې نه ارزښتونه وي او نه هم ملي دودونه.

دریم دلیل یې دادی چې څلور لسیزې موږ په جګړه کې وو او په دغو څلورو لسیزو کې نړۍ ډېره بدله شوې ده، نو دا چې له یوې خوا د پرمختللې ټکنالوژۍ او د ژوند د ګڼو اړتیا له امله نړۍ په یوه کوچني او محدود کلي بدله شوې او له بله پلوه موږ د دغه نړیوال کلي یوه برخه یوو، نو که غواړو چې د نړیوال کلي یو فعال کلیوال واوسېږو، باید د نړیوال کلي په نرخونو، دودونو او ارزښتونو ځانونه وپوهوو او په همدغو معیارونو ځانونه برابر کړو.

که چېرې موږ له نړۍ سره غاړه یونسو او نړیوالو کلیوالي معیارونو او ارزښتونو ته درناوی ونه لرو او له هغو سره خپل مناسبات له سره تعریف نه کړو، نو موږ به په انزوا کې پاتې شو او د څلورو لسیزو جګړه ځپلي افغانستان ته چې له هر پلوه د نړیوالو مرستو او لاسنیوي ته اړ دی په انزوا کې ژوند ستونزمن وي.

موږ ته ښایي چې افغانستان د پرمختګ نړیوال کاروان په کتار کې ودرو او د دغې قافلې ملګری یې کړو، نو د دې لپاره باید خپل ځانونه هم وارزو او هم یې بېرته له سره ورغاوو، داسې یې ورغاوو چې هم د نورو له پور او پېغور بېغمه شو او هم خپلو هېوادوالو ته د ارام، هوسا او سوکاله ژوند اسانتیاوې ډېرې کړو.

دا یوازې په حکومت او مقاماتو پورې اړه نه لري، بلکې په دې برخه کې د ولس رول تر نورو مهم او غوښن دی. د ژوندي، ځیرک او هوښیار ولس په توګه موږ ته ښایي چې له خپلو ناسمو انګېرنو، بدګڼو، خویونو او دودونو سره مخه ښه وکړو، ځکه هغه مو نه یوازې کوم درد نشي دوا کولی، بلکې دردونه او ناخوالې مو لا زیاتوي.

موږ په واقعي مانا ټولنیز بدلون ته اړتیا لرو او تر هغو چې دغه بدلون عملاً په ځان او خپله ټولنه کې را نه ولو، نو تر هغو به امنیت، ثبات، هوساینه، سوکالۍ او پرمختګ یوازې خوب او خیال وي.

 

لیکوال اېمل پياوړې

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply