ولسواکي ګټوره ده، خو

0 1,002

 

ولسواکي ګټوره ده، خو!

په دې کې شک نشته چې ولسواکي په لویه کې د ولس او هېواد لپاره  ده، خو ولسواکي د چاپخونه یا کوم بل ماشین نه دی چې له بهره دې هېواد ته را وارده او له نصبولو سره سم دې په کار او فعالیت پیل وکړي، بلکې ولسواکي یو څه پیش زمینې ته اړتیا لري. یانې د ولسواکۍ لپاره د بستر جوړول حتمي دي. له بستر جوړولو او پیش زمینې مه واره د ولسواکۍ ایجاد تحمیلي بڼه لري.

د تحمیلي ولسواکۍ تر ښېګڼود هغې بدګڼې په مراتبو زیاتې وې. د ټولنې د پاشل کېدو، د خلکو د بدبینۍ، ناوړه ګټه اخیستنو، د ټولنې د نظم او ډسپلین د له منځه وړلو، د بې باورۍ، بېباکۍ او نورو ستونزو د ایجاد لامل کېږي.

د ولسواکۍ پیش زمینه او بستر دادی چې ټولنه باید ذهناً د هغې منلو او پاللو ته چمتو وي. د سواد او پوهې کچه لوړه وي. خلک پر ځان بسیا او له لومړینو خدماتو څخه برخمن وي، تر څو په ارام ذهن او ازاد فکر د ولسواکۍ منلو ته تمایل او چمتووالی وښیي.

همدارنګه د دې ترڅنګ باید ملي احزاب، ملي رسنۍ، ملي بنسټونه او نور ګڼ داسې جوړښتونه موجود وي، چې له خپلو شخصي ګټو مه واره یوازې او یوازې د خپل هېواد او ولس د ښېرازۍ او ښه راتلونکي او پرمختګ په اړه فکر وکړي.

ولسواکي تقریباً په نړیواله کچه ټول منلی اصل دی، ځکه ولسواک نظامونه د خلکو په اراده او ازادو رایو ولاړ او د خلکو په خدمت کې وي. یانې په دغه ډول نظامونو کې فرد تصمیم نه نیسي، بلکې د ټولنې د اکثریت د پرېکړو او تصامیمو په اساس اقدامات کېږي.

له شخړو او ننګونو نه د راوتلو او د ولسونو د ښېرازۍ او د ټولنې د ابادۍ لپاره باید ولسواکي او ولسي حکومت رامنځته شي. داسې حکومتونه د ټولنې د وګړو اوخلکو پر ارادو ولاړ وي، د حذف د سیاست پر ځای د ګډون پر سیاست عمل کوي او بنسټیزه موخه یې د واک ساتل نه، بلکی دعمومي نظم ساتل او د خدمتونووړاندې کول دي.

د ولسواکو حکومتونو او نظامونو بله ښېګڼه داده چې د خپل ولس پر وړاندې نا پلوي وي، پر هېڅ ډول قومي، ژبني او مذهبي توپیر باور نه لري او بنسټ یی د ټولو لپاره یو ډول حقونه ورکول وي. یانې تر ډېره پر عدالت او توازن باور لري او خپلې چارې د همدغه باور په اساس تنظیموي.

په افغانستان کې ډېر تحمیل شوي ایزمونه، رژیمونه او ایډیالوژۍ تجربه شوې، خو دا چې د ولس له فکر، ارزښتونو او نظر سره همغږې نه وي، نو د تل لپاره نابودې شوې، نو د افغاني ټولنې ارزښتونو او حساسیتونو ته په پام د ولسواکۍ د ترویج لپاره باید لومړی په لویه پیمانه عامه پوهاوی رامنځته شي او ترڅنګ یې داسې زمینه برابره شي چې ولسواکي په خپله د خلکو په اساسي غوښتنه بدله شي او هغوی داسې ونه ګڼي چې دا هم د تېرو ایډیالوژیو او رژیمونو په څېر داسې کوم څه دي چې له بهره ورباندې تحمیلېږي. یانې ولسواکي باید د خلکو په اساسي غوښتنه، خوښه او ارزښت بدله شي.

 

محمد روښان ښادچ

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply