يوه ستورې چې ځان ناکامه ګڼي

0 938

د اکشې‌کمار مېرمن ټوینکل کهنه که څه هم د یوه مشهور ستوري مېرمن ده، پلار یې راجېش کهنه او مور یې ډمپل کپاډیا هم د هندي سېنما مشهور اداکاران وو، مګر بیا هم هغه ډول چې کورنۍ یې غوښتل، تر ډېره د هندي سېنما د هنر پر اسمان و نه ځلېده.

که څه هم هغې اته کاله په بالیووډ کې تېر کړل او جب پیار کسي سې هوتا ہې او بادشاه په څېر بریالي فلمونه یې هم نندارې ته وړاندې کړل، مګر بیا هم وايي، په خپل هنري ژوند کې ناکامه وه.

ټوینکل تازه له هندوستان ټایمز سره په مرکه کې ویلي، غوښتل یې حسابداره یا اکاونټره شي، مګر پلار و مور یې پرې فشار راوړ چې بالیووډ ته مخه کړي.
هغه وايي، دې کار ورته یوازې دا ګټه درلوده چې اکشې کمار یې په برخه شو، مګر هنر یې تر ډېره ځلاند پاتې نه شو.

ټوینکل په مېله، برسات، جان او جورو کا غلام فلمونو کې له سختې ماتې سره مخ شوه او همدې ماتې یې زړه ور مات او فلمونو ته یې شاه کړه.
که څه هم ټوینکل د کرن جوهر په څېر نږدې ملګری درلود او ډېره هڅه یې وکړه چې بیا یې ستورې کړې، مګر د اکشې کمار او کرن جوهر ملګرتیا هم هغه دې هیلو ته و نه رسوله.

 

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply