هيوادوالو دښمن  مو هوښيار دی/ حبیب الله غمخور

0 687

خوزه غواړم دې هوښياردښمن ته ووايم  چي افغانان هم واښه نه خوری! موږ په هرڅه  ښه پوهېږوخو له بده مرغه بې وسه يواوزموږ دښمن تل زموږ دبې وسی لپاره کارکوي .ځکه دافغان په بي وسی کې دسيمی دزبرځواکوواکداري ساتل کيږي .

پاکستانی چارواکي دومره هوښياردي چې د نړۍ زبرځواک تر خوږ گوته نيسي اوغواړي زموږ دښمنی ته بل رنگ ورکړي اود ځان په عوض امريکا د ډيورنډ کرښي دبر خليک ټاکلو په هکله زموږ دښمنه وگرځوي .ځکه خو پاکستاني چارواکو د امريکا ددفاع وزيرته پدې وروستری ليدنه کي ويلي ، موږ  په مشروط ډول د طالبانود پناهځایونو بندولو بندولو او له خاورې څخه یې افغانستان ته دلېږلوتیار يو .

پاکستاني چارواکود دغه هیواد رسنیو ته ویلي چې د پاکستان مشرانو په اسلام اباد کې د امریکا له دفاع وزیر سره په وروستۍ کتنه کې ویلي چې که امریکا د افغانستان- پاکستان ترمنځ پر دیورند کرښه کټارې نصب کړي او همداراز ټول افغان کډوال افغانستان ته وروګرځوي، پاکستان به هیڅ افغان ته اجازه ورنه کړي چې په افغانستان کې د پاکستان له خاورې حملې وکړي .

لمړی خو دادی دوي يو ځل بيا په ډاگه دا ومنل  چې پاکستان د طالبانو او د افغان ولس  د مخالفينو پناه ځاي ،روزنتون، او وسلتون دي .امريکا او نړيوال بايد ددوي داشرطونه دسرپه غوږو واوری  اوپرې قضاوت وکړی .

 سره لدې چې د امريکا، ناټو او اروپايي ټولنې امنيتی مشرتابه دامنلې چې پاکستان افغانستان ته ستونزي جوړوي  او د پاکستان د پوځ یو عسکر اوطالب جنګیالی سره یوځای لیدل کیږي . نوکله  چي پاکستان دامني چې په افغانستان کي  دټول شرارت اوفساد ځاي پاکستان دي ؟ نوبياولی پاکستان ته په سلگونه ميليونه دالر د ترهگری سره دمبارزې په نوم هره مياشت ور روان دي ؟؟؟؟

يوبل هوښيار جنرال یې چې نوم یې ندي اخيستل سوی اودامریکا د دفاع وزیرجېمز ماتیس او پاکستاني چارواکودخبرو له جزییاتوخبر دی  دپاکستان ټوډې ورځپاڼه پوسيله  ډيره جالبه اوديپلو ماتيکه څرگندونه کوي وايي :«د امریکا دا پالیسي چې په هره مسله کې پاکستان دخیل بولي،باید پای ته ورسېږي. موږ حاضر نه یوو چې نور په افغانستان کې د ناکامیو په خاطر ملامت وګڼل شو.»

په دری کي يو متل دي وايي (( بگير که نگيرت )) دوي دافغانستان په اړوند ترځان نړيوال ملامت بولي ،پداي سي حال کي  چي د افغانستان دذناورين پروژه متاسفانه  مشترکه پرمخ بېول کيږي ،ذکنه امريکا،ذانگلستان اواروپايي ټولنه هره ورځ چې وغواړي پاکستان پر ځاي کښېنولاي سي .

دې ښاغلی هم دا منلې چې پاکستاني چارواکوامریکا ته ویلي چې پر ډیورند کرښه کټارې ولګوي او افغان مهاجر وروغواړي څو په مقابل کې یې پاکستان د افغان طالبانو د اوښتو مخه ونیسي .

بل لوری ته په تکرار امریکا دا خبره کوي  وايي چې په افغانستان کې جګړې د دې لپاره دوام کړی چې پاکستان په خپله خاوره کې افغان طالبانو ته پناهځایونه ورکړي دي .واشنګټن په ځانګړي ډول له پاکستان څخه د حقاني شبکې د ځپلو غوښتنه کوي .دافغان او امریکايي چارواکو په وینا د حقاني شبکې او طالبانو مشران په پاکستان کې اوسي او له هماغه ځایه په خلاص لاس په افغانستان کې د حملو پلانونه جوړوي، جګړه تمویلوي او جګړه مار جلب و جذبوي.

زه اوهيڅ افغان ددې ترڅنگ دنړئ په هرهيواد کي يومسلکی اوپه سياست پوه انسان د امریکا دفاع وزیرجېمز ماتیس  داخبره نسي منلاي چې د تروریزم پر ضد د پاکستان قربانۍ  یې تایید کړې ده.

موږ افغانان د امریکا دفاع وزیر له دغه دريز نه ملاتړ کوو چې  پاکستان  ته یې ويلي «باید» له هغو تروریستانو او سختدریځو سره د مبارزې لپاره خپلې هلې ځلې دوه برابره زیاتې کړي چې د پاکستان له خاورې عملیات کوي .

دترهگری اودافغانستان په کورنيوچاروکي دپاکستان دپوځي ،سياسي ،اقتصادي اونوروډولونو دلاسوهنې پرخلاف بايد ټوله نړۍ که په رښتياسره سولي اوثبات ته ژمن دي مبارزه وکړی اوپاکستان دنړيوالی ترهگری دمرکز په نوم  په تورليست کي شامل او ورټل سي .

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply